ژباړه: لمر ارمان
څلور وېشتم پروتوکول
ـ زموږ د دین په هکله د تعلیم ورکړه.
ـ (کانسروتیسم) چې زموږه پوهان او عالمان یې د ټول بشریت د فکر د روزنې او هدایت لامل ګڼي باید ترهرڅه لمړی د ښوونیز پروګرام برخه شي.
ـ زموږ مشران او عالمان، شاه او وارثین یې د خپلوۍ او قرابت له مخې نه بلکې د استعداد له مخې او د سیاسي مهمو مسایلو د عملي کولو د وړتیاوو لمخې ټاکي. په دې شرط چې پرته زموږ له رهبره بل هېڅوک دسیاسي مسایلو په راز پوی نه شي. دا ځکه چې حکومت داسې کسانو ته نه شو سپارلۍ چې په پټو مسایلو نه وي پوی.
ـ زموږ حکمرانانوته دا ور زده کوي چې له تېرو تجربو، د سیاسي بدلونونو له مشاهدې، اقتصادي مسایلو او د ټولنیزو علومو له لارې هغه پروګرامونه چې مخکې مو یاد کړل عملي کړي.
ـ که چېرې دا کسان د ښوونې او روزنې پر مهال خپل ضعف، نرمي او داسې نورې ځانګړنې چې د قدرت د تزلزل لامل کېږي له ځانه ښکاره کړي، هغه مهال به وراثت ورته هېڅ ګټه ونه شي رسولی. هغه کسان چې یادې ځانګړنې ولري هېڅ کله ښه بادشاه نه شي جوړېدای، بلکې یو خطرناکه بادشاه به وي.
ـ هغه کسان چې په جدیت عمل کوي ان که بېرحمه هم اوسي زموږ عالمان به حکمراني همدوی ته ورکړي.
ـ کله چې شاه یا حکمران کې د هوډ او ارادې ضعف یا هم بل ډول بې کفایتي ښکاره شي، باید د قانون له مخې د چارو واګي بل رهبر ته وسپاري.
ـ د شاه ټول کاري پروګرامونه د ټولو له نظره پټ وي، حتا له هغو کسانو هم پټ وي چې د شاه نژدې مشاورین دي. یوازې شاه او درې تنه کفیلان یې پوهېږي چې راتلونکی کې څه پېښېږي.
ـ ددې لپاره چې خلک خپل شاه ښه وپېژني او مینه ورسره ولري، باید چې شاه داسې ځایونو ته لاړ شي چې هلته عام وګړي راټولېږي یا هم د افکارو تبادله پکې کېږي. له خلکو سره خبرې اترې وکړي او له حاله یې ځان خبر کړي. دا کار ددې لامل کېږي چې دوه ستر ځواکونه سره یو ځای شي( شاه او ملت) چې موږ اوس دوی د ظلم او وحشت په زور سره جلا کړي دي.
ـ دا ډول رعب او وحشت به تر هغې دوام ولري، څو چې دواړه ځواکونه په جلا، جلا توګه زموږ تر واک لاندې راشي.
ـ د یهودیانو پاچا باید زوړ او عاطفي نه وي، په خپلو غرایزو، عواطفو، قهر او جدیت باندې واکمن اوسي او تل له عقل او فکر نه ګټه واخلي. ځکه چې عواطف د ذهن نظم له منځه وړي، انسان بې فکره او بې دقته کوي.
ـ شاه باید د انسانانو ملاتړی اوسي، دوی باید خپلې غوښتنې او هیلې له خلکو زار کړي، باید چې د بې ګناهۍ سمبول اوسي.
………………….. د لوړ پوړو یهودو چارواکو لاسلیک…………………
۱ـ فراماسون ((Freemason داسې ادارو ته وايي چې پټ فعالیتونه کوي، ددې ادارو غړي باید هېڅ ډول مالومات رسوا نه کړي. د فراماسونري اداره د( لژ) په نامه محلي انجمنونه لري. د فراماسونري انجمنونه د لژ له لارې اړیکې سره نیسي.
د ۱۸ او ۱۹ میلادي پېړیو په اوږدو کې د فراماسونري ادارې په سیاسي برخه کې ښه نوم او نشان درلوده، ډېرو پاچاهانو او سیاستمدارانو یې غړیتوب ترلاسه کړ.
د امریکا لمړی ولسمشر جورج واشنګتن، ګوته الماني شاعر او (اوم ادوارد) د انکلستان پاچا ددې ادارې غړیتوب درلوده.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې، د فراماسونري په ( منځنۍ اسیا) کې تاسیس شوه او محلي انجمنونه یې په ایران، مصر او ترکیه کې رامنځته شول او په دې هېوادونو کې د اروپايي سیاستونو د پرمختګ لامل شول. د ناصرالدین شاه میرزاملکم خان په زمانه کې لمړني محلي انجمن په ایران کې په کار پیل وکړ، خو د دولت د مخالفت له امله یې دوام ونه کړ.
له میرزا ملکم خان نه وروسته فرانسوي او انګلیسي لژان په ایران کې رامنځته شول او خپل سیاسي فعالیتونه یې پیل کړل چې د انقلاب تر بریالیتوبه پورې یې دوام وکړ.
۲ـ کانسروتیسم ((Conservaive Judaism د یهودو د دین یوه برخه ده، چې د تورات ځینو برخو ته یې تغیر ورکړی دی.
پای
یادښت: هره برخه شنبې او سه شنبې خپریږي.