ژباړه: لمر ارمان
شلم پروتوکول
په دې ځای کې غواړم چې د مالي مسایلو په هکله خبرې وکړم، دا مسایل مې ددې ګزارش پای ته ساتلي ول او دا په عین حال کې زموږ د پلانونو یوه مهمه برخه هم ده.
مخکې له دې چې اصلي بحث ته لاړ شو، یوه یادونه کوم چې موږ به خپل ټول فعالیتونه په اعدادو او ارقامو ښکاره کوو.
ـ کله چې زموږ شاهنشاهي پیل شوه، خلکو باندې درانه مالیات نه ږدو، دا چې دولت ډېر لګښتونه لري، د چارو د ترسراوي لپاره پېسو ته اړتیا پیدا کېږي. نو موږ ته پګار ده چې په دې برخه کې تعادل په پام کې ونیسو.
ـ زموږ د حکومتي نظام له مخې، شاه د قانون له مخې د دولت د ټولو مالونو او جایدادونو خاوند دی، موږ کولای شو چې په ډېرې اسانۍ دا ماده عملي کړو. شاه کولای شي چې ټولې پېسې ضبط کړي، له دې سره به شتمن پوی شي چې ددوی دنده دا ایجابوي چې خپله یوه اندازه پانګه دولت ته ورکړي، څو چې دولت ددوی د پاتې پانګې ساتنه وکړي.
ـ ټولنیز اصلاحات باید له بره پیل شی، ځکه چې ټولنیز اصلاحات د سولې په تداوم کې ضروري شرط دی.
ـ په غریبو خلکو باندې د مالیاتو تحمیل، دولت ته ستونزې جوړوي، یانې د انقلاب د تخم کرل دي. په ښکار کې چې څوک په وړوکي ښکار پسې ځي نو غټ ښکار ترې پاتې کېږي.
ـ د پانګې له مخې د ډېرو مالیاتو وضع کول د دولت له مهمو عوایدو څخه ګنل کېږي، دا مالیات له هغو مالیاتو نه څو برابره ښه تمامېږي چې موږ یې له عامو خلکو نه اخلو.
ـ زموږ د قام د پاچا ټینګار به پردې وي چې اقتصادي تعادل او سوله دواړه باید تضمین شي. ددې لپاره چې دا دوه هیلې پوره شي، شتمن باید د خپلو ګتو یوه اندازه پېسې دولت ته ډالۍ کړي، څوچې دولت پرته له اقتصادي ستونزو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د دولت اړتیاوې باید د هغو کسانو لخوا پوره کړای شي، که چېرې د شتو یوه اندازه یې مصرف شي د فشار احساس ونه کړي.
ـ د شتمنو مرسته له دولت سره ددې لامل کېږي چې د غریبو نفرت له شتمنو سره لږ تر لږه شي. ځکه غریب ګوری چې شتمن د سولې او سوکالۍ په راوستلو کې مرستې کوي.
همدا ډول ګوري چې شتمن د دولت ډېرې اړتیاوې په خپلو مالي مرستو پوره کوي.
ـ څوک چې رهبري کوي هېڅ ډول مال او جایداد به نه لري، ځکه چې دی د دولت د ټولو شتو مالک دی، بل دا چې که رهبر د خپلو شخصي شتمنیو په ساتنه او فکر کې ډوب وي ملی شتمنیو ته زیان اوړي.
ـ البته د رهبر خپل، خپلوان له دې امر نه استثنا دي، کولای شي مال او شته ولري، خو څوک چې د دولت له مالي سرچینو نه ګټه اخلي باید چې د دولت د خدمتګارانو په کتار کې ودرېږي، که نه ودرېږي باید چې د کارو کسب له لارې پېسې وګټي.
د رهبر خپلوي باید د دولت د شتو او مالونو د تالان لامل نه شي.
ـ که څوک څه شي په بیه اخلي، که چاته میراث پاتې کږي او ترلاسه کوي یې، دوی باید مالیات ورکړي.
ـ د دولت د خزانې اداره مسوله ده چې مالي ذخیرې په بازار کې د سوداګرۍ لپاره تنظیم او ترتیب کړي. د داډول مالي منابعو له لارې دولت کولای شي چې تول ګټې پروژې پیل کړي. په دې ترتیب د کارګرو ګټې، د دولت او رهبرۍ له ګټو سر اړیکې پیدا کوي.
ـ د دولت د شتمنیو د زیاتوالي لپاره باید د دولت د خزانې یوه برخه پېسې په بازار کې په کار واچول شي، پېسو ته غوټه اچول د شتمنۍ د لمنځه تللو په مانا ده.
په بل عبارت، د پېسو په کار اچول یا هم د پېسو فعالیت د دولت فعالیت ګنلی شو او د دولت د ماشین د ودرېدو مخنیوی کوي.
_ د محاسباتو په نامه یوه اداره جوړوو، څوچې رهبر د هېواد د لګښتونو او عوایدو په هکله چې هر وخت وغواړي مالومات ترلاسه کړي.
ـ یواځینی کس چې د دولت د شتمنیو د چور او تالان هیله نه لري هغه د دولت مشر یا رهبر دی، نو شخصا د رهبر نظارت د فساد د لمنځه تللو لامل هم کدای شي.
ـ درباري تشریفات او هغه کسان چې په خپلو لیدنو، کتنو هسې خوشې د مشر وخت ضایع کوي له منځه وړو، څو چې رهبر د چارو د نظارت او برسۍ لپاره کافي وخت ولري.
ـ د غیریهودو د پېسو د فعالیت مخنیوي غیریهودیان له اقتصادي بحران سره مخ کړي دي، یا هم په بل عبارت، د غیریهودیانو پانګه یې له رکود سره مخ کړې ده.
ـ د اوس مهال معاشونه یا هغه پېسې چې د کارګرانو د کار په وړاندې کارګروته ورکول کږي، ددوی لپاره بسنه نه کوي او نه یې غوښتنو ته ځواب ویلی شي، پکار ده چې د پېسو انتشار د وګړو له ودې سره هماهنګي ولري او ماشومان هماغه د پیدايښت له ورځې د پېسو مصرفوونکی وګنل شي. د پېسو انتشار یوه مالي مساله ده، باید چې نړیوال یې په هکله فکر وکړي.
ـ لکه څنګه چې خبریاست، هغو هېوادونو چې سره زر د خپلو پېسو پشتیوانه منلې، له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي دي، ځکه چې سره زر نه شي کولای د پېسو ځای پوره کړي. ځکه چې موږ طلا یا سره زر له له فعالیته غورځولي او هغو نه د ځان په ګته کار اخلو.
ـ موږ په دې باور یو چې د انسانانو د کار او فعالیت ارزښت باید چې د پېسو پشتیوانه وګڼل شي. یا په رسمي ډول او یا هم په غیر رسمي ډول.
ـ د یادونې وړیې بولم، هغه اقتصادي قوانین او مقررات چې موږ یې غیریهودانوته وړاندې کوو، زموږ لخوا نه عملي کېږي.
بهرني پورونه
هرډول پور دولت کمزوری کوي، پور لکه توره د دولت د رهبرانو په سره ځوړنده وي.
ـ له کوم مهاله چې داخلي پورنه موجود و، نو غیریهودیانو به د غریبو او نادارو پېسې د شتمنو جیبونو ته اچولې. خو له کله نه چې بهرني پورنه شروع شوي دي، نو دغیریهودیانو پېسې زموږ خزانې ته راځي.
ـ په نامالوم سفر پرته له توښې روانېدل ان قهرمانان له ماتې سره مخامخ کوي، نو حکومت کول پرته له پلان او پروګرام نه هم نا شونی دی.
ـ کله چې د غیریهودو مشران او رهبران له موږ نه مرسته او مشوره وغواړي، داسې پروګرمونه او طرحې ورته جوړوو چې ډېر وخت یې په تشریفاتو، د خلکو له استازو سره په ناستې ولاړې او نورو بوختوونکو مسایلو باندې مصرف شي، څو چې د چارو له ترسره کولو نه لرې پاتې شي.
د درباري تشریفاتو لپاره بویجه به زموږ لخو ورته برابرېږي او تنظمېږي، په دې هیله چې راتلونکي کې به یې اقتصاد ښه شي راضي یې ساتو.
اقتصاد به یې په څه ډول ښه شي؟ ایا د مالیاتو له لارې؟ دا پوښتنې به هغوی ته مطرح کوي، که چېرې څوک زموږ حسابونه او پروژې ولولي پوښتنې ته به ځای پیدا نه شي.
ـ تاسو پوهېږئ چې غیر یهودان څومره بې دقته دي او مالي او اقتصادي ستونزې یې کومې کچې ته رسېدلي دي، صنعت به یې څومره موده داوم وکړي.
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.