ژباړن : عطا محمد میاخېل
پوره نوم یې فرانسوا ماري آروئه، چې وروسته یې په ځان باندې د ولتر (Voltaire) نوم کېښوده، په ۱۶۹۴ زېږدیز کال د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي خپلې زده کړې د ( لویي کبیر ) په مدرسه کې پای ته ورسولې او د یوې مودې له پاره یې په فرانسه کې د یوه قاضي شاګردي وکړه؛ څو موده وروسته، هغه ته د فرانسې د اکاډمۍ جایزه ورکړل شوه .
ولتر په ۱۷۱۵ ز کال د اورلیان د کورنۍ د ( دویم فلیپ ) په ضد ځینې شعرونه ولیکل، چې یاد شعرونه له فرانسې څخه د نوموړي د تبعید لامل شول، څو موده وروسته ورته بښنه وشوه او آزاد شو، مګر یو ځل بیا پرې تورونه ولګېدل او هغه یې د (باسټیل ) زندان ته واستاوه، خو له زندان څخه تر خوشې کېدو، وروسته یې آرامه او هوسا ژوند درلوده .
ولتر په ۱۷۲۳ ز کال ځینې هنري منظومې، چې د ( څلورم هانري ) د سلطنت په اړه یې لیکلې وې، خپرې کړې او په ۱۷۲۴ ز کال یې په پاریس کې یو شمېر نمایشنامې نندارې ته وړاندې کړې . نوموړی په ۱۷۲۵ ز کال د ځینو ستونزو له امله دې ته اړ شو، چې پاریس پرېږدي او انګلستان ته لاړ شي، په دې وخت کې له څو تنو انګلیسي شاعرانو سره آشنا شو او په انګلیسي ژبه یې یو شمېر مقالې خپرې کړې . نوموړی په ۱۷۲۹ ز کال بېرته پاریس ته را ستون شو او د ( بروټوس ) تر سر لیک لاندې یې یوه تراژیدي ولیکله او په ۱۷۴۸ زکال له ( کره بیون ) سره د رقابت په موخه یې د سمیرامېس تر سر لیک لاندې یوه نمایشنامه ولیکله . په ۱۷۷۶ زکال کې یې د شکسپیر په آثارو باندې د نقد په موخه د (ایرن) او (اګاتوکل) تر سر لیک لاندې لیکنې وکړې .
د ولتر څېړنیز آثار عبارت دي له : ( د روسیې تاریخ )، ( فلسفي قاموس )، ( د څوارلسم لویي وخت ) او د نورو آثارو نوم یې په لاندې توګه اخیستلی شو :
د قیصر مړینه، د اورلئان مېرمن، او کاندید .
ولتر د ۱۷۷۸زکال د مې په دېرشمه، د ډېر کار او ستړیا له امله، له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
د ولتر نظریې :
سیاسي : هغه نه سیاسي او نه هم جمهوري حکومت مانه، بلکې اساسي قانون ته ژمن حکومت یې غوښته .
مذهبي : نوموړي په خپل لاس د جوړو شوو مذهبونو مخالفت کاوه او د طبیعي مذهب پلوی و، یانې په واحد خدای (ج) یې باور درلوده .
اخلاقي : د ولتر په اند خدای (ج) او طبیعت د ژوند اصول دي او له خدایه پرته ژوند هېڅ ارزښت نه لري .
د ولتر سبک :
ولتر پخواني ( کلاسیک ) سبک ته لېوالتیا لرله او (راسین ) یې د خپل موډل په توګه ټاکلی وو. د هغه د سبک ځواک له استعارې او ایجاز ګټه اخیستل د نوموړي د لنډو جملو له پاره ردیف دی، په دې ډول چې هېڅ اصطلاح اضافي نه ده؛ د همدې ځانګړتیاو له امله نوموړي ته د کلاسیک لیکوال نوم ورکولی شو .
د ولتر آثار :
ـــ انګلیسي لیکونه یا فلسفي لیکونه (Les Lettres philosophiques)
ـــ فلسفي قاموس (Dictionnaire philosophique)
ـــ مایکرو میګا (Micromegs)
ـــ زدیګ (Zadig)
ـــ ساده مجاز (Candide )
ـــ ایرن (Irene)
ـــ مروپ (Merope)
ـــ سمیرامېس (Semiramis)
ـــ د چین یتیم (Orphlin de la Chine)