ژباړن: محب الله آرمل
د يوويشمتمې پېړۍ وضعيت ته په کتو مو د يوه موفق او بريالي ښوونکي ځانګړنې، ښه توبونه او هغه معيارونه چې دی يې بايد په پام کې ونيس په لاندې څلورو برخو ( پېښې او د تدريس مېتودونه، نوښت، چټکتيا او اخلاق) کې را غونډ کړې او تاسې ته يې دلته وړاندې کوو .
الف : پېښې او د تدريس مېتودونه
د ننۍ زمانې ښوونکی بايد د هېواد او نړۍ په کچه له مهمو پېښې خبر وي، او وضعيت ته په کتو د تدريس لپاره اړين قدامات ونيسي او دغه شان د شاګردانو فکري پرمختګ، وطني احساسات ښه وروزي. پدې برخه کې دا لاندې موضوعات شامل دي.
۱ : له ښوونيزې ټېکنالوژۍ سره بلد تيا
د ښوونې پر مهال له ښونيزو ټېکنالوژيکي وسايلو په يوه نوي مفهوم ګټه اخستل، د ښوونې له مهمو عناصرو شمېرل کيږي. ښوونيز ټيکنالوژيکي وسايل هغه دستګاوې ندي چې يا يې واور او يا يې ووينو بلکې اوسنۍ پوهه، ښوونه او روزنه … او نور د همدې وسايلو په کارولو ممکنه ده.
دغه وسايل ورځ تر بلې نوي کيږي او په ښوونيز نظام کې يې شتون بخي حتمي شوی، په اکثره هېوادو کې اوس د تختې، ځای پروجېکټور، د کتاب او يا کتابچې ځای کمپيوټر نيولی، زده کوونکي نن سبا د کاغذ پر مخ نه بلکې د لپ ټاپ په سکرين ليکل کوي .
۲ ـ د ښوونې او روزنې نړيوال معيارونه پېژندل
د ښوونې او روزنې مېتودونه او معيارونه پېژندل، له هغو استفاده کول، د هغو اهميت او د کارولو ځای پېژندل هم خو را مهم دي، د تدريس مېتودونه هم ټاکلي او مشخص ندي او په يوه حال نه پاتې کيږي ښوونکو ته ښايې پدې برخه کې ځېر واوسې او نوي مېتودونه وپېژني .
د ښوونې مېتودونه د تدريس اغېز زياتوي او ښوونکی مهم او فعال معرفی کوي، دغه راز د تدريس د مېتودونو په مرسته د زده کوونکو پاملرنه جذبولولی او خپلې خبرې په ښه ډول پرې منلی شو.
۳ ـ د عامه پوهې لوړول
د يوويشتمې پيړی ښوونکي ته ښايې چې خپل عام معلومات د علومو په بېلا بېلو څانګو کې زيات کړي، دوديز اصطلاحات وپيژني، له سياسي حالاتو خبر وي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، تاريخي مطالعه او معلومات ولري… او بلاخره د يوه روانشناس غوندې ماشوم درک او احساسات يې کنټرول کړای شي، معنا دا چې يو ښوونکی تر ښوونې مخکې بايد ارواپو هم وي .
پدې اړه اوليف تکړه ښوونکی وايې : زه راتلونکی وينم او بيا ماشوم ته سبق ښيم . دغه راز شاتل چالنجر وايې : هېڅ داسې فورمول نشته چې تدريس بهتره کړي مګر که ښوونکی وتوانيږي چې ماشومان په يوه ګډ ډول وخندوي ممکنه ده ټولو ته يو ډول معلومات وليږدوي .
۴ ـ ښوونکی لومړی بايد تمريناتي تدريس وکړي
ښوونکی تل بايد هڅاند وي او نوي معلومات لاسته راوړي، مخکې تر دې چې په رسمي ډول ټولګي ته لاړشي ځان بايد په تمريناتي ډول و ازمويې او همېش د تريس له نوو مېتودو کار واخلي، په خپل تدريس کې وخت نا وخت تغيرات راولي او دائم يو ډول طريقه ونه کاروي، ترڅو وکولی شي په اغېزمنه توګه د ښوونې او روزنې دنده ترسره کړي، نو ددې لپاره اړينه ده چې ړومبی په خدمتي او تمريناتي ډول تدريس وکړي او د ښوونکو د روزنې په سمينارونو او غونډو کې برخه واخلي .
۵ ـ د ارواپوهنې له معيارونو سره بلد تيا
د يوويشتم قرن ښوونکي ته پکار ده چې خپل شاګردان په ښه ډول وپېژني، له هغوی سره اړيکي ټينګ کړي او د امکان تر کچې د زدکوونکو له کورنيو سره هم ارتباط ولري، تر څو وتوانيږي په کتابونو کې پټ موضوعات او رازونه په اغېزمنه توګه شاګردانو ته انتقال کړي. دغه چاره هغه ښوونکي ښه مخ ته وړای شي چې ارواپوهنه يې لوستي وي.
۶ ـ درسي پلان لرل
درسي پلان د درس قالب دی. سبق يوه سفر ته ورته دی او پلان يې نقشې ته، درسي پلان د ښوونکي د تفکر محصول دی، چې خپل موخې ته څنګه او څه ډول بايد ځان ورسوي .
اوسنی معلم خپل تدريسي کتاب په پاڼو ويشي او د هرې ورځې د تدريس اندازه معلوموي، دغه راز هره ورځ يو نوی درسي پلان جوړوي ، د تدريس پايلي څيړي، وړې او لويې موخې يې په ډاګه کوي او اصلي موخې يې شاګردانو ته ښيي. هغه ټکي چې ده، دکلني پلان په اړه په نظر کې نيولي په ورځني تدريس کې ځايوي .
ب : نوښت
د ښوونې دويم مهارت ابتکار دی، چې لاندې سرليکونه په ځان کې را نغاړي .
۱ ـ خلاقيت
خلاق ښوونکی خپل چاپېريال او پېښې په ځير ګوري، په نوو مېتودونو لاس پورې کوي او شاګردان هم خلاق روزي او همدارنګه د خپلواکۍ قدرت، لټون و کنجکاوي، له پېچلو کارونو سره مينه، د ابهام زغمل… او منل په شاګردانو کې ځايوي، په پايله کې د خلاقيت هغه قوه چې هر انسان يې لرونکی دی را ويښوي او شاګرد لویو موضوعاتو ته ځير کوي.
۲ ـ په ټولګي کې پوښتنو ته زمينه سازي کول
د ټولګيزو پوښتنو په مرسته ښوونکی کولی شي د شاګرانو روح او روان وڅيړي، ناويل شوې خبر ومومي او د زده کوونکو د پلټنې انګيزه تحريک کړي، هغوی فعاليت او حرکت ته و هڅوي ( په ټولګي کې ويده او ستړي کسان د ساعت عقربو ته ورته دي چې تل په هماغه تکراري ډول د حرکت په حال کې دي ) د غه شان د پوښتنو په مرسته ښونکی په شاګردانو کې د نويو فنونو د زده کړې روحيه پياوړې کولې شي .
۳ ـ په ټولګي کې د خيالي نړۍ جوړول
نوښتګر ښوونکې په ټولګي د زده کوونکيو د تخيل احترام کوي. يو ه انشا يا يوه نقاشي نه رشخند کوي، هغې ته له تخيلي او ابتکاري زاويې ګوري، ځکه تخيل دی چې خلاقيت او نوښت يې تر شا پټ دي .
۴ ـ له ناکامۍ نه ډاريږي
باور لرل، ډاډه اوسېدل او وهم هېرول يا دلاوري د راتلونکو برياوو ضمانت کوي، هغه ښوونکي چې دا ځانګړني لري دغه روحيه په شاګرادنو کې هم روزلی شي، دی کولی شي خپل مسئوليتونه په ښه توګه ادا کړي. بهتره ښوونکی ړومبی موفقيت د ځان لپاره تعريفوي او ورسره پدې هڅه کې وي چې څنګه کولی شي خپلو لويو هيلو ته ځان ورسوي، اوړشاګرد په نفس باوري و روزي، تر څو وکولی شي د ژوند له ستونزو او سختيو سره په آسانۍ مبارزه وکړی .
۵ ـ خطر منل
نوښتګر ښوونکی خطر منونکی وي او له ناکامۍ نه ډاريږي، دی خپلې خلاقې طرحې پلې کوي او له پايلي يې هېڅ ويره نلري ځکه چې دی په خپله موخه باور او ايمان لري .
۶ ـ نوښتګر ښوونکی نوې طرحې عملي کوي
نوښتګر ښوونکی نوې فرضيې وړاندې او يوې مسئلې ته له مختلفو زاويو ګوري، مبتکر ښوونکي ته زړې نظريې او مېتودونه مهم ندي، دی تل په نوو او تازه مېتودونو پسې ګرځي، په خپل ذهن کې ځای ورکوي او هغه د عمل ډګر ته وړاندې کوي.
۷ ـ د درس ورکولو پيل
د يوه مبتکر ښوونکي يوه ځانګړنه داده چې د درس پيل ځنګه وکړي، په پيل کې يوه جالبه خبره کول، يا سوال کول يا ورته داسې څه ويل چې د زده کوونکو توجه جلب شي، زده کړه اغېزمنه کوي او پايلي ښې دي…نو ښوونکي ته اړينه ده چې د درس پيل پداسې شان وکړي چې د شاګرانو د پاملرنې وړ وګرځي .
۸ ـ د يادولو د ستونزې درملنه
نوښتګر ښوونکی ضعيف او پس پاتې شاګردان په ټولګي کې په ګوته ګوي، د دوی د ناتوانۍ علتونه را سپړي او حلارې ورته مومي. خلاق ښوونکي توانيږي سست شاګردان هم د نورو غوندې تېز روان کړي او د زده کړې يو هڅونکی فکر ورکړي.
۹ ـ د فردي توپيرونو پېژندل
نوښتګر ښوونکی د زده کوونکو فردي توپيرونو ته پام کوي او پدې پوهيږي چې هر يوه ته څنګه دندې او مسئوليتونه ورکړي او هغو څنګه خلاق وروزي.
ج ـ مهارت او چټکتيا
د يوويشتمې پېړۍ د تدريس درېيم مهم اصل سرعت او مهارت دی. ښوونکو ته ښايې چې ددې اصل دا لا ندې ځانګړنې ولري.
۱ ـ فردي مهارتونه
ښوونکي ته پکار ده چې په خپل ذهن کې بېلا بېلې طرحې، د تحليل قدرت، منطنقي چلند، د تدريس اصول، تجربه … ولري تر څو وکولی شي فردي توپيرونه معلوم او تداوي يې کړي .
۲ ـ د اړيکو مهارتونه
د ښوونکي د اړيکو په مهارتونو کې په احساساتو کنټرول، فصحه ژبه ، له متلونو شعرونو… کار اخستل، درس ورکول، راپور ورکول او د کورنۍ دندې کتل شامل دي .
۳ ـ د تدرس مهارتونه
د تدريس د اغېز منتيا په برخه کې ښوونکې ته پکار ده د تدريس مهارتونه وپېژني او ددې برخې له بېلا بېلو مېتودونو، طرحو، اصولو، او معيارونو خبر وي، د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی بايد د مخاطب په غوښتنو پو وي او له نو فنونو او مهارتو کار واخلي او خپل تدريس اغېزمن کړي.
۴ ـ له تخنيکي وسايلو استفاده
د زدکړو په سرعت او چټکتيا کې له موږ سره تخنيکي وسايل او يا هغه وسايل چې په تدريس مثبتې اغېزې لري هم د زياتې پاملرنې وړي دي په تېره بيا په لومړنيو مرحلو کې .
۵ ـ فکري مهارتونه
هغه ډله ښوونکي چې خلاص او خلاق فکر لري د يوې ستونزې حل ته له مختلفو زاويو ګوري او د حل آسانه لارې يې وړاندې کوي، که اړتيا شي له زده کوونکو، نورو ښوونکو، مشاوېرينو … څخه هم پوښتنه کوي خو د شاګرد سره خيانت نه کوي .
۶ـ د تحلیل او تجزيې مهارتونه
دا ډله ښوونکي لوړې فکري سويې لري، د خبرو په برخه کې زيات فعال او دقيق دي، مهم فکرونه لري، د موضوعاتو په اړه نوي او واضح بحثونه کوي، پدې پوهيږي چې د کومو کارونو پايلې ښه دي او کوم کارونه بې ګټې دي.
مهمه داده چې په يوويشتمه پېړۍ هر څه د چټک بدلون په حال کې دي خو زموږ پوهنيز نظام د کلتوري رواجونو په لومو کې ايسار پاتې دی، دا ښه خبره ده چې موږ خپل کلتور وساتو خو د لاغني کولو فکر يې هم بايد راسره وي، د يوويشتمې پېړۍ ښوونکي ته اړينه ده چې دې ټکي ته پام وکړي او په خپلو زړو مېتودونو او کلتوري رواجونو له سره غور وکړي. د بېلګې به ډول نن هغه وخت ندی چې د شاګردانو وېښتان د څوک غوڅ کړي نن وخت داسې دی چې شاګرد ته د اوږدو وېښتانو زيانو واضح شي او ده ته فکر ورکړل شي چې دا کار پخپله وکړي، يانې ويښتان لنډ کړي.
د ـ د ښوونکو اخلاقي اړخونه
د روانې پېړۍ ښوونکو ته دا هم ضروري ده چې خپل اخلاق مطالعه کړي او ځير شي چې د زده کوونکو په وړاندې غير اخلاقي فعاليتونه څومره منفي تاثيرات لرلی شي. پدې برخه کې به هم تاسې ته څو مهم ټکي وړاندې شي .
۱ د ټولنيزو آدابو او دودونو مرعاتول
زياتې ټولينزې نېکمرغۍ د ټولنيزو آدابو د پېژندلو او مرعاتولو په پايله کې لاسته راځي، که غواړو چې شاګردان مو مودب وي اړينه ده موږ هم آداب مرعات کړو، ارواپوهان وايې چې شاګرد ته چې څه وايو زړه ته يې نه لويږي خو که هماغه څه موږ هم کوو نو شاګردان يې بيا له زړه مني او عمل پرې کوي، بې ادبي، سپين سترګي، بې پروايې … او نور هغه څه دي دي چې د ټولنيزو آدابو د نه مرعات په پايله کې را منځ ته کيږي او بيا يې مخنيوی سخته خبره ده .
۲ ـ خوښي او خوشالي
ښوونکي ته پکار ده چې ټولګي ته له تلو مخکې د ژوند ټولې ستونزې، مشکلات، غمونه، دردونه… او نور ناوړه احساسات او عواطف هېر کړي او له خندا سره ټولګي ته داخېل شي، امنه، خوښه او آرامه فضا اېجاد کړي. خو که بر عکس له غمجنې څېرې سره ټولګي ته دا خېل شي د ده څېره په زده کوونکو هم تاثير کوي او دده ناوړه احساسات دوی ته هم انتقاليږي.
نيچه وايې (( هېڅ داسې کار نشته چې په هغه کې خو شالي او خندا نه وي او پای ته ورسيږي ))
۳ ـ سليقه
که هر څو په يوويشتمه پېړۍ کې وخت کم دی او هرڅه چټک روان دي مګر د ښوونکي جامې، بوټان او هرڅه بايد منظم او پاک وي او د ښې سليقي څښتن وي، نظافت د اېمان برخه ده، زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد ص به چې له کوره بهر تلو نو يو ځل به يې هېندارې ته کتل او ځان يې منظم کاوه ده به د خپل دې عادت په اړه ويل: نه غواړم د نورو خلکو د غيبت باعث شم .
۴ ـ اخلاص
د پوهې په خورولو، محبوب کولو او اغېزمنولو کې د ښوونکو اخلاص هم د ځانګړي اهميت وړ دی، نن سبا بايد ښونځی، ټولګی، درس، رفتار، خبرې اترې او هرڅه د اخلاص عطر وپاشي، که غواړو د نړۍ له چټک روان پرمختګ او کاروان سره دتلو جوګه شو، نو نفرت هېرول پکار دي اخلاص ته اړتيا ده. که د ننۍ نړۍ ښوونکی اخلاص ونلري دې ده ښوونه اغېزمنه نده، آن که دی د تدريس په اصولو او ميعارونو هم برابر وي. ښوونځي ته يوازې د معاش په خاطر مندې وهل را وهل زموږ راتلونکې نشي تضمينولی او شاګردانو ته فکر نشي ورکولی .
۵ ـ نورته شخصيت ورکول
د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی هغه کس دی چې هم خپله يو عالي شخصيت لري او هم د نورو شخصيت ته په احترام قائل دی. په کنايه ډوله خبرو نور نه ځوروي او بخل يې په فطرت کې نشته، دې ده موخه داده چې شاګردان بهتره شخصيت ولري او د ټولنې د جوړښت بنسټ په سم ډول کيږدي.
نور مه تحقير کوئ، الله تعالي فرمايي: ( ويل لکل همزه لمزه) تحقير د عقدو او نفرتونو لامل کيږي او په يوه خطرناک اور بدليږي .
۶ ـ کار ته وفاداري
که يو ښونکی ښې لاسته راوړنې ولري، پرمختګ يې په برخه وي، او د اوسنيو علومو او فنونو سره هم آشنا وي، خو چې خپلې دندې ته وفادار نه وي او ښوونځي ته هره ورځ په مينه لاړ نشي، نو يو تاثير ګزار شخص ندی، دده له شاګردانو لوړې هېلې نشو لرلی، او ټولنې ته کومه ډالۍ نشي وړاندې کولی.
تهد او وفاداري د دې لامل کيږي چې ښوونکی زيات معلومات تر لاسه کړي او هغه شاګردانو ته هم ورسوي، د شاګردانو پاملرنه درس ته واړوي او دوی ته هم د وفادارۍ روحيه ورکړي.
۷ ـ تقوا
د ښوونکی په لومړنيو ځانګړنو کې تقوا هم مهم ځای لري، که ښوونکی تقوادار سړی نه وي نو دده تر لاس نسل هم دده غوندې خصلتونه خپلوي او دغه شان د هغه ښوونکي خبرې هم د زده کوونکو زړه ته نه لويږي چې دی خپله اخلاقي کمزورۍ ولري يا پرهېزګاره او تقواداره نه وي . دغه شان هغه کسان چې تقوا نلري د نورو بدو فرهنګونو خواته مايليږي، د نورو فرهنګي يرغلونو ته هر کلی وايې او خپل دين او فرهنګ له لاسه ورکوي.
۸ ـ دنده پېژندل
د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی بايد وظيفه شناس وي، دنده پېژندونکی ښوونکی خپل کار او دندې ته پلمې نه ګوري، ځنډ يې ندی خوښ، په ټولګي کې وخت بې ځايه نه تيروي، د شاګرد غلطول نه بلکې پوهول يې موخه ده، لږ کار ښه نه ورته ښکاري او آن کله نا کله تر خپل وخت زيات کار هم کوي، دې ده سترګې يوازې معاش ته نه وي بلکې خپلې موخې، شتمنۍ او هېلې په شاګردانو کې ګوري .
۹ ـ مهرباني
د يوويشتمې پيړئ ښوونکی مهربانه انسان دی، او په خپله دې ځانګړنه د ټيټو يا لومړنيو ټولګيو پاملرنه ځانته اړوي، دی غوسه ناک او بدخويه کس ندی او د هر ډول پوښتنو لپاره زمينه برابروي دغه شان د شاګردانو هر ډول پوښتنو ته منطقي ځوابونه وايي، دايې ندي زده چې ( چوپ شه بيا داسې پوښتنه ونکړې )
۹ ـ فکر کول
د يوويشتمې پېړۍ ښوونکی د پېښو په اړه فکر کوي او مثبت اړخونه يې را سپړي، دغه شان شاګردانو ته هم د مثبت فکر انګېزه ورکوي، دی تل مثبت وينې او منفيګرا ندی.
بشري ټولنې په چټکتياسره د بدلون په حال کې دي، او دغه بدلون د ژوند بېلابېل اړخونه په ځان کې را نغاړي، د فنونو او علومو پرمختګ، نوې نوې پوهنې منځته راوړي، نو پدې آساس ښوونه بايد په چټکتيا او ښه کيفيت ترسره شي، په همدې دليل ښوونکي بايد په روزنيزو او ښونيزو بحثونو کې برخه واخلي او د ښوونې او روزنې له مېتودونو حتمي ګټه واخلي، ځکه چې دغه کړنې د ښوونې د آسانتيا، چټکتيا، دقت او اغېز منتيا لامل کيږي.
۱۳۹۴-۷-۲۳