ژباړه: لمر ارمان
یوولسم پروتوکول
که چېرې موږ په بېړه بدلونونه راولو، په خلکو باندې یو ډول رواني اغېزه کوي، خلک له بدلونونو وېرېږي او که په دغو تغیراتو کې افراط وکړو، بیانو خپل ځواک، شان او شوکت ته سخت زیان اړوو.
موږ غواړو چې زموږ د بریالیتوب له هماغه پیل نه چې کله اساسي قانون اعلانوو، خپل حکومت اعلانوو، یا د کودتا بریالیتوب اعلانوو، خلک باید زموږ د حکومت په ځواک او قدرت پوی شي، چې موږ یو فوق العاده ځواک یو.
موږ نه ماتېدونکي یو، پرته له مقاومت نه په لاره پراته خڼدونه لرې کولای شو. خلکو ته وایو چې موږ له هیچا سره قدرت نه وېشو! په داسې وخت کې هغوی هېڅ هم نه شي کولای، دوی موږ ته سرټيټوي او د امر په انتظار به لاس په نامه ولاړ وي.
موږ لېوان یو
موږ لېوان یو او غیریهود د پسونو رمې، تاسو ښه پوهېږئ چې کله لیوان په رمې یرغل وکړي څه کېږي؟
ـ دا چې غیریهودیان زموږ په وړاندې ستر ټیټوي یو علت یې دادی چې موږ دوی سره ژمنه کوو چې کله مو، دښمنان رام کړل او حزبونه مو وټکول، ټولې هغه ازادۍ چې له دوی نه اخیستل شوي دي بېرته یې ورکوو. دا هېڅ اړینه نه ده چې موږ خپلې ژمنې څه وخت پور کوو او دوی ته څه وخت ازادي بېرته ورکوو، دوی باید انتظار اوباسي.
ـ ولې موږ دا پلانونه عملي کوو؟ او ولې غیریهودیان د هغه څه په رېښتيني مانا نه پوهېږي چې موږ یې ذهن کې ور پیچکاري کوو؟ ولې زموږ تیت او پرک قوم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره سمه او نیغه لار نه انتخابوي چې دا پېچلې او کږه وږه لار مو انتخاب کړې ده؟
لامل یې دادی چې موږ خپلې چارې د ځینو پټو سازمانونو له لارې ترسره کوو او کوښښ کو چې زموږ موخې بدګوماني او شکونه ونه پاروي. د غیریهودو رمه زموږ ملګري کېږي او د خپلو ملګرو په سترګو کې خوارې شیندي.
ـ موږ یهودیان د خدای (ج ) لخوا ګومارل شوي یاستو، په نړۍ کې زموږ د قام خپرېدل هم د الله (ج) ستره پېرزوینه ده. په نړۍ کې زموږ خپرېدا او پراګندکي د خلکو له انده زموږ کمزوري ده، حال دا چې دا زموږ لپاره ځواک او قدرت دی. ځکه چې دادی موږه په نړۍ باندې د حکومت کولو په درشل کې یو.
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.