• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د وینا فن مو نامتو کوي

Home ژوند او بریالیتوبد وینا فن مو نامتو کوي

د وینا فن مو نامتو کوي

لیکنه: الهام الله بابر

ځان پیژندنه په ځان کې غښتلې کړئ: له ځان پیژندنې څخه موخه همداده ،چې هرانسان وړاندې تردې ،چې د نورو له خوا وپیژندل شي ، بویه ،چې ځان په خپله تر ټولو لومړی وپیژني.

د بریالي شخصیت لپاره دا اړینه خبره ده چی باید د وینا فن ولري د وینا فن زموږ په شخصیت باندی ډیره اغیزه لري یو سړي به پاکي او ښکلۍ جامي اغوستي وي په لومړي ځل موږ نه پوهیږو چی ددي سړي څنګه شخصیت دي خو کله چی ددي سړي خبري اتری واورو بیا به پوه شو چی دا سړي څنګه شخصیت لري. په نړۍ کې ډیری پوه او علمي خلک شته؛ خو د خپل د علم په انتقال او په سمه استفاده کې ترې پاتې راځي او نشي کولای، چې په مهارت سره یې نورو ته ورسوي یا په یو عام ځای کې د خلکو پر وړاندې خبرې وکړي.

همدرانګه هغه خلک، چې د ویناوالۍ هنر یې زده وي، په سیاسي، اقتصادي، شهرت او نورو برخو کې ترې کافي ګټه ترلاسه کوي او د خپلو خبرو له لارې خلک ځان ته راجذبوي، چې همدا ویناوال بریالي هم دی.

دغه راز په هره ټولنه کې هیڅ داسې څوک نشته، چې د خبرو هنر ته یې اړتیا نه وي، بلکې که یو څوک وغواړي یا ونه غواړي، مجبوریږي، چې په یو ځای کې خبرې وکړي او خپل پیغام تر نورو ورسوي.

د ویناوالۍ او ویاندوۍ توپير ته په اشارې سره، ویناوالي هغه هنر دی چې د یوې موضوع د وړاندې کولو لپاره په عمومي مجالسو کې د یو شخص لخوا نورو ته پکې پیغام رسول کیږي؛ خو ویاندوي بیا هغه هنر او مسلک دی، چې یو شخص په رسمي ډول د یوې رسنۍ یا چینل له لارې د یو بل چا جوړې کړې خبرې نورو خلکو ته رسوي. وینا والۍ کې تر ډیره د خپل ذهن راټول شوي مواد نورو ته رسول کیږي؛ خو په وینادویۍ کې بیا د اړونده اشخاصو راټول شوي مواد د مربوطه چينل ( رسنۍ ) له لارې کټ، مټ نورو ته رسول کیږي..

لنډه دا چې باید د وینا پرمهال مونږ لاندې ټکو ته پام وکړو:

  • پوره مشق ترسره کړئ.
  • ۲۴ ساعته د مخه که چیرې امکان ولری د وینا ځای څخه لیدنه وکړئ تر د وسایل یا ابزارو سره اشنا شې.
  • منظم لباس واغوندې البته یو درجه د اوریدونکو څخه ښه وي ځکه تاسې ته ډاډ او دا ښایي چې تاسې وینا ترسره کوې.
  • د موضوع اړوند خبرې ترسره کړئ
  • موضوع متن لنډ او منځاپانګه لرونکې وي لکه: پيل خبرې یعنې بسم الله او حمد، ښه راغلاست، موضوع ته اشاره، پوره متن او پاې ولري.
  • د دریز شاته دریدل مو باید مناسب واټن ولري او ډیر خوځیدل مه کوئ ځکه چې تاسې بې ثباته ښایي
  • د دریز ته ودریدلو سره سم خبرې مه پیل کوئ لومړې یو مکث یعنی یو نظر واچوې ځان ۱۵-۲۰ ثانیو پورې راحت کړئ بیا خبرې پیل کړې.
  • د وینا پر مهال ځان په قهر مه نیسې او وینا متن مو باید د بیلګو او منطقي مثالونو باندې سمبال کړې ترڅو اوریدونکې باندې ونه غمیږي.
  • پای د وینا مو په خلاصه د خبرو او موضوع تمامه کړې او مننه وکړې د ټول ګنډوالو څخه.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

څه شی لوی د ښه څخه جلا کوي؟

Nov 29, 2017

 لیکنه: الهام الله بابر هیله من یم  دغه لیکنه؛ د[...]

الکترونیکي تذکره یا د الکترونیکي دولتدارۍ بنسټ

Nov 1, 2017

 لیکنه: الهام الله بابر ښه حکومتوالي یا الکترونیکي حکومتوالي دوه[...]

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

Mar 29, 2016

لیکنه: الهام الله بابر په طبیعی توګه انسان د پیدایښت[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022