اوپن وې اېل ډې – د Open Vlaamse Liberalen en Democraten لنډیز دی چې په بلجيم کې لبرالیزم او دیمکراسۍ ته کار کوي او د فلندر په کچه له CD&V وروسته څلورم مخکښ ګوند بلل کېږي چې په ولونیا کې ددغه ګوند ملګری ګوند MR یا د بدلون خوځښت ګڼل کېږي او په اروپايي کچه نور ليبرال او ډیموکراتان ملګري لري.
اوپن وې اېل ډې په بلجیم کې یو لیبرال سیاسي ګوند دی چې په ځانګړی ډول د فلندر په سیمه کې فعالیت کوي. دا ګوند د آزادۍ، انفرادي حقونو، او د آزاد بازار په ننګه مبارزه کوي.
له اوږدې تاریخچې یې که را تېر شو نو په ۱۹۹۲ کال کې د پرمختګ او خپلواکۍ تر نوم لاندې سیاسي ګوند خپله تګلاره اصلاح او د اوپن وې اېل ډې په نوم په نوې څېره را څرګند شو. دا ګوند په بلجیم کې د لیبرال غورځنګ د عصري کولو لپاره رامینځته شوی او له هغه وخت راهیسې د بلجیم په سیاست کې د پام وړ رول لوبولی دی. د ګوند ټینګار پر فردي آزادۍ ، اقتصادي لیبرالیزم، او ټولنیز پرمختګ را څرخي.
د اوپن وې اېل ډې بنسټيز اهداف په لاندې ټکو راڅرخي.
1. **اقتصادي لیبرالیزم** – دوی د اقتصاد آزاد بازار، په بازار کې د حکومت لږ مداخله او د سوداګرۍ د ودې لپاره د ډیرو فرصتونو غوښتنه کوي.
2. **انفرادي ازادي** – دوی د ټولنې په فردي ازادیو تاکید کوي، د ټولنې افرادو ته د لا زیاتو شخصي ازادۍ او حقوقو غوښتونکي دي. لکه د حکومت په ډېرو پرېکړو کې خلکو او افرادو د ټاکنو حق.
3. **ټولنیز پرمختګ** – Open Vld د پرمختللو ټولنیزو پالیسیو ملاتړ کوي، لکه په ټولنه کې د ښځو او نارينه مساوات، همدا شان LGBTQ+ ته حقوق او د ټولنې هر غړي ته د روغتیا هر اړخیزه پاملرنه
4. **د اروپا یوالۍ** – ګوند په کلکه د اروپايي ټولنې پلوي کوي او له سيمه ایزو وړو ټولګیو ملاتړ نه کوي بلکې د اروپا د لا زیات ادغام او یوالي غوښتونکي دي.
د کډوالو په برخه کې د اروپايي ټولنې له عمومي تګلارې ملاتړ کوي او دوی ته د انساني کرامت پر بنسټ د حقوقو غوښتنه کوي.
دا ګوند اوس مهال د بلجيم په فدرال پارلمان کې ۱۲ غړي، سنا کې ۵ د بروکسل په پارلمان کې ۳ او د فلندر په پارلمان کې ۱۶ غړي لري. ددې ګوند مشري اوس مهال تام آنګېنا کوي.
د بلجيم په اوسني حکومت کې دوی څو غړي لري چې الکساندر د کرو یې د لومړی وزير په حیث مشري کوي.