لیکنه: محمود فهیم
د مایکروسافټ Windows 10 ښه کار کوي خو د Windows 8 په نسبت په ځینو شیانو کي کمزورې ده او ځیني وخت ډېر اپلیکېشنونه کار هم نه پکښي کوي. ځیني پیغامونه ښکاره کوي چي سړئ په ستونزه ورسره اخته وي. ما تقریبا درې میاشتي وکارول او ځیني مشکلات چي درلودل به یې ورسره بلد سوم او د حل لاره مي ورته پیدا کړه خو اوس شکر دی بېرته Windows 8 کاروم.
شاید تاسي به هم ځیني وخت ورسره په تکلیف یاست او پیغامونه به درته راوړي چي ځیني اپلیکېشنونه کار نه کوي خو دلته ما هغه ځیني مشکلات چي Windows 10 درلودل د حل سره په لاندي ډول را اخیستي دي.
لومړئ: کله چي ما Windows 10 اپډېټ کړه او بیا مي کمپیوټر چالانوئ نو دغه پیغام “We couldn’t complete the updates. Don’t turn off your computer” مخته راتلئ چي تقریبا تر ساعتونو به یې وخت اخیست او کله چي Windows بند هم سو بېرته به په نورمال ډول نه چالانېده.
حل: کمپیوټر مو په بټن بند کړئ او بیا یې له سره چالان کړئ او د F8 بټن ورسره وهئ چي Windows په Safe Mode کي چالانه سي. بیا به په Run کي cmd ولیکئ او Run as administrator به کلیک کړئ او دغه پیغام به ولیکئ net stop wuauserv بیا به د Enter تڼۍ ووهئ او دغه پیغام net stop bits به ولیکئ. بیا به My Computer خلاص کړئ او په C Drive کي به C:\Windows\SoftwareDistribution پیدا کړئ او هرڅه چي پکښې وو ټول به Delete کړئ او له Recycle Bin څخه یې هم لیري کړئ او کمپیوټر مو له سره چالان کړئ بس مشکل به یې حل سوئ وي.
دوهم: کله چي به مي یو اپلیکېشن خلاصوئ دغه پیغام The Application Was Unable To Start Correctly (0xc0000018) به مخته راتلئ.
حل: اول خو هغه اپلیکېشن چي دغه پیغام راوړي Uninstall کړئ او بیا یې له سره Install کړئ او کمپیوټر مو څو ځله چالان کړئ که بیا یې هم فایده ونه کړه بیا به HKEY_LOCAL_MACHINE\SOFTWARE\Wow6432Node\Microsoft\WindowsNT\CurrentVersion\Windows ته ولاړ سئ او APPINIT_DLLS به پیدا کړئ او ټول شیان به Delete کړئ او بیا به مو کمپیوټر څو ځله چالان کړئ او ستونزه یې ختمیږي.
دریم: د Windows10 updates چي اتومات وي او پر خپل سر انسټالیږي ځیني Drivers خرابوي او کار پرېږدي خصوصا د Windwos په Registry کي ستونزي پېښوي.
حل: پر Start به کلیک وکړئ او Control Panel ته به ولاړ سئ بیا به System باندي کلیک وکړئ او هلته به Advanced System Settings انتخاب کړئ بیا به پر System Properties انتخاب کړئ بیا به د Hardware ټېب انتخاب کړئ او هلته به the Device Installation Settings باندي کلیک وکړئ چي دغه پیغام “do you want Windows to download driver software and realistic icons for your devices?” به مخته درته راسي او تاسي به No, let me choose what to do انتخاب کړئ او بیا به یوه وړوکې پرده درته راسي او دغه پیغام Never install driver software from Windows Update به درته راوړي او تاسي به Save Changes کلیک کړئ.
څلورم: کله چي یو ډاکومنټ ثبتوئ خصوصا د Microsoft Office بیا دغه پیغام You Don’t Have Permission To Save In This Location مخته درته راځي.
حل: په کوم فولډر کي چي تاسي غواړئ خپل ډاکومنټ ثبت کړئ راسته کلیک ورباندي وکړئ او د Security ټېب ته به ورسئ او هلته به Advanced کلیک کړئ او Replace all child object permission entries with inheritable permission entries from this object به انتخاب کړئ، Apply به ووهئ او بیا به Ok ووهئ.
که تاسي کومه ستونزه ورسره لرئ دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت