• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ویکتور هوګو پنځوس زرینې ویناوې

Home ژباړهد ویکتور هوګو پنځوس زرینې ویناوې
ویکتور هوګو
ویکتور هوګو

د ویکتور هوګو پنځوس زرینې ویناوې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ بدمرغي د هوښیاري زېږنده ده .
۲ ـــ له سر نه تېرېدل، بریالیتوب ته رسېدل دي .
۳ ـــ ادبیات د تمدن پټ راز دی او شعر د پټو هیلو سر چینه ده .
۴ ـــ شعر هغه پاروونکی ساز دی، چې د طبیعت، بشر او پېښو غږونه یې سره یوځای کړي دي .
۵ ـــ هر ښوونځی مو چې پرانیست، نو د زندان یو ور مو وتاړه .
۶ ـــ باید د ټولو له پاره د علم دروازې پرانیستل شي، هر چېرته چې کرنه ده او هر چېرې چې انسان دی، نو هلته باید کتاب هم وي .
۷ ـــ هر سړی د خوشالۍ دوې ورځې لري : یوه د واده ورځ ده او بله هغه ورځ ده، چې خپله مېرمن خاورو ته وسپاري .
۸ ـــ هره زانګو یو مړیستون هم دی .
۹ ـــ هغه څوک نېکمرغه دی، چې د نورو د عزت او درناوي لارې ورته معلومې وي او د نورو خوشالي د خپلو خوشالیو په اندازه احساس کړي .
۱۰ ـــ د الوتونکي په څېر شه، چې د ونې په یوه نري او کمزوري ښاخ باندې کېني، سندرې وایي او دا احساسوي چې ښاخ ښوري، مګر ډاډه دی، چې وزرونه لري .
۱۱ ـــ مخکې تردې چې منی راشي، نو له هر پسرلي څخه ګټه واخله .
۱۲ ـــ هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي .
۱۳ ـــ د ننني هنر موخه ژوند ده، نه ښکلا .
۱۴ ـــ د پوهې ور دې د هر چا پر مخ پرانیستی وي، هر چېرته چې انسان دی، هلته دې کتاب هم وي .
۱۵ ـــ لا ماشوم وم، چې د لویوالي هوډ را سره و.
۱۶ ـــ د ناپېژاند ترمنځ د ملګرتیا څرګندېدل، د ستونزو ښکلا ده .
۱۷ ـــ زما تر ټولو ښه ملګری هغه دی، چې ورین تندی لري .
۱۸ ـــ لوږه او بې وزلي نر جنایت ته او ښځه فحشا ته هڅوي .
۱۹ ـــ ما د محراب مصلی وشکوله، ځکه چې د هېوادنیو ټپونو د تړلو اړتیا وه .
۲۰ ـــ یوه کوچنۍ مرغۍ، چې تر پاڼو لاندې غاړه وهي، د خدای (ج) د شتوالي پېژندلو ته بس ده .
۲۱ ـــ چې مرګ دې ومانه بری به تر لاسه کړې .
۲۲ ـــ بد مرغي اروا روزي .
۲۳ ـــ بد مرغي وړتیا روزي .
۲۴ ـــ بد مرغي عقل و پوهه روزي .
۲۵ ـــ بې ښېګڼې ښکلا بې بویه ګل دی .
۲۶ ـــ الله (ج) بختور ته داسې زړه وربښي، چې د مینې او سوي وړ وي. هغه چې د ژوندانه پېښې او انساني زړه یې د مینې او درد په دوه مخې هینداره لیدلي نه وي، رښتینولي ې نه ده لیدلې او له نړۍ نه ناخبره دی .
۲۷ ـــ واده یو پیوند دی یا به ښه مېوه ونیسي یا بده .
۲۸ ـــ ښځه په نارینه او شیطان په ښځه لوبې کوي .
۲۹ ـــ مرګ څه خبره نه ده، ژوند نه کېدل ډېر بد دي .
۳۰ ـــ تر مړینې بد څه دي ؟ هغه څه چې تر راتلو وروسته یې مرګ غواړې .
۳۱ ـــ له هغه چا سره مینه وکړه، چې ستا د مینې وړ وي، نه د مینې تږی، د مینې تږی به یوه ورځ نه یوه ورځ موړ شي .
۳۲ ـــ هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده .
۳۳ ـــ که انسان وکولای شي، چې خپل خپګان د یوه ښار په څېر پرېږدي او لاړ شي، نو کولای شي، چې خپله نېکمرغي له سره پیل کړي .
۳۴ ـــ مینه ښکلی او بدرنګه نه پېژني .
۳۵ ـــ هر هغه څه چې وایې، نو ترسره یې کړه او هر هغه څه چې ترسره کوې یې، نو وې وایه .
۳۶ ـــ که چېرې نه غواړې، چې تا وازمایي، نو خپل کار په سمه توګه ترسره کړه .
۳۷ ـــ تر ټولو ستر آزموینه اخیستونکی الله (ج) دی او تر ټولو کوچنی آزموینه ورکونکی د خدای (ج) بنده .
۳۸ ـــ د وجدان عذاب په سوزنده سارا کې تر مړینې ډېر بد دی .
۳۹ ـــ تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري : لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي .
۴۰ ـــ ټول جهنم په یوه کلمه کې شتون لري : یوازېتوب .
۴۱ ـــ د ټولنې ښه والی او بد والی زموږ د خپلو کړنو پایله ده، د شکایت پر ځای باید بدمرغي له منځه یوسو .
۴۲ ـــ په ښکلا کې د کمي نه شتوالی په خپله یوه نیمګړتیا ده .
۴۳ ـــ بشر ځان اشرف مخلوقات ګڼي په داسې حال کې، چې له مخلوقاتو څخه ډېر کمزوری دی .
۴۴ ـــ کله بې وزلي او مسکیني دې برید ته رسېږي، چې اړیکې او تړونونه شلوي، دا هغه مرحله ده، چې بد مرغه خلک چې هلته ور رسېږي، له هغو سره یو ځای کېږي او په یوه کلمه د بې وزلو په نامه سره ګډېږي .
۴۵ ـــ په هر ولس کې یو څراغ دی، چې ټولو خلکو ته رڼا ورکوي او هغه ښوونکی دی .
۴۶ ـــ هغه قلم، چې د خیر په کار کې ونه چلول شي، نو مات دې شي .
۴۷ ـــ د بشر له پاره په ژوند کې هیلې دومره ارزښت لري، لکه مرغانو ته بڼکې او وزرې .
۴۸ ـــ طمعه هغه ځنځیر دی، چې د هر آزاد بنده لاسونه او پښې یې تړلي دي .
۴۹ ـــ لکه څنګه چې د ټولو له پاره ښادي شته، نو غم هم شته .
۵۰ ـــ د ماشومانو راتلونکې د مور او پلار په روزنه پورې تړاو لري .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Ata-Mohammad-Miakhel-2

له دنیا سره مینه

Nov 26, 2015

ژباړه : عطا محمد میاخېل   یوه ورځ، یو ځوان[...]

د توماس کارلایل شل غوره ویناوې

د توماس کارلایل شل غوره ویناوې

Aug 1, 2016

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ د[...]

د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه
رنه دکارت

د دکارت ژوند ته یوه لنډه کتنه

Dec 20, 2015

ژباړن : عطا محمد  میاخېل     بشپړ نوم یې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022