ژباړن: محمد عزيز پردېس
مخکې له دې چې د وېکتور هوګو ۲۵ غوره ويناوې تاسو ته وړاندې شي نو اړينه بولم چې د هوګو د ژوند په هکله يو څو کرښې له تاسو سره شريکې کړم
وېکټور ماري هوګو ( پيدايښت: ۱۸۰۲ ز– مړينه: ۱۸۸۵ز ) يو فرانسوی شاعر، ډارمه ليکونکی، کيسه ليکوال، تجسمي هنرمند، سياستوال، د بشر د حقوقو فعال او د .فرانسې د رومانتيک غورځنگ غړی و
په لومړي سر کې، په فرانسه کې د هوګو د شهرت سبب د هغه شعرونه ګرځي، خو بيا لږه موده وروسته د هغه رومانون او د هغه ډراماتيکې لاسته راوړنې د هغه د نوم په وېستلو کې رغنده رول لوبوي. د هغه د شعرونو د جونګونو په منځ کې، لېس کانتېمپلېشن او لا لېجېندا دي سيکلېس د هغه د شاعرۍ د لوړو اعزازونو په سر کې شمېرل کېږي او په همدې توګه اکثراً هوګو د فرانسې له لويو شاعرانو څخه ګڼل کېږي. د فرانسې څخه بهر ، د وېکټور هوګو تر ټولو نامتو اثار لېس مېزرابلېس (بېوزلان او يا بېنوايان) او د نوترې دام ډي پاريس رومانونه دي.
که څه هم چې وېکټور هوگو د ځوانۍ په وخت کې د فرانسې د وخت نظام يو وفاداره پلوی و، خو د لسيزو په تېرېدو سره د هوګو نظريات او ليد لوري بدل شو، او د جمهوريت غوښتونکو له کلکو ملاتړو څخه شو. دا هم تاسو او د وېکتور هوګو ۲۵ غوره ويناوې:
۱- زما غوره ملګري هغه دي چې خلاص وچلي او تل په شونډو موسکا لري.
۲- دا به ممکنه وي چې يو اور يا سېل مخه ونيسو، خو د افکارو او عقايدو مخه نشو نيولی.
۳- د انسانانو په ژوند کې هيله داسې ضروري شی دی لکه الوتونکي چې وزرونو ته اړ دي.
۴- فکر کول د ذهن دنده ده او خوب ليدل يې تفرېح ده.
۵- له هغه چا سره مينه وکړه چې ستا د مېنې وړ وي، نه دا چې ستا د مينې تږی؛ ځکه د مينې تږی به يوه ورځ موړ شي.
۶- د هغه الوتونکي په څېر واوسه چې د نازکې شاخچې په سر کښېني او سندرې ووايي او داسې احساس کوي چې شاخچه لرزېږي، خو خپلو سندرو ويلو ته دوام ورکوي، ځکه په دې ډاډه دی چې وزرونه لري او وابه لوځي.
۷- مخکې له دې چې منی ( خزان ) راشي، له پسرلي څخه ګټه پورته کړه.
۸- ستاسو ژوند هغه وخت پيلېږي چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کول مو په اختپار کې شي.
۹- څومره به نېکمرغه یې چې درسره مينه ولري او ته ورسره په مراتبو ډېر مينه ولرې.
۱۰- له څېړنې پرته هر ډول وړاندوينه ناسمه ده.
۱۱- په ليکلو کې بايد له نورو نه مرسته ونه غواړې، بلکې هڅه وکړه چې خپله دې يو څه وليکې.
۱۲- که انسان وشي وکولی بدمرغي د يو ښار په څېر پرېږدي او ترې لاړ شي نو کولی شي چې نېکمرغي هم له سره پيل کړي.
۱۳- واده جالبه شی دی، کله زمريان ګيدړان کړي او کله هم ګيدړان زمريان.
۱۴- مينه ښکلا او بدرنګي نه پېژني.
۱۵- هره پاکلمنه ښځه، ښکلې او زړه راښکونکې ده.
۱۶- ژوند ګل دی او مينه يې شات.
۱۷- هرڅوک خپل ارزښت خپله ټاکي.
۱۸- که د انسانانو په ژوند کې سيالي او شريکي نه وی نو نه به څه رامنځ ته شوي وی او نه به څه کشف شوي وی.
۱۹- د تيارو د کونجونو څخه روښنايي خپله ځلا خپروي.
۲۰- هغه څه چې وايې، ويې کړه او هغه څه چې کوې، ويې وایه.
۲۱- که دا نه غواړې چې څوک دې وازمايي، نو خپل کار په ښه ډول ترسره کړه.
۲۲- لوی ازمون اخېستونکی الله تعالی دی او کوچنی ازمون ورکوونکی بنده.
۲۳- د پاڼو لاندې چې يو الوتونکی اوازونه وکاږي، همدا د الله تعالی د اثبات لپاره بسنه کوي.
۲۴- د وجدان عذاب، په يوې سوزوونکې دښته کې د مرګ په پرتله بد دی.
۲۵- ټول دوزخ په يوې کليمې کې شتون لري، يانې: يوازيتوب.