لیکنه او څیړنه: قادرشاه
ټاکنیز سیستم د رایې کارونې پروسې ته منظم شکل ورکوي او دا پروسه تر هغې رهبري او اداره کوي تر څو د خلکو رایې د تصمیم له پړاوو څخه د استازیتو او قانوني مشروعیت تر کچې ورسیږي. په افغانستان کې د ټاکنیزو سمونونو خبرې وخت ناوخت د خلکو او سیاسي فعالانو ترمنځ د جدي بحثونو موضوع ګرځي، خو په تخنیکي لحاظ ډیر محدود کسان په ولسواکو ټولنو کې د ټاکنیزو سیستمونو په اړوند دقیق مالومات لري. نو دا لامل کیږي چې تخنیکي بحثونو په نظریاتي او احساستي بحثونو بدل شي او د ولس په منځ کې اندیښنې او بې باورئ را منځته کړي. شاید د ټاکنو په اړوند تخنیکي بحث یو څه پیچلي وي خو خورا په زړه پورې او د پوهیدو وړ دی.
ما هڅه کړي په لاندې توضیحي نقشه کې د ټاکنیزو سیستونو د پیژندنې او څرنګوالي په اړوند لنډ مالومات وړاند کړم. هڅه مې دا ده چې مالومات ساده او داسې را ټول کړم چې نه یوازې مسلکي کسان بلکې عام خلک هم له ټاکنیزو سیستمونو سره بلد شي.
یادونه: د ځینو تخنیکي اصطلاحاتو لپاره په پښتو او دري دواړو ژبو کې داسې بدیل لغاتونو او ویووکي پیدا نه شول چې عام فهمه او ساده وي. د وخت په تیریدو سره به دا ستونزه هم هواره شي د پښتو ژبي له ډاکټر محترم نورالحبیب نثار سره مې وخت په وخت د ځینو اصطلاحاتو او لغاتونو په اړوند مشوره کړي چې د ده له لارښونې سره سم مې ځیني ویووکی او لغاتونه په داسې ډول راوړي چې په فارسي او عربي ژبو کې ترې ګټه پورته کیږي.
د ټاکنو په اړوند توضیحي نقشه دا مالومات وړاندې کوي:
- ټاکنیز سیستم څه شی دی؟
- د ټاکنیزو سیستمونو ځانګړنې او څرنګوالی
- د ټاکنیزو سیستمونو ډولونه
- د ټاکنو کثرتي سیستم
- د ټاکنو اکثریتي سیستم
- د ټاکنو نسبي سیستم
- د ټاکنو ترکیبی سیستم
- د ټاکنیزو سیستمونو پرتلیز څرنګوالی
- په ټاکنیزو سیستمونو کې ورستي پرمختګونه
ټاکنیز سیستم څه شی؟
ټاکنیز یا د رایې کارونې سیستم په ټولیزه توګه هغه پروسه ده چې د خلکو رایې پر یوه سیټ یا څوکۍ باندې بدلوي. ټاکنیز سیستم دا په ګوته کوي چې د ټاکنو پر مهال د یوه نوماند یا سیاسي حزب د بریالیتوب لپاره څومره او څه ډول رایې په کار دي تر څو په نښه شوي څوکۍ یا سیټ ته بریالي شي. په ټوله کې ټاکنیز سیستمونه مختلف ډولونه لري، چې له مخې یې بیلابیلې پایلې په لاس راځي او همدارنګه هر ټاکنیز سیستم رایه ورکونکو ته مختلفې اسانتیا وې او فرصتونه تولید وي.
ټاکنیز سیستم د رایې او سیټ تر منځ د بدلون څرنګوالی ټاکی، په دې مانا چې څه ډول او څنګه د خلکو رایې پر یوه انتخابي سیټ یا څوکۍ باندې بدلیږي. ټاکنیز سیستم هغه قواعد او لارښونې رهبري کوي چې د یوې ټاکنیزې څوکۍ لپاره څومره او د خلکو څه ډول رایې اړینې دي. که څه هم دا قواعد او لارښونې په هر ټاکنیز سیستم کې توپیر کوي خو په ټولیزه توګه ټاکنیز سیستم د رایې پر یوه ټاکنیزه څوکۍ یا سیټ باندې د بدلولو چارې سمبالوي.
په پایله کې، همدا بیلابیل ټاکنیز سیستمونه نوماندان هڅوي چې د قانوني لارو په کارولو سره خپل سیاسي کمپاینونه تنظیم کړي. ځیني ټاکنیز سیستمونه شاید د مشخصو نوماندانو لپاره ځینو محدودیتونه ولري، له بلې خوا همدا مختلف سیستمونه رایه ورکونکو ته بیلابیلې خوښې وړاندې کوي چې کولی شي د رایه ورکونکو پر پریکړو باندې اغیز وکړي.
د ټاکنیزو سیستمونو ځانګړنې او څرنګوالی
موږ دلته په لنډه توګه داسې ویلی شو چې ولسواک ټاکنیز سیستم په ټولو هغه ساحو کې کارول کیږي چیرته چې لاندې اساسي قواعد او بنسټونه موجود وی:
- ټاکنې دوامدارې او بې پرې وي
- هره کارویدونکې رایه یوشان ارزښت ولري
- د ټاکنو په ترسره کیدو د اکثریت ولس توافق ترلاسه شوی وي
- د لږکیو غوښتنې هم په سمه توګه په پام کې نیول شوي وي
- په لوړه کچه د رایه ورکوونکو ګډون ډاډمن وي
- ټولو په شرایطوبرابرو ښاریانو ته د رایه ورکونې حق ورکړل شوی وي
- د رایو کاروونکو ته ټولې اسانتیاوې موجودې وي
د ځانګړنو له مخې ټول ټاکنیز سیستمونه درې عمومي ځانګړنې لري چې د ټاکنیز سیستم د کارونې ټولیز قواعد او بنسټونه جوړوي:
د ټاکنیزې حوزې حجم: ټاکنیز سیستم د یوې ټاکنیزې حوزې په دننه کې د منتخبو استازو د تعداد څرنګوالی ټاکي. په دې مانا چې له یوې ټاکنیزې حوزې څخه یوازې یو استازی ټاکل کیږي او که څو استازي ټاکنیز سیټ یا څوکې ته لاره پیدا کوي.
د رایو پاڼو جوړښت: په دې ځانګړنه کې یو ټاکنیز سیستم رایه ورکونکو ته دا واک ورکوي تر څو په رای پاڼه کې د ځانګړې نښې په واسطه خپل انتخاب په ډاګه کړي. د ټاکلو دا ډول اختیارات چې یوه رایه ورکوونکي ته په واک کې ورکول کیږي د دوو یا څو نوماندانو تر منځ او یا هم د نوماندانو او سیاسي احزابو تر منځ وي. په ځینو سیستمونو کې رایه ورکونکي ته تر یوه زیات اختیارات ورکول کیږي چې د سیاسي احزابو او یا ازادو نوماندانو په منځ کې خپله رایه مالومه کړي. د رای پاڼو جوړښت په هر ټاکنیز سیستم کې تو پیر کوي خو هدف یې په ټولیزه توګه یو وي.
ټاکنیز فارمول: ټاکنیز سیستم د ټاکل شوي میتود له مخې کارول شوې رایې پر ټاکنیزو څوکیو یا سیټونو باندې بدلوي. په دې برخه کې د ټاکنیزې حوزې حجم او د رایو پاڼو له جوړښت څخه ګټه پورته کیږي. په دې مانا که چیرې له یوې ټاکنیزې حوزې څخه یو یا څو استازي ټاکل کیږي هغو رای پاڼو ته مراجعه کیږي چې د رایه ورکونکو لخوا کارول شوي وي. په دې ځانګړنه کې هر ټاکنیز سیستم هغه قواعد په نظر کې نیسي چې دقیقاً د یوې ټاکنیزې څوکۍ یا سیټ لپاره څومره رایې او یا د رایو سلنه اړینه ده تر څو یو استازي یا څو استازي یې په پایله کې د کارول شویو رایو په څرنګوالي سره و ټاکل شي.
د ټاکنیزو سیستمونو ډولونه:
که څه هم ټاکنیز سیستمونه بیلابیل ډولونه لري، خو د دې لپاره چې ساده شي موږ لومړی دغه سیستمونه په څلورو ګتګوریو باندې ویشو:
د ټاکنو کثرتي سیستم
د ټاکنو اکثریتي سیستم
د ټاکنو د نسبي استازیتوب سیستم
د ټاکنو ترکیبي سیتسم
موږ دلته یو بل شي ته هم باید اشاره وکړو، د ځینو بیلګو په وړاندې کولو سره به په دې و پوهیږو چې هرې کتګورۍ په خپل ځان کې څو ډوله واړه او لوی سیستمونه یا میتودونه ځای کړي دي، دا سیستمونو د دولتونو د جوړښتونو او قوانینو په نظر کې نیول سره توپیرونه لري. دا چې موږ دلته په ټولیزه توګه د ټاکنیزو سیستمونو د پیژندګلوۍ، څرنګوالي او ځانګړنو په تړاوو مالومات وړاندې کوو، نو دا به لا ساده او اسانه وي چې هره کتګوري په جلاجلا توګه و څیړو. لکه چې وویل شول د هرې کتګورۍ په دننه کې مختلفې لارې چارې په نظر کې نیول کیږي خو په ټولیزه توګه شریکې ځانګړنې لري او له ټاکنیزو پیښو سره په لږ توپیر یو ډول چلند کوي په دې مانا چې هره ځانګړي شوي کتګوري په پایله کې ټاکل شوي هدفونو په لاس راوړي.