ژباړه: لمر ارمان
پېنځه لسم پروتوکول
کله چې د یوې بریالۍ کودتا له لارې چې په ټوله نړۍ کې به، په یوه ورځ ترسره شي موږ واک ته ورسېږو او کله چې د ټولو حکومتونو بې اعتباري، ولسونه ومني او قانع شي( شاید چې دا کار ډېر وخت ته اړتیا ولري، کېدای شي چې یوه پېړۍ وخت ته اړتیا ولري یا تر دې هم ډېر) نور به بیا چاته اجازه ور نه کړو چې زموږ په وړاندې توطيه وکړي او که چا وکړه او زموږ په وړاندې یې مخالفت وکړ، بیا به زموږ لخوا بې رحمه مرګ باندې ولمانځل شي.
هرډول موسسې لکه پټ سازمانونه به لمنځه یوسو، پرته له هغو چې زموږ د خدمت لپاره کار کوي. خو څه وخت وروسته د هغوی فعالیتونه هم بندوو او غړي یې تبعیدوو.
همدا ډول د ځینې غیریهودیان چې زموږ د پلانونو په هکله مالومات نه لري له ځانه سره ساتو او له تبعیده یې وېروو. ورسره داسې قانون رامنځته کوو چې له مخې یې د پټو سازمانونو ټول غړي له هېواد تبعید شي.
ـ د غیریهودو په ټولنه کې چې موږه بېنظمي او ګډودي رامنځته کړې ده، د نظم د ساتنې او حاکمیت لپاره تاوتریخوالی یوازینۍ لار ده. نو په غیریهودو زړه سوی نه دی پکار. دوی باید د خپلې سوکالۍ لپاره قرباني ور کړي، که د عام ولس دسوکالۍ لپار ډېر شمېر کسان هم قربانی شي د دولت دنده ده چې د خلکو او حکومت ثبات تضمین کړي.
قدرت هغه وخت لاسته راځي چې له زوره کار واخلو.
ترڅو کلونو مخکې پورې روسیه کې د زور او ځواک سیاست روان و، د روسیې مستبد حکومت زموږ تر ټولو ستر دښمن و. ايتالیا چې ( سولا) پرې واکمني کوله هم همداسې یو هېواد و( سولا) ایتالیا ویجاړه کړه او وینې یې تویې کړې او زرګونه کسان یې ټوټې، ټوټې کړل. فرعوني قدرت یې درلوده ځکه خو هېڅوک هم حاظر نه ول چې ددوی پر وړاندې ودرېږي.
ـ فراماسونري
ـلژ
((فراماسون ((Freemason داسې ادارو ته وايي چې پټ فعالیتونه کوي، ددې ادارو غړي باید هېڅ ډول مالومات رسوا نه کړي. د فراماسونري اداره د( لژ) په نامه محلي انجمنونه لري. د فراماسونري انجمنونه د لژ له لارې اړیکې سره نیسي))
ـ مخکې له دې چې زموږ بادشاهي پیل شي، د سیاسي مسایلو په هکله متناقض مالومات وړاندې کوو.
په ټوله نړۍ کې فراماسونري(د جاسوسۍ ادارې) لژ (ددغو پټو ادارو محلي انجمنونه)رامنځته کوو او هره ورځ ورته پراخوالی ورکوو، هغه کسان چې په ټولنیزو فعالیتونو کې شهرت لري محلي انجمنونو یا لژ ته یې را جلبوو، ځکه په دې ډله خلکو کې موږ د ځان لپاره غوره جاسوسان او داسې کسان چې په ټولنه باندې اغېز لري پیدا کوو.
هغه مهال زموږ دغه لژان د یوې رهبرۍ تر چوکاټ لاندې اداره کوو، چې مشران به یې زموږ د قام خلک وي، دوی به د ټولو لپاره نا پېژانده کسان اوسي. زموږ دغه لژان به په مرکزي ادارې کې نمایندګۍ ولري، ددغو نمایندګیو له لارې به دوی ته زموږ لارښوونې، پټ اسناد او مالومات رسېږي.
په دغو لژانو کې د انقلابي او لیبرالي افکار ګډ ترکیب جوړوو، داسې ترکیب چې د ټولنې ټول قومونو پکې ګډون ولري. یاده دې وي چې ددغو کسانو ټول سیاسي، ټولنیز، فعالیتونه او پټې طرحې او پلانونه څارو له هماغه پیله یې څارو. یاده دې وي چې ملي او نړیوال پولیس به هم ددغو لژانو غړي کېږي. طبیعي ده چې غیریهود به ددغو لژانو په کارونو، فعالیتونو او ارزښت نه پوهېږي.
ـ هغه کسان چې په ډېرې لیوالتیا له پټو سازمانونو سره کار پیلوي داسې کسان دي چې، په ژوند کې د شان او شوکت غوښتونکي دي. دوی چې څنګه د ځان په هکله فکر کوي هغسې هوښیاران نه دي چې زموږ په طرحو او پلانونو یې سر خلاص شي.
او که په داسې شرایطو کې ګډوډي او بې نظمي رامنځته شوه، پوی شئ چې دا زموږ له لورې ده، څو وشو کولای چې د خلکو همکاري له یو بل سره له منځه یوسو.
ـ غیریهودیان پرته له دې چې زموږ ددغو لژانو په هکله مالومات ترلاسه کړي، ددوی ملګري کېږي. ځینې د پېسو لپاره او ځینې هم د شهرت او مقام لپاره. موږ ته پکار ده چې د دا ډول خلکو هرکلی وکړو. دا چې موږ ولې ددوی د بریالیتوب لپاره لار هوارو علت یې دادی:
ـ غیریهودیان له بریالیتوب وروسته ډیرسخت مغروره کېږي، دوی د خپلو بریالیتوبونو د ساتنې لپاره زموږ هره خبره په ورین تندي او پرته له فکر کولونه مني.
غیریهودیان بریالیتوب ته تر نورو دو چنده ډېر ارزښت ورکوي او حاضر دي چې ددغو بریالیتوبونو د ساتنې لپاره ځان او هرڅه قربان کړي. د غیر یهودیانو دغه ځانګړتیا زموږ ډېرې ستونزې حل کړي دي، دا له موږ سره مرسته کوي چې ددوی جلبونه زموږ لاس کې اوسي.
ـ دا حقیقت باید تل په یاد وساتو چې زموږ مشرانو او پوهانو په تېره زمانه کې د راتلونکې په هکله څومره دقیق فکر کړی دی، هغوی وايي:
( خپلو مهمو موخو ته د رسېدو لپاره باید له هرې وسیلې نه ګټه واخلو او هدف ته د رسېدو لپاره باید ډېرې قربانۍ ور کړو)
که څه هم چې غیریهودیانو ډېرې قربانۍ ورکړي دي، خو زموږ د قام قرباني چې زموږ قوم یې ژغورلی دی، د غیریهود له قربانیو نه څو برابره لږ دي.
ـ هېڅوک نه شي کولای چې له مرګه وتښتي، هغه کسان چې زموږ د طرحو د عملي کولو په لاره کې خنډ جوړوي، پکار ده چې مرګ یې رانژدې کړو او د ابد په خوب یې ویده کړو.
په تېره هغه کسان چې زموږ د مخالفینو رهبري کوي، دوی په داسې ډول وژنو چې پرته له موږ بل هېڅوک متوج نه شي، داسې مرګ چې په خپله قرباني هم پوی نه شي. خلک باید داسې فکر وکړي چې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی. زموږ دوستان حق نه لري چې داسې مرګونه افشا کړي.
کله چې په غیریهودو کې د لیبرالیسم تبلیغ کوو، باید چې زموږ دوستان پرته له هغې و دغې تسلیم شي. دوی باید هېڅ ډول اعتراض ونه کړي، څو اړ نه شو چې د غیریهود په څېر سلوک ورسره وکړو.
ـ د غیریهودو په چارو کې زموږ دخالت او لاس وهنې، ددې لامل شوي دي چې، د دوی قوانین هېڅ کله پلي نه شي. قانون پوهان او د قانون عملي کوونکي هغه ډول پرېکړې کوي چې موږ یې ورته وایو. موږ دا ډول چارې په داسې شکل عملي کوو چې موږ نه ظاهرېږو، بلکې زموږ د هغو کسانو لخوا چې موږ ګومارلي دي او زموږ د لاس وسلې دي.
ـ د استعداد او وړتیا له مخې زموږ او د غیریهودیانو ترمنځ ډېر تفاوت دی. همدا علت دی چې زموږ غوره شوی قام په لوړو انساني معیارنو برابر دی، ځکه خو له غیریهودو نه فرق لري.
په ښکاره خو غیریهود سترګې لري، خو سترګې یې لیدل نه کوي. شاید همدا دلیل وی چې موږ یې په نړۍ باندې د رهبرۍ لپاره غوره کړي یو.
موږ پرته له قید او شرطه تسلیمي غواړو
کله چې موږ خپل حکومت په ښکاره ډول اعلان کړ، ټولو قانون جوړوونکو ته وایو چې قوانین په ساده، روښانه، ثابته او پرته له هر ډول تعبیر او تفسیر نه وضع کړی، څو ټول خلک پرې پوی شي.
ترټولو مهم عامل چې قانون ته اجرایوي ضمانت ورکوي، مقرراتو ته پرته له کوم قید او شرط نه تسلیمي ده. په دې مانا چې ټیټ پوړي چارواکي له لوړ پوړو چارواکو نه اطاعت وکړي، چې د هر ډول غلطۍ مخه ونیول شي.
او که څوک له خپل مقام او واک نه ناوړه ګټه اخلي، ددوی لپاره مو سخته او درنه سزا په پام کې نیولې ده. همدا ډول د امرینو او مدیرانو ټولې چارې تر څار لاندې نیسو.
یو ځل بیا ټینګار کوم چې هېڅ ډول غیرقانوني کړنه بې له سزا نه پاتې کېږي.
کله چې مجریمینو ته سزا ورکړل شي، د دولت په کارکوونکو کې د اشتباهاتو پټول له منځه ځي. د دولت ستنې کلکېږي او د دولت شان او شوکت لوړېږي.
کله چې د وړو اشتباهاتو لپاره درنې سزاګانې ونه ټاکل شي، هغه کسان چې چارې یې په لاس کې دي خپل سري اعمال ترسره کوي.
ـ قاضیان ډېر ښه پوهېږي چې د جرم او جنایت بښنه د قانون په حریم تېری دی. که څوک په شخصي ژوند کې اشتبا کوي، کومه مهمه خبره نه ده اما که څوک داسې اشتبا کوي چې ملت او دولت پورې تړاو ولري بیا نو بښنه روا نه ده.
ـ د قاضیانو او قضايي کارکوونکو عمر باید له ۵۵ کلونو ډېر نه وي، لمړی لامل یې دادی چې د پاخه عمر خاوندان په خپلو عقیدو ډېر کلک او متعصبه وي او بل دا چې دوی د نوې عقیدې په منلو کې ډېر کلک وي.
دوهم لامل دادی چې دا ډول کړنې په خلکو کې یو ډول بدلون راولي، هغه کسان چې زموږ پر وړاندې سر نه ټیټوي کولای شي چې دوی کې بدلون راولي. څوک چې غواړي خپل مقام وساتي باید چې زموږ مطع او تابع اوسي.
قاضیان له هغو کسانو څخه ټاکو چې خپلو تعهداتو سره اشنا وي او پوی شي چې ددوی دنده د قانون عملي کول او د مجازاتو ټاکنه ده، نه دا چې خیالي او لیبرالیسم فکر وکړي.
دا ډول کړنې ددې لامل کېږي چې د قاضیانو ترمنځ ډلیزه همکاري له منځه لاړه شي، بیا دوی د دولت د ګټو په هکله فکر کوي نه د ځان. ځکه چې ددوی برخلیک په همدې دولت پورې تړلی دی.
ـ نن ورځ غیرصهیونیست قاضیان لکه له خپل مسولیت او رسالت نه چې خبر نه وي، د جرم او جنایت په هکله بې شمېره بښنې کوي. ددې ګناه پړه د اوسنۍ پېړۍ د رهبرانو په
غاړه ده، ځکه چې د قاضیانو په ګومارنه کې له دقت نه کار نه اخلي او نه هم قاضیان له خپل مسولیت نه خبروي.
لکه څنګه چې حیوانات خپل بچیان د ښکار په لټې پسې لیږي، غیریهودیان هم خپلو
خلکو ته دندې او ادارې سپاري، پرته له دې چې دوی ددې دندې یا ادارې د جوړېدو په موخو او لاملونو پوی کړي. د همدې لپاره خو ددوی حکومتونه د همدوی له لوري او د غلط مدیریت له امله ړنګېږي.
ـ هغه موسسې چې د دولت ځینو پوستونو لپاره ځانګړي کسان روزني، له بېخه نړوو. دا ډول پوستونه هغو کسانو ته ورکوو چې زموږ لخوا روزل شوي دي.
کېدای شي څوک ووايي چې د پخوانیو کار کوونکو په کور کېنول به ډېره ګرانه تمامه شي. زموږ ځواب دادی:
ـ کېدای شی چې دا ډول کارکوونکی په شخصي موسسو کې وګومارل شي او بل دا چې د نړۍ ټولې پېسې له موږ سره دي، موږ هېڅ کله اقتصادي ستونزو سره نه مخ کېږو.
موږ به بې رحمه اوسو
موږ په ټولو برخو کې جدي اوسو، دا جدیت معقول او منطقي هم دی. زموږ ټول قوانین او مقررات د ارزښت او احترام وړي دي، نو پرته له کوم خنډ نه به پلي شي.
د ولسونو شکایتونوته هېڅ پام نه کوو او نه یې په اورېدو وخت ضایع کوو، داسې حالت رامنځته کوو چې د ټولو شکایتونو رېښمه له منځه یوسو. ددې لپاره چې خلک مو وېرولي اوسي خپلو سزاګانو ته دوام ورکوو.
ـ زموږ حکومت به داسې یو حکومت اوسي لکه پلار او ملت لکه اولادونه، پلار د اولادونو سرپرست دی. خلکو ته دا ذهنیت ورکوو چې که غواړي په سولې او ارامۍ کې ژوند وکړي، باید چې خپل مشر او رهبر خپل ملاتړی او سرپرست وګڼي او ستاینه یې وکړي.
کله چې یو کس په دندې ګومارو، خلک په دې یقیني کوو چې دا کسان یوازې د خپلو رهبرانو امر پر ځای کوي، دوی په خپله کوم ځواک او قدرت نه لري.
له دې سره خلک هم خوشاليږي چې رهبر یې ددوی د سوکالۍ لپاره هرډول اقدام ترسره کوي. لکه څنګه چې مور او پلار د خپلو اولادونو روزنه او پالنه خپله دنده ګڼي.
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.