لیکنه : نصرالله ټولواک
د هر راځ سیاسي، وټییز او په تېره بیا ټولنیز بدلون او سمون د راوستو په موخه لومړی بویه د هغه لپاره شونتیاوي(مساعدي زمینې) برابري او بیا په عملي توګه هراړخیز او پرېکنده اقدامات تر سره سي.
زمونږ پر ټولنه واکمن د ډبرین پېر سوچ به د ټولنیز بدلون او آن هر نوي پرمختګ په لاره کي تر ټولو ستر خنډ وي. د ولس په سوچ کي بدلون راوستل زمونږ د ټولني تر ټولو مهم لومړیتوب دی. ترڅو چي مو د خپل ولس په ذهنیت کي بدلون نه وي راوستی په ټولنه کي د سمونو او بدلون د را وستو لپاره هره هڅه به یوه ناکامه او ترخه تجربه وي.
د افغانستان تېر کړکېښ(تاریخ) ته په کتو دې پایلي ته رسو چي که کوم څوک پرته له دې چي د خلکو ذهنیتونه د یوه بدلون او سمون د رامنځته کېدو لپاره تیار وي ګام پورته کړي له بې شمېره ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي؛ د امان الله خان له لوري په ټولنه کي د هر اړخیزو او ژورو بدلونونو په موخه اقدامات که څه هم چورلټ ناکام نه سو ګڼلی خو د یوه تاریخي لوست په توګه بویه پرې غور او زدکړه ترې وسي.
د ولس په سوچ کي د بدلون راوستو لپاره دي لاندي ټکي په پام کي و نیول سي؛
- د واټونو په رغولو دي پوره پانګونه وسي، ترڅو د ښار مېشتي او کلیوال ترمنځ واټن لري او د دوی تر منځ د تجاربو او افکارو د بدلولو را بدلولو لپاره لار اواره سي.
- هڅه دي وسي چي د رسنیو پوښښ سیمه تر کلو او بانډو ور پراخه سي او د دې ترڅنګ دي د رسنیو د خپرونو پر څرنګوالي هم پوره پام وسي.
- حکومت دي د جوماتونو د ملا اماما نو سره په همغږۍ د ولس د ذهنیت اوښتو لپاره تبلیغات وکړي؛ ملا امامان دي خلک پوه کړي که یې لور او زوی ښوونځي ته ولاړ سي نه کافر کېږي!
- حکومت دي د خلکو لپاره د ژوند اسانتیاوو(اوبه، برېښنا، روغتون، څړک…) د برابرولو لپاره ټوله هڅه وکړي؛ په نس موړ، په تن پټ او په ذهن آرامه سړی د احساساتي پرېکړو پرځای عقلاني او سنجول سوي تصامیم نیسي.
- ټول اغېزمن اشخاص او بنسټونه دي د ټولني په ټولیز سوچ کي د بدلون را وستو لپاره لاس په کار سي او دا کار دي له هغوو چي تر ټولو ورته نږدې دي را پیل کړي.
یاهو کړئ نو…