ژباړه: قاسم امیري
فلېپيني فزیک پوهان د وړانګو (نور) د چټکتیا په راکمولو بریالي شول:
د وړانګو چټکتیا په نسبیتي فزیک کې یو له بنسټیزو اصول ګڼل کېده چې تر اوسه پکې زیاتوالی یا لږوالی نه وو راغلی او په لنډ مهال کې دا تمه هم نه کېده چې پدې اړه کوم بدلون راشي خو اوس اوس فلیپیني فزیک پوهانو د یو ځانګړي حالت په ورزیاتولو دا د پېړیو ثبات په خارق العاده توګه له منځه یووړ.
د فېلپین هېواد د فزیک برخې د ملي موسسې څېړونکو د وړانګو په محور د څرخېدونکو فرعي وړانګو په جهت کې د یو لړ بدلونونو په راوستلو سره پدې وتوانېدل تر څو د منتشره اصلي وړانګو چټکتیا په خلاء کې راکمه کړي. دا ډله څېړونکي د وړانګو له دایروي او متقارنو انشعابي وړانګو (د لاکر-ګاوس د وړانګو قانون) څخه په ګټه اخيستني پدې وتوانېدل چې د وړانګو پر خپل محور څرخېدو ته بدلون ورکړي ( وړانګې د انتشار په حالت کې د مستقیم الخط حرکت علاوه یو ډول دایروي حرکت هم لري) چې همدا حرکت په خلاء کې د منتشره وړانګو چټکتیا د راکمېدو سبب کېدای شي.
د وړانګو چټکتیا په ګڼو موادو او چاپېریالونو کې ګڼ ارقام ښیي چې همدا امر د دې سبب شوی ترڅو د کره او مؤثقو اطلاعاتو لېږد ګران تمام شي. ښایي همدا علت وو چې فزیک پوهان یې دېته اړ کړل تر څو د داسې لارې په لټه کې شي چې پر مټ یې پرته لدې چې د اطلاعاتو د لېږد په کره توب کې بدلون راشي د وړانګو په چټکتیا کې د پام وړ کمښت راولي.
تېر کال د ګلاسکو پوهنتون څېړونکو د وړانګو څخه د خپرېدونکو موجونو د بدلون له ځانګړي فېلټر څخه په ګټه اخېستلو د تخته یي او صفحه یي موجونو (موجونه چې په موازي ډول حرکت کوي) پر ځای مخروطي موجونه (موجونه چې په زاویوي او دایروي محور حرکت کوي) وکارول چې پدې ترتیب سره یې د وړانګو په چټکتیا کې د پام وړ کمښت را منځته کړ. دا څېړنه چې د نړۍ په معتبرو عملي مجلو کې هم خپره شوه څېړونکو پکې د وړانګو چټکتیا را کمه کړه پرته لدې چې د موجونو په شکل کې بدلون راولي. دوی له لومړیو د تخته یي موجونو پرځای د غیر تخته یي (مخروطي) موجونو په کارولو تمرکز کړی وو.
په خلاء کې د وړانګو چټکتیا له ۲۹۹،۷۹۲،۴۵۸ متر پر ثانیې سره سمون خوري.
څېړونکي د داسې موجونو په لټه کې وو چې یو ډول زاویوي او مداري حرکت ولري تر څو د واټن اوږدولی د دوی د چټکتیا د کمښت سبب شي. د دې موجونو حرکت د فنري ډوله منحني محور په بڼه د لیدو وړ وو. د لاکر-ګاوس وړانګو پخپل زاویوي جوړښت سره څېړونکو ته دا فرصت برابر کړ چې پرته له مستقیمې مداخلې د هغو په چټکتیا کې د پام وړ کمښت راولي. دا فوق العاده پایله هېڅ فزیکي قانون نه نقض کوي چې دا پخپله پخپل ذات کې د ورته پایلو په اړه د حیرانتیا کچه زیاتوي. فوتون په یوازې ځان په خودکاره ډول نه بلکې په محار شوي بڼه یو اوږد مسیر ته رهبري کېږي چې دا به د دې سبب شي تر څو د نور وړانګې په تاوپیچ حرکت سره په ځنډ خپل هدف ته ورسېږي. د څېړونکو کمېټې پخپل راپور کې لیکلي چې د دوی محاسبه پدې اړه خوار کره ده، یانې دوی کولی شي مخکې له آزمایښت هم د وړانګو په حرکت کې رامنځته شوی ځنډ محاسبه کړي.
که څه هم دا څېړنې د اوس لپاره له ذهن څخه لېرې برېښي خو د څېړونکو هیله مندي دا ده چې: د لاکر-ګاوس وړانګې په دې اړه په تېره بیا له لېرې څخه د لېږدېدونکو اطلاعاتو په محاسبه کې خورا اغېزمنې دي. د اطلاعاتو دا ډول لېږد ښایي د نور په پرتله چټک نه وي خو دوی ته دا لاره هواروي چې اطلاعات په غوره او عالي کیفیت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ولېږدوي.
سرچینه: iflscience.com