لیکنه : پوهاند مجاور احمد زیار
د پښتو ژبې او ادب ډېری لارويان او مينه وال پوره خبردي چې زما څه له پاسه نيم پېړييزفرهنگي اندوژوند تر هرڅه له مخه له پښتو ژبپوهنې سره اړاو تړاو موندلی، او تر ډېره يې د ادبي ليکنو څېړنو او بيا پنځونو وخت و زغم هم راڅخه
لوټلی دی.
په ترڅ کې دا منښته هم کوم چې د داستاني پنځونو پر وړا
ندې رانه دڅلورگونو( غزلو، بوللو، ازادو، سپينو) شعري ځېلونو توله درنه شوې او په دې توگه، د يوې نا پېيلې ټو لگې نثري کلياتو) او دغه ناول پر وړاندې مې د شعري ټولگو شمېره تر شلو هم وراوړي.
هسې خومې بېشمېره داستاني اډانې(طرحې) په ليکپاڼو، څيرلو، او ورځليکيوکې په دې هيله راخوندي کړې چې د لويديځوالو په څېر يې تر((کورناستي)) روسته،ان په بوډايۍ کې کښنې ته کابو وموندلای شم. لنډ، منځنی په هر ډول، خو اوږد داستان يا ناول، اوږدوخت وزغم غواړي. د برلين د هو مبولت پوهنتون د افغانپېژندنې دوه نيمکلنه استادي راته يو غنيمت شوچې دنورو رسمي اوځانگړو ليکنو ژباړنو ترڅنگ دادبي پنځونو او بيا د يوه ناول يا يې لږ ترلږه د يوې اډانې د کښنې لپاره هم يو څه وخت وسپمولای شم.
د يو نيم کره کتونکی پر دې نيوکه به دومره خوا پيکه نه کړم چې ما د نورو ليکنو او پنځونو په څېر دا ناول هم تر هر څه له مخه د يوې=کره او نږه ليکنۍ پښتو دانگروزونې او دودونې (تبليغ و ترويج) وسيله کړی دی.
سره له دې چې د نورو ناپېيلو ادبي ځېلونو په لړکې داستاني ژبه د شعر هومره رنگينۍ او اهنگينۍ ته اړتيا نه لري، خو د منطقي(علمي اوفلسفي) هغې غوندې دومره بې رنگ خوندو اوبې راکښونه هم نه ده. له شاعرانه ژبې سره يې همداتوپير بس دی چې دگو نگوالي او پېچلتيا(ابهام و ايهام) پرځای ډېر زور پر نندار ېينه (تمثيل) او تلوسه اچوي.
ځکه زه پردې گروهه يم چې هرادبي ځېل د دوه غبرگو ټوليو (مقولو)، په بله وينا، د دوو اړخو پر بنسټ ښه ترا راهستېد ای او ارزول کېدای شي: ژب= ښکلاييز او ژب= انديز اړخ. لومړی اړخ ژبنۍ او هنري جوله (فورم) او ورسره ورسره تخنيک رانغاړي او دويم دا منځپا نگه او د پنځگر اندتوگه، ارمان و پيغام ، او له همدې کبله ادب ته ژبنی هنر وايو.
او هيله من يم،د ژب= انديز، په نورو ټکو، ټولنيز ارمان و پيغام په تړاو به راسره کره کتونکي هم گوتې ماتې نه کاندې چې ولې ما د نورو پرخلاف خپل پاړکيز وکر(ماهيت) هېر کړی نه دی او د ميلينونو زبېښلو اسکېرلو همپاړکو پروړا ندې خپله استا زندويي او ژمندويي را انځورلې ده.
په دې ډول، ژبه تر بل هر آرو معيار د يوه ادبي اثر په پنځونه کې زيات نقش لري او ښېگڼه او بدگڼه دواړه يې پرې اغېز ښندلای شي. په ادبي کره کتنه کې تر هرڅه له مخه ژبنۍ بڼه نېغه سترگوته درېږي او که پرې سترگې پټې شي او يا ورته په څېرمه او سرسري توگه وکتل شي، هرو مرو به يوه بې بنسټه او بې سروبويه ارزونه او کره کتنه وي.
که خبره بيا راځانگړې کړو اوپر خپله پښتو يې راوڅرخوو، نو وار له واره مو دا پوښتنه سترگوته نېغه درېږي چې ايا له دغه پلوه له نورو ژبو، يا لږ ترلږه له دوولاس پرلستوڼو برلا سو پارسي او اردو ژبوسره د سيالۍ جوگه کېدای شي؟
پوره څرگنده ده چې نه!
يوه ژبه چې تراوسه يې په ټوله مانا له بېشمېروسيمييزو او ټبريزوگړدودو څخه ((يوې= کره ليکنۍ)) بڼې ته لوړتيانه ده موندلې، او نه يې ليکوالو دا زيار پر ځان منلی، چې د((يوې=کره)) ليکلارې،گرامري جوړښت او وييپا نگې د اړوندو کتا بونو اولارښودونو د لوستنې له لارې يوه لږه کۍ پوهه اوخبر تيا ترلاسه کړي، نو له څه ناڅه رامنځته شوي سبک وستايل سره به ترې د يوې ادبي اوبيا داستاني ژبې څه تمه ولرلای شو؟
ځينې ليکوال د پارسي او اردو په پېښوکې بيا دومره ډوب دي چې ته به وايې، همدايې((مورنۍ)) ژبې دي او دچا خبره خوب هم په همدغو ژبو ويني. د کارونې پر مهال يې وارله مخه په مغزوکې همدا ژبې ځای نيسي او هله يې پښتو ته راژباړي!
داهم څه هېښنده نه ده چې پېښاووان تر پښتو = پارسي، پښتو= اردو سيندونو(قاموسونو) سرچپه هغه ډېر خوښوي!
دغه له خپلې مورنۍ پښتو څخه پردي پاتې ليکوال ،نور آر و معيار په هرډول، چې تش يو ليکدود هم را پښتوکولای نه شي. له يوې پېړۍ راهيسې له دوديزو تراوسنيو ژبپوهانو پر لپسې پردې ټينگارکړی چې له دوه دروواوېلي نښو (وای…) ترروستي بريده کارواخېستل شي او خپل وپردي وييونه له پښتو وينگ سره سم وکښل شي، خو بياهم (گېله يا گيله، گو مان، هېلمند، هېنداره،کونړ، کو ندوز،ورز گان،اورگون،کر ېسمېس،دېسېمبر…) دپارسي=اردو په پېښو بې(و،ې)کاږي!
له دې لامله ما هڅه کړې، د دغه ناول له لارې د يوې رښتينې کره،ادبي اوبياداستاني پښتو،يوه پاموړ مخبېلگه رامنځته کړم.گوندې له دې سره هغه گڼشمېرليکوال چې ددواړو تربرو ژبو تراغېز لاندې ليکنې پنځونې کوي، په ناول کې دکارېد لو بېلگو په وړاندېينه خپل ژبني رغښت وپانگې،آرو معيار او سبک وسټايل ته راوڅکولای شم!
۱) د يوې=کره پښتو او په دې لړکې تر هرڅه له مخه د دواړو تربرو ژبو دپېښو بېلگې ، لکه: د دوو پارسي وييکو ((تا)) تر اغېز لاندی د((چې)) پرځای يا ملتيا څو(چې)، ترڅو(چې) او د ((از)) تر اغېز لاندې د ((د)) پرځای((له= څخه)) کارول، د يوې غونډلې جاج و مانا يومخيز ويجاړوي، لکه چې وايي(( د کا بل (څخه) کتنه، څارنه، يادونه، ستاينه،=هرکلی، ننگه، ملا تړ، دفاع… کوي))
په دې ډول دپارسي((تا)) انډول له زماني قيد پرته بل هرځای يوازې((چې)) راځي او د((از)) انډول ((د))!
همداسې اردو= انگرېزي پېښې هم درواخله چې له((چې)) سره نور وييکي هسې بېځايه کارول کېږي، لکه: کوم چې، چېرې چې، څوک چې، چاچې…).
د(د=له)،(په=پر) او داسې نورو غبرگبلونو وييکو(اداتو) نه توپيرونه او نا سمه کارونه يې هم د ورته پېښو لامل کېږي.
په دې ناول کې له پارسي او اردو=انگرېزي گړنو(ايډيمونو) اوڅرگندنو (اېکسپرېشنونو) او نورو داسې ډېرو پېښو يو مخيزه ډډه شوې، لکه: په عمل راوړي(ترسره کوي)، صورت نيسي(ترسره کېږي)،يوکار پر لاره اچوي(په يوکار لاس پورې کوي)، د خبرو اصلي محور تشکيلوي(د خبرو منځ ټکی جوړ وي)، په مړوکسانوکې درې ماشومان هم شا مل دي ( په مړو کې درې ماشومان هم راځي)؛ داکار ډېرکا لونه په برکې نيسې يا احتواکوي(داکار ډېرکلونه اخلي، غوا ړي، يارانغا ړي)؛ هېواد په بدې وضع کې قرار لري (هېواد په بداکرکې دی، يا ټيکاو لري ، او يا هېواد په بد انکړ دی… .
يوې کره، ادبي او داستاني پښتو له ځانگړتياوو داهم گڼل کېږي چې.دکرکترو نومونه هم کره او ادبي بڼه ولري،لکه د ډېروبې مانا او سولېدلو وگړنيو(عاميانه) او بيا ناپښتو پور نومو نو(جانگل، جانان، دلجان، گلجان،گلجنان، جانداد، گلداد، گلزاده،شېر،شمشېر،شاببو،گلببو،گلزرو،گل خندا نه، ناندانه،گل اندانه،مهرو،ماهرخ، ماه جبين…) پرځای سو چه پښتو(:زرک،زمرک، زمری،ببری،بهير،شپون، سمون ، پا څون ، پا مير، ښاد،ساد،اتل،لمر،ستوری،سپين غر،اېلم، زمر،زمری،زمريال،برم،بری،بر يال،خوشال،غرزی،کو شان، کنېشکا،يما،زرينه،مينه،گلمينه،زرمينه،سپوږمۍ، مکۍ، مرغلره،درگه،نړگه،غوړگه،سپلگه،شپنه،پلوشه،وړانگه، څانگه،گلڅانگه،گلپاڼه،زرلښته،سنځله،گل وله،گل ونه، زړگۍ،ملاله،زرکه،هيلۍ،هوسۍ، هيله، ا سره،لېمه، تنا، بر ېښنا، ،پېلبو،بخديا،اوېستا،يسنا، هريوا… ).
۲) سپما او نچوړتيا چې په لږه ژبنۍ جوله کې ډېره مانا او منځپانگه رانغښتل شو ې. دلته تر هرڅه له مخه پلوي يا سمتي ،تړښتي، کمزوري… نومځري (ضميرونه) په زړه پورې نقش لوبولای شي چې له بده مرغه بشپړ ډېری ليکوال يې دو مره خيال نه ساتي ، لکه : را=در= ور، راکې=درکې=ور کې، را پسې=درپسې= ور پسې، راسره= درسره=ورسره؛ را څخه= در څخه= ورڅخه، پرې، پسې، پکې) ترې،ځنې؛ ان د غښتلو (منفصلو) هغو تر څنگ کمزوري هم ډېر لږ کاروي.
په ناول کې کارېدلې کره بېلگې:
((…او بيايې سره تر ډېر مهاله هغه شېبه نه(را)غبرگېدله؛ له لرې نه سروسترگې(در) ښکلوم؛ نو ځکه به ماهم دا لنډۍ بيا بيا (در) غبرگوله؛ ده به (ور) يادوله؛ نېغ (ور) پاڅېد؛ په خوږه ما شومانه ژبه ورگډ شو؛ ماڅه کړي چې(رانه) تښتې؛ (پر) کټ وروخوت؛ ور)پسې ورغی؛ د ليدو تلوسه په زړه کې(ور) ټو کېدلې وه؛ (ځنې،ترې، ورڅخه) خپه شو؛ هغې هم(ور) پېر لی نری نازک خوب خت واغوست اوکټ ته(ورسره) وخته… )).
يو يوازېنی گډ يا اشتراکي ضمير((خپل)) چې تر بي بي سي وياندانو پورې يې ډېری ليکوال نه پېژني او نه يې کاروي، او پرځای يې پارسي پېښې کوي.
دساري په ډول پار سي ((کشتی باسرنشينانش غرق گرديد))، ((بېړۍ (د هغې) له سپرليو سره ډوبه شوه)) راپښتوکوي چې سم سهي يې ((بېړۍ له (خپلو) سپرليو سره ډوبه شوه)) راځي.
۳) د رنگارنگۍ بېلگې، چې تر روستي بريده، لږ ترلږه په يوه مخ او پاراگراف کې له کړولونو(قيدونو) پرته، د ورته وييو نو، وييغونډونو(عبارتونو) ، له بيا بياکارونې ډډه شوې،لکه په دې ډايلاگونو کې:
زرمينې په خنداخندا کې ورغبرگه، ورڅرگنده ، ورياده، ور زياته، ور سرباري… کړه؛ زيرک په مينه ناک گړدود زرمينې ته کړل؛ په غبرگون يا ځواب کې يې همدومره وويل؛ داسې له غوږه ور تېره کړه؛ داټيکۍ پکې ورواچوله، داسې پرخبرو را غی؛ په پسته ژبه ورته راسر شو يا لگيا شو؛ ځنې(ترې) وپو ښتل؛ پوښتنه ځنې(ترې) وکړه؛ په خبروکې راغوټه شو يا را ټوپ کړ؛ خوله يې پرې راپرانېسته؛ خبره يې په خوله کې ور وچه کړه؛ تر يوې لنډې لارغې()مکث) روسته دڅانگې د خبرې پخلی وکړ؛ ده ورته داسې راپيل کړه يا راونښلوله….
۴) رواني (سلاست) په پښتو غونډلوکې تر هرڅه له مخه د يو شمېروييکو(اداتو)،په تېره((چې)) او ((کې)) له بياځلتيا (تکر ار) سره ويجاړېږي، چې تر ډېره يې مخنيوی کېدای شي، لکه : په دې ټوکر(پاراگراف) کې چې د((چې)) له کارونې گړسره ډډه شوې ده:
((زه زرمينې ته دخپلې گوندي ملگرې په توگه په هرډول سکته (قناعت) ورکولای شم، خو کارولينا په خپل گوند و دولت اړه لري او موږ ورسره څه اړاو تړاو نه لرو. (…)هرگوره، يوازې تاسې کولای شئ،(…) ورسره دخپلواړيکو له مخې يوه جوړ جاړي ته ورسېږئ!))
د((کې)) د نه کارونې يا کمې کارونې بېلگې چې په دې لړکې يې تر ټولو له مخه له مهالکړولونو(زماني قيدونو) او بشپړنو (متممو نو) سره له ملتيانه ډډه شوې او(په=کې) پر((پر)) اړول شوې ، لکه: (په ۱۳۴۳ کال کې په کابل کې) پر ( پر ۱۳۴۳کال په کابل کې، (په تېر ژمي کې په کابل کې واره ونه شوه…) پر (تېر ژمي پرکابل واوره ونه شوه)..
د اردو ځپلې پښتو په لړکې بيا تر پارسي ځپلې دغه وستربل لاډېرکارول کېږي: په زيات تعدادکې (گڼشمېر)، په زيات مقد ارکې( په زياته کچه)، د وزيرِاعلی په مشرۍ کې په پېښورکې يو کانفرنس جوړېدلې شي (د سروزير په مشرۍ په پېښورکې يوه غونډه جوړېږي)؛ په پښتو کې ليکل(په پښتو ليکل)، په پښتو کې ژباړل (پرپښتو ژباړل، پښتو ته راژباړل، راپښتو کول)… ..
د اردو له لارې د انگرېزي(in,into) سربلو پېښې (چرته کې، هلته کې،چونکې،حالآنکې) هم همد اسې له غونډلې(غونډَ ل) جوړوي!
يو شمېر نږه اړيکوييکي، ملې او منځپېښې غونډلې(فرعي او معترضه جملې)، پښتوکړولونه او بشپړې(متممونه) چې پېښاووان يې پارسي او اردو انډولونه (سمدستي، عجالتاٌ، يوطرف ته= بل طرف ته، په دلچسپۍ سره، په داسې حالت کې، په يوعجيب او غريب ، په محبت آمېزه اندازکې …) کار وي اويو نيم کره کتونکی يې لا د رسنيزې ژبې اړوند بو لي، خو د مهال، چاپېر يال او روا ني اکربکر(وضع،حالت) د انځو رنې(تمثيل) لپاره ترې رغېدای نه شي،لکه:سم له لاسه؛ سملا سي؛ سم له سمونې؛ په داسې ترڅ يا اکر کې؛ په يوه هېښنده اکر؛ په خورا زړه پورې توگه؛ داچې ، څنگه چې، په هرډول، يوخوا= بلخوا… .
د ناول کره بېلگه:
((په هر ډول، (که يو خوا) مکۍ له مېړه او مرستيال سره د څه کوچو راېستلو په اسره خبرې شاربلې راشاربلې، (نو بلخوا) زيرک و زرمينه هم لاس تر زنې ناست نه ول، مېړه له کارولينا او مېرمنې له سفير او منشي سره يو لړ خبرې اترې تر بودې او تنستې رسولې وې.))
۵) خوږغږۍ(خوش آهنگۍ) او مخامختيا(کونترست) هغه څه دي چې د ناول ژبې ته يو شعري ريتم وربښي، لکه همسجعه، همقافيه او هم سرغږي جوړه تړنگونه ، بې (و) اوله(و) منځتا ړي سره، چې دلته يې د ناول له متنه څو بېلگې راخلو: ((اندوژوند،اندوواند،خوندوژوند،مرگ ژوند، لږوډېر، اکر وکر(حالت وهو يت)، اکر بکر(حال احوال)، گروگا ڼه، نگا سه گنگوسه، تلوله تلو سه،گيله گوسه، ټنگه پيسه، مېرمن و مېړه، ورم و ورا شه، اښتنه پوښتنه، ښېگڼه بدگڼه، ښمرو ښېگڼه (خيرو ښېگڼه)))
په هره توگه، د يوه پښتو کيسه ليکوال بری تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې څومره دخپلې مورنۍ پښتو پرگرامري رغښت او بيا يې د پردۍ پانگې پر وړاندې پردرېگونې نږه پښتو (گړدودي، زړه، نوې) وييپانگه او ورسره ورسره پرگړ نو(ايډيمونو) متلونو،ورم ووراشو،او(و) گړني اوليکني ادب لاسبری لري؟.
په پای پای کې داهم د يادونې ده چې ما د لويديزو ليکوالو پر پليونۍ دليکنښو د سمې سهي کارونې ترڅنگ د سبکي او ليکنۍ ښکلا په موخه ټوکريز(پاراگرافي)، او ورسره دا دود پرکار اچولی چې هر ټوکراوکرښه پر يوه ليکه (سرِخط) پيلېږي او پای يې دومره څوکه پرڅوکه نه راځي.
بلخوا، څنگه چې زموږ ليکني سېستم د لاتين هغه پرخلاف د نورو ويارونو ترڅنگ د تړنگ او يوځای ليکنې ويار او ستو نزه لري، نو دېته اړوتم، د ډېر سپين ځای(space) د مخنيوي لپاره تر کېدونه پورې وييونه (تر وسې وسې پر څپو) وشنم، هغه هم بې(=) نښې، لکه: کتا_ بتون، تر_ بور، و_ياړ او دا سې نور.
په مينه او مننه= ستاسې د ټولو زيار
یادونه: دا لیکنه پوهاند زیار د خپل نوي خپور شوي ناول ( د یولسم پوړ کړکۍ) په کتاب کې د سریزې په ډول خپره کړې ده.