لیکوال: ولي نصیر
ژباړه : لاهورخان منګل
د تېرې برخې په دوام ……
د سپینې ماڼۍ له خوا په پټه خپل ځانګړی استازی ته د زیان رسولو له امله ، په اسلام اباد او
کابل کې زموږ اعتماد جوړونې پروسه ډیره تته وه خو بیا هم هالبروک د هغو ستونزوپه وړاندې چې ولسمشرورته له هرې زاویې جوړې کړې وې، مبارزه کوله. دا داسې یوه لوبه وه لکه د مکعب ډوله د رنګونو توپ چې سړی هڅه کوي د هراړخه او هره ټوټه یې سره یوځای کړي څو ټول یو رنګ شي- هغه کوښښ کاوه چې داسې په مخ لاړ شي چې هم د کانګرس، د امریکې پوځ،رسنیو،افغان حکومت، زموږ متحدینو، جنرالانو او سیاست پوهانو غوښتنو سره سمون ولري. په کال ۲۰۱۰ کې د مرګ څخه وړاندې هغه خپلې ښځې، کیټي مارټین ته ویلي ول چې فکر کوي بې الاخره یې راز پیدا کړ څو له دې ستونز بهر شي خو ورته واضح کړې يې نه وه- هغه غوښتل چې لومړۍ یې ولسمشر ته ووايي- هغه ولسمشر چې دده د لیدنې لپاره یې وخت نه ورکاوه!
جنرالانو د افغانستان لپاره نظامي حل غوښتنه کوله خو د ولسمشر مشاورینو باور درلود چې پوځي حل به سیاسي خلا رامنځ ته کړي او په عمومي ډول به د پوځ حیثیت ته زیان ورسوي. هالبروک باور درلود چې پوځ ته د بهرنۍ کړنلاره سپارل یوه تیروتنه وه- ددې میلان په لرلو سره به په افغانستان کې جګړه دوام وکړي یوازې او یوازې ډیپلوماسي کولی شي چې جګړې ته د قناعت وړ پای ورکړي. هالبروک هم په هره بیه د سولې غوښتونکی نه و- هغه د ځواک په کارولو باور درلود خو یوازې په کړکیچن حالات په مهال! په بالکان کې د یوې لېدنې په مهال هغه د سربيې کستمن ولسمشر بمبارۍ په ګواښلو له امله په ډیر مهارت سره هغه یوې معاملې ته چمتو کړ. یو ځل د میلاسوویچ سره د لېدنې په مهال هغه خپلو پوځي مشاورینو د بي-۵۲ ډوله الوتکې د چمتو کولو امر وکړ او په غوسې سره له غونډې ووت. خپلو مشاورینو ته يې وویل چې په انګلستان کې د بې- ۵۲ ډوله الوتکې تمرینات پیل کړي او په سي ان ان باندې د هغې ښودل هم ډاډه کړي. کله چې د بوسنیا جګړه پای ته ورسیدله، هغه له هیلري کلنټن وغوښتل چې ولسمشر میلاسوویچ ته هغه خبرې چې ده ورسره کړې وې، د هیلري له خولې هم واوري- چې که سوله ونه مني، نو امریکا به هم د بمبارۍ الوتکې ورولیږي. هالبروک د جګړې او د دیپلوماسۍ په کاروبار کې، د اړتیا په مهال فصلي و.
په افغانستان کې هم هغه باور درلودچې پوځ یو کلیدي رول لوبوي- خو یوازې یو رول! په کال ۲۰۰۹ کې هغه څه چې ولسمشر پرې غور کاوه، په ټوله مانا بدلون و. هغه اړ کېده چې د جګړې لپاره یو پوځي حل رامنځ ته کړي- هالبروک باور درلود چې داسې یوه هڅه به له ناکامۍ سره مخامخ شي، د پوځ په زیاتیدا سره به موږ د ناکامې کړنلارې سلنه زیاته کړو او پایله به یې ښايي د ویتنام څخه د خظرناک سقوط سره مخامخ کیدل وي- هغه چې هالبروک د ځوانۍ په وخت په ویتنام کې د د بهرنیو چارو د افسر په توګه ددندې په مهال تجربه کړې وه- او یا خو ښايي په افغانستان کې د ستراتیژیکې ماتې سره مخامخ شو.
دا د ډیپلوماټانو دنده ده چې د افغانستان غوندې اختلافاتو ته د حل لارې پیدا کړي څو هغه سترې ستراتیژیکې ستونزې چې امریکا ورسره مخامخ ده، له منځه یوسو. د پوځ قوت/ځواک هغه څه دي چې د یوه ډیپلوماټ لپاره په صندوق کې د یوې الې په توګه ایښې وي. په بالکان کې هم دا هغه څه وو چې ګټه مو ترې واخستله او په پای کې په ویتنام کې هم دا هغه څه وو چې ګټه مو ترې اخستې وه. هغې شخړه د جګړې په ډګر باندې څو لسیزې دوام وکړ خو په پای کې بیا هم په پاریس کې د مذاکراتو له امله پای ته ورسیدله. د ټولې جګړې ګټل نادره وي- د بیلګې په توګه کله چې ددوهمې نړیوالې جګړې په مهال بریا زموږ په خوا شوله، دا د هغه څه د ورکړې پایله وه چې امریکې اوس مهال افغانستان ته نه ورکول.عراق هم د جګړې په کارولو سره دبریا له نادره پیښو څخه و چې پرته له مذکراتو، یوازې د جګړې له لارې بریا په لاس راغله- خو ایا په عراق کې جګړه رښتیا هم موږ وګټله، دا هغه څه دي چې د امریکې د پوځ په وتلو سره یې وخت قضاوت کوي. په کال ۲۰۰۹ کې د سپينې ماڼۍ د ستراتیژۍ د بیا کتنې په مهال، ډيپلوماسي په څرګند ډول شتون نه درلود. هغه مهال ډیپلوماسي یوازې د یوې عادي او اضافه منبع په ډول ددې دپاره چې افغان جګړې ته له نورې نړۍ پرې سرتیري(پوځونه) او پيسې راغونډ کړي. د جګړې د حل لارې نه بلکې د جګړې د پیداکولو د وسېلې په ډول ترې کار اخستل کیده. برعکس د هالبروک فکر ته د ستونزې په توګه کتل کیدل- د پوځ طبیعي جوړښت ته په کتو سره هغه بنسټ نه دی چې د امریکې بهرنۍ کړنلاره تعریف او پر مخ بوځي. د یوې مصاحبې په مهال جنرال ډیوډ پيټرایس هالبروک ته د ؛ الوتونکي سړي؛ نوم واخست – هالبروک موسکی شو او ویي ویل؛ هو کله چې ډیپلوماټانو ځای مو جنرالان ونیسي، ښايي چې موږ به الوتونکي وو. د همدې مصاحبې په مهال جنرال ډیوډ پیترایس د افغان جګړې په پای ته رسولو کې د ډیپلوماسۍ رول سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې د افغان جګړه د بالکان په ډول پای ته نه رسیږي- د امریکا د پالیسۍ د جوړونکو په منځ کې د انډول نه شتون د اوباما کار دی چې انډول یې برابر کړي، ددې کار شونتیا هغه وخت شونتیا لري چې یوه ستراتیژیکه بیا کتنه ترسره شي. ددې په غبرګون کې هالبروک وویل چې د افغانستان څخه د وتلو لاره د روغې جوړې پروسه ده خو پوځ باور درلود چې د سولې خبرو اترو د امریکې پوځ له خوا وعده شوې او غني شوې سېکې ته زیان رسوي. په کال ۲۰۱۰ د اکټوبر په میاشت کې چې افغانستان ته د هالبروک وروستی سفر و، هغه جنرال پیټرایس غاړې ته کړ او له هغه یې وغوښتل چې د روغې او جوړې د پروسې په اړه ورسره خبرې وکړي- د پیټرایس ځواب داسې و- هو خو پنځلس ثانېې محاوره! نه د سولې په اړه اوس نه غږیږو- د قوماندانانو ځواب دا و چې طالبان دسولې میز ته د راوستلو او د هغوی د دریځ د نرمولو لپاره موږ د جګړې دوه نورو فصلونو(دوه کاله وخت) ته اړتیا لرو. دوی هیله درلودله چې د جولای په میاشت کې د پوځ د وتلو په اړه د ولسمشر دریځ بدل کړي او هغه وهڅوي څو د پوځ وتلو لپاره یوا اوږد مهاله مهال ویش ومني. پوځ ویره لرله چې هالبروک له خوا وړاندې شوې پروسه به چې له مخې یې له طالبانو سره د خبرو کړل ول، د پوځ دې ستراتیژۍ ته زیان ورسوي. دوی به همیشه ویل چې لومړی باید جګړه وشي او بیا به خبرو ته کینو. هالبروک باور درلود چې موږ د جګړو په مهال باید خبرې وکړ څو دښمن وپوهیږي چې د جګړې څخه خبرې اترې غوره دي ( نه برعکس، لیکوال) روغه او جوړه باید زموږ وروستنی موخه وي او جګړه باید د روغې او جوړې د رامنځ ته کولو لپاره د وسېلې په توګه وکارول شي. طالبان په کال ۲۰۰۹ کې د اپریل په میاشت کې د سولې خبرو اترو لپاره چمتو ول. په افغاني چارو کې د هالبروک مشاور ښاغلی برنیټ روبین د خپلې دندې د پیلیدا څخه لږ وړاندې سعودي عربستان او افغانستان ته سفرونه وکړل. په کابل کې هغه د طالبانو له پخواني قوماندان ملا عبدلسلام ضعیف سره هم خبر کړې وي- هغه ورته ویلي ول چې طالبان چمتو دي چې د القاعده سره اړیکي پای ته ورسوي او د امریکې سره خبرو اترو ته حاضر شي. هغه په تفصیل سره یوه داسې ستراتیژي جوړه کړه چې له مخې يې د پيلیدا، د ځای په ځای کیدنې ، د امریکې او طالبانو د شوني شرایطو څرنګوالی په کې ذکر شوی و. طالبانو غوښتل چې د ګوانتانامو څخه د هغوی زندانیان پرښودل شي او همدارنګه د ځیني طالب مشرانو نومونه د هغه تورلست څخه د امریکې له خوا جوړ ، د ملګرو ملتونو له خوا تصدیق شوی و او په دوی يې سفرونه ممنوع کړي ول، وایستل شي. روبین د کابل څخه ریاض ته سفر وکړ ، هلته یې د سعودي شهزاده مقرین چې د څارګره ادارې ریس و، ولیدل- د ملا ضعیف په وینا هغه د طالبانو سره په دوام داره توګه خبرې کولې. په واشنټن کې هغه مهال چې روبین ته د دولتي چوپړتیاوو د مامور په توګه د دندې د اخستنې لپاره سوګند ورکول کیده، هغه هالبروک ته یو یادښت- لیک ولیکه. په همدې ماسپښین دوی دواړه په دولتي الوتکه کې نیویارک ته د سفر لپاره څنګ په څنګ کیناستل. کله چې هالبروک دا لیک ولوست، روبین ته یې ومخ ورواړوه او ویې ویل- که چیرې دا طرح عملي شي، د افغانستان څخه زموږ د وتلو به یوازېنۍ لار وي. دا د طالبانو سره د روغې او جوړې او خبر اترو ته د واشنټن د هڅونې لپاره د دوه کاله کمپاین د پيل نټه وه. لومړی د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن، بیا سپېنې ماڼۍاو د هغې وروسته ولسمشر اوباما ته ددې پلان رسول او د هغوی هڅونه وه. پخلاینه په دې مانا چې د کرزي او طالبانو تر منځ معامله ترسره شي څو امریکايي سرتیري خپلو کورونو ته ستانه شي.
نور بیا…
You also might be interested in
ليکنه: محمد عارف رسولي افغانستان څنګه د اسیا ترانزیتي او[...]
ژباړه: لاهورخان منګل ۱: له خلکو سره اړیکې پیدا کړئ:[...]
ليکنه: شریف الله دوست(سرواني) په تېر پسې… د زابل کلات[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی