ژباړه: لمر ارمان
دوه وېشتم پروتوکول
ددغو ګزارشونو د لیکلو پر مهال مې کوښښ او هڅه کړې ده چې، په دېر دقت او زیرکتیا د تېرو او راتلونکو پېښو رازونه او همدا ډول د اوسنیو جریانونو، له غیریهودو سره زموږ د اړیکو، مالي او سیاسي مسایلو په هکله زموږ د پلانونو کره مالومات او کړنې له تاسو سره شریکې کړم.
په دې برخه کې په یوې بلې مهمې مسالې خبرې کوم چې ستاسو پام ورته را اړوم.
ـ ډاډه یم چې هېڅ اړتیا به نه وي چې زه ثابته کړم چې زموږ قام الله (ج) پر نړۍ د حکمرانۍ لپاره غوره کړی دی. ددې اړتیا هم نه وینم چې ثابته کړم کوم ګناهونه چې موږه ترسره کړي دي، دا فقد یوه وسیله وه چې موخو ته د رسېدو لپاره، د سوکالۍ او نظم د راوستلو لپاره مو ترې ګټه اخیستې ده.
خو دا به ثابته کړم چې موږ نړۍ ته سوله او سوکالۍ چې له منځته تللې ده، بېرته راوستلی شو. د امن او خوښۍ محل ترې جوړولی شو، همدا ډول د انسانانو ازادۍ او نیکمرغي ورته بېرته ورکوو، په دې شرط چې زموږ د قوانینو مراعات وکړي.
د یادونې وړ بولم چې ازادي د عیاشۍ، افراط او خپلسرۍ په مانا نه ده او نه هم دا ازادي ده چې د ویناوو او خبرو له لارې خلک تحریک کړي او یا ترې د بل کس د توهین لپاره ګټه واخلي. د ازادۍ مانا داده چې له هرډول تاوتریخوالي نه ځان وساتو او د ژوندانه له قوانینونه په دقت اطاعت وکړو.
ـ زموږ پیاوړی قدرت ددې وړتیا لري چې حکومت ترلاسه کړي او د بشریت لارښود شي.
زموږ ځواک او قدرت داسې دی چې هر زورور اړ باسي چې داحترام سر ورته ټیټ کړي عظمت ته یې په ګونډو شي.
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.