ژباړه: نقیب برمان
چټک او د بوختیاوو ډک ژوند د وینې د لوړ فشار یا هایپرټینشن کچه ډیره لوړه کړې ده، چې دې ته پټه وژونکې ناروغۍ هم ویل کیږي.
په چوکیو باندې تر ډیره ناسته او کار کول، غیر صحی خواړه او د ورزش نه کولو له آمله ځوانان هم د دې ناروغۍ ښکار دي نو د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره ډاکټرانو او د خوړو پېژندونکو ۱۰ حیرانونکې لارې چارې موندلي دي چې پرې عمل کول به مو د وینې په لوړ فشار اخته کېدو څخه وژغوري.
کیفین کارول کم کړئ: د کیفینو د څښاکونو په کمولو سره د وینې لوړ فشار اخته کېدنه تر ډیره کمېدای شي، ښکاره دې وي چې په کافي، چای، خواږه څښاکونو او انرژي څښاکونو کې ډیر زیات کیفین شتون لري، که چېرته ۳ پیالې یعنې ۵۰۰ ملي ګرامه کیفین واخیستل شي نو د وینې لوړ فشار باندې د اخته کېدو خطرات زیاتیږي او همدارنګه سهار وخت اخیستل شویو کیفین اغیزې تر شپې هم پاتې کیږي.
لبلبو جوس: نوې څیړنې ښایې چې د لبلو جوس زړه پیاوړی کوي او د وینې لوړ فشار کموي، په لبلبو کې په زیاته پېمانه نایټریت شتون لري چې د وینې دوران ښه کوي، که تاسو هره ورځ ۲۵۰ ملي لیتره د لبلبو جوس وڅښئ نو د وینې لوړ فشار به مو ۷٪ راښکته کړي.
سهار مهال منډه وهل: هره اونۍ د یوه ساعت له پاره منډه وهل مو عمر زیاتوي او د وینې په لوړ فشار اخته کېدو چانس مو کموي، ورزش سره د اکسیجن نفوذ زیاتیږي چې په نتیجه کې د وینې فشار کم او زړه په آسانۍ وینه پمپ کوي.
د مستو خوړل: د ورځې یوه پیاله مستې خوړل مو د وینې لوړ فشار باندې د اخته کېدو چانس ۳ چنده کموي، ساینسپوهان وایي چې په مستو کې شته کلشیم د وینې رګونه نرم او لږ پراخوي چې ورسره د وینې فشار کمیږي.
د کېلو خوړل: کېلې خوړل په بدن کې د مالګو کچه کموي، په کېلو کې په زیاته اندازه پوتاشیم شتون لري چې د وینې دوران نورمال او د لوړ فشار مخنیوی کوي.
د مالګې کم کارول: په خپلو خوړو کې د مالګې کارول کم کړئ ځکه چې په وینې کې د مالګې زیاتوالی د وینې د شریانونو فشار لوړوي.
وزن مو کم کړئ: څېړنې ښایې چې یو څو کېلو وزن کمول د وینې لوړ فشار کموي، زیات وزن د زړه دنده زیانمنوي چې په نتیجه کې د وینې لوړ فشار پیدا کیږي.
سیګرټ مه څکوئ: په سیګرټو کې شته نیکوټین او نور زهري مواد د زړه درزا زیاتوي چې د وینې د لوړ فشار سبب ګرځي.
لږ کار کوئ: په دفترونو کې د اونۍ ۴۰ ساعته کار کول د وینې د لوړ فشار اخته کېدنه ۱۴٪ لوړوي، همدارنګه هغه خلک چې په اونۍ کې تر ۵۰ ساعتونو زیات کار کوي نو د هغوۍ د اخته کېدنې چانس به ۲۹٪ لوړ وي.
خوب کې خرېدل: هغه خلک چې په خوب کې زیات خریږي نو د هغوۍ خوب زیات زیانمن کیږي چې په نتیجه کې د وینې لوړ فشار د اخته کېدو چانس هم زیاتیږي، نو دې له پاره باید کوښښ وکړئ چې د دې ناروغۍ درملنه هم وکړئ چې وینې لوړ فشارد اخته کېدو څخه وژغورل شي.