ژباړه: لمر ارمان
دولسم پروتوکول
د ازداۍ کلمه په څو ډولونو تعبیرولی شو، خو هغه تعبیر چې موږ یې وړاندې کوو دادی:
ـ آزادي یانې د هغو اعمالو د ترسره کولو حق چې قاون ورته اجازه ورکړې ده. د آزادۍ دا ډول تعریف موږ سره خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ډېره مرسته کوي، ځکه چې قانون زموږ لاس کې دی، دا حق یوازې موږ لرو چې هرڅه پکې اضافه کوو او که هرڅه ترې لرې کوو.
ـ زموږ په حکومت او نظام کې به د رسنیو کړن لاره په دې ډول وي:
الف ـ رسنۍ د خلکو د احساساتو په پارولو او ارامه کولو کې ستر رول لري، موږ کولای شو چې له دغو احساساتو نه په مناسب وخت کې ډېره ښه ګټه واخلو.
ب ـ ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې رسنۍ د چا په خدمت او واک کې دي، نو ځکه خو د رسنیو واک موږ په خپل لاس کې اخلو او هغه عوامل چې کېدای شي په دغو رسنیو یرغل وکړي هم تر څار او کنټرول لاندې نیسو.
ج ـ د چاپي او برېښنايي رسنیو جوړول ډېرې پانګې ته اړتیا لري، کله چې موږ قدرت ته ورسېدو، موږ به د ډېرو مالیو او ډېرو شتو پر وړاندې خلکو ته د رسنیو دجوړېدا اجازه ورکړو. له دې لارې به ډېرې پېسې زموږ د دولت خزانې ته لاړې شي. له بل پلوه داسې زمینه برابروو چې زموږ دولت د رسنیو له انتقادونو نه په امن کې اوسي.
ـ کله نا کله په خپلو ځینو مسایلو باندې د رسنیو له لارې د انتقادنو زمینه برابروو، البته هغه څه چې موږ یې غواړو.
رسنۍ موږ اداره کوو
رسنۍ نه شي کولای چې پرته زموږ له مالوماتو خلکو ته خبرونه برابر کړي، له نېکه مرغه چې اوس مهال موږ دې موخې ته څه ناڅه رسېدلي یو. ځکه ټولې خبري رسنۍ خپل مالومات له څو محدودو شبکو نه ترلاسه کوي، چې دغه څو محدودې شبکې به په نژدې راتلونکي کې زموږ په واک کې وي. څه چې ورته موږ وایو هغه به خپروي.
ـ که چېرې هغه تدابیر چې موږ د رسنیو لپاره په پام کې نیولي دي، عملي کړو د غیریهودو فکر او ذهن به موږ تسخیر کړی اوسي. دوی به نړۍ ته زموږ په رنګینوعینکو ګوري، چې موږ ور په سترګو کړي دي.
ـ راشئ چې د رسنیو راتلونکې یو ځل بیا برسي کړو. هغه کسان چې غواړي کتاب، ورځپانه یا مجله چاپ او نشر کړي ددې هرڅه لپاره جوازونه رامنځته کوو، څو د سرغړونې په صورت کې ترې جواز بېرته واخلو.
زموږ د پلانونو په عملي کولو سره به تحصيلي اسناد د لیاقت او فکري پوهې نښه وګڼلای شي. د تحصیلي اسنادو ورکړه به دولت پورې محدوده وي، څو ناپویه ولسونه له هغې لارې منحرف نه شي چې موږ یې غواړو او بله دا چې د پرمختګ او ترقۍ لپاره په هغې او دغې پسې لاړ نه شي.
ـ مجلې په چاپی مطبوعاتو کې تر ټولو خطرناکه پېژندل شوي دي، زموږ هڅه به دا وي چې د ډا ډول خپرونو مخه ونیسو او د امکات تر حده یې چاپ او نشر لږ کړو. له بل پلوه به لیکوالان اړ کړو چې لوړ، پېچلي او اوږده مطالب ولیکي، څو چې لوستونکي د لیکنو په لوستلو ستړي شي او یا هم هېڅ پرې پوی نه شي.
ـ کله چې رسنۍ په یاد ډول پر مخ لاړې شي، د خلکو مینه له رسنیو سره کمېږي. په عین حال کې موږ داسې رسنۍ هم رامنځته کوو چې په خلکو کې محبوبیت ولري، چې له لارې یې خپلې لیکنې خپرې کړو، او خلک یې په ارزانه او اسانه توګه ترلاسه هم کړي.
ـ د مالیاتو اخیستنه او مجازات لیکوالان وېروي، که چېرې کوم لیکوال و غواړي چې زموږ پر ضد څه ولیکي، هېڅوک یې د چاپ مخه نه نیسي. که څه شي خپرېږي یا چاپېږي باید چې خپرندویه اداره له مسولو چارواکو نه اجازه واخلي. ورسره به موږ مخکې له مخکې پوه شو چې زموږ پر ضد څه روان دي.
ـ ادبیات او صحافت د تربیت دوه ستر لاملونه ګڼل کېږي، ځکه خو زموږ دولت به ډېرې رسنۍ تر خپل واک لاندې راولي. څو وشو کولای چې عمومي افکارو باندې اغیز ولرو.
که دلسو رسنیو د جوړېدو اجازه مو خلکو ته ور کړه، نو د دیرشو رسنیو امتیاز ځانته ساتو، دا چارې باید په داسی ډول ترسره شي چې خلکو کې شک پیدا نه کړي.
ـ زموږ مخالفین په درې برخو وېشل شوي دي، لمړی رسمۍ ادارې دي چې تل زموږ د ګټو مخه نیسي.
دوهم هغه نیمه رسمي ادارې دي، چې ددوی حملې نرمې او ملایمې دي.
درېیم هغه کسان دي چې په ظاهر کې زموږ مخالفین دي خو په باطن کې دوی موږ ګومارلي دي. ددوی په لیکنو کې زموږ په هکله ځینې وړې نیوکې او انتقادونه وي چې زموږ اصلي مخالفان دغه مخالفتونه ستايي او ملاتړ یې کوي.دا هرڅه ددې لامل کېږي چې موږ دغه اصلي دښمنان وپېژنو.
ـ زموږ د ټولو ورځپانو محتوا به ترکیبي وي، ډول، ډول مطالب خپروو، ان د اریستوکراتیک افکار، جمهوري خواهي، انقلابي، انارشیسم او داسې نور.
ـ ددې لپاره خپلې جنګي ورځپانې فعالې ساتو، باید چې د خپلو مطالبو لیکلو او تنظیم ته ډېر دقت وکړو. کېدای شي چې د مطبوعاتو مرکزي ادارې په نامه یوه موسسه رامنځته کړو، په دې مرکز کې زموږ مرموز ځواک ټولې پرېکړې کوي چې کوم مطالب نشر کړي او کوم نه، پرته له دې چې د نورو پام ځانته راواړوي.
یوازې درواغجن مطالب خپرېږي
د مطالبو د چاپ او نشر لپاره چې موږه کومه لار غوره کړې ده، په دې دلیل چې خلکو ته نا محسوسه ده، زموږ د حکومت پر وړاندې د خلکو اعتماد را جلبولی شي. موږ له دې پلانونونه خوشاله یو، ځکه چې کله، کله د یو شمېر مسایلو په هکله د خلکو احساسات هم راپارولی او هم ارامه کولای شو. کله رښتیا وایو او کله هم درواغ او کله هم متناقضه مطالب خپروو. موږ ډاډه یو چې په خپلو دښمنانو بریالي کېږو. ځکه هغوی زموږ په شان خپل نظرونه د مطبوعاتو له لارې نه شي وړاندې کولی.
ـ لکه مخکې مو چې وویل، زموږه درېیمه ډله دښمنان چې خپل ظاهري مخالفتونه د رسنیو له لارې ښکاره کوي، هرکله چې اړیتا وي په خپلو نیمه رسمي ادارو کې د هغوی نیوکې ردوو او درواغ یې معرفي کوو.
ـ موږ باید د رسنیو او مطبوعاتو په برخه کې خپل فعالیتونه تر کلیو او ولسوالیو پورې وغځوو. ځکه چې د کلی په ځواک او قدرت باندې کولای شو چې په ښار کې خپل مرکزونه پیاوړي کړو. د پلازمېنې خلکو ته وایو چې د کلي د ولسونو غوښتنې داسې دي، حقیقت کې دا زموږ غوښتنې او ویناوې دي، نه د کلیو د خلکو.
ـ له تېر رژیم نه جلا کېدل او نوي رژیم پورې تړاو زموږ په اند انتقالي دوره نومېږي.
په دې دوران کې باید رسنیو ته اجازه ورنه کړای شي چې نیمګړتیاوو او غلطیو ته اعنکاس ورکړي. نوي رژیم ته پکار دي چې خلک متقاعد کړي چې فساد او خیانت له منځه تللی دی.
که چېرې کوم ځای کې جنایت ترسره شو باید چې یوازې قرباني او شاهدان ترې خبر اوسي نه عام خلک.
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.