لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
ټولنیزې اړیکې تر ټولو اوچت لیاقت او په ژوند کې د بري لپاره تر هر څه مهم عامل دی. اړیکي جوړول د ټولنیز کېدو په خاطر یو ضرورت دی او دا چې انسان ټولنیز موجود دی، باید اړیکي ولري. دا د هغه چا لپاره اسان کار دی چې غواړي یې. په رواني لحاظ بیرون ګرا یا Extrovert خلک پدې کې ډېر تکړه وي؛ ژر له هر چا سره بلدېږي او دوستي جوړوي. البته درونګرا Introvert کسان پدې پروسه کې لږ ورو وي، خو که عزم وکړي، دوی هم تکړه کېدای شي، البته د دوی دوستي زیاتره ډېره ژوره او دوامداره وي.
پخوا داسې ګمان کېده چې لیاقت یوازې دشخص د ښې حافظې او ذهانت لرل دي، چې درسونه ټول زده کړي، ازموینه کې سل نمرې یوسې او اول نمره شي. اوس دا معلومه شوې ده چې تر دغه ذهانت (IQ) مهم لیاقت دا دی چې انسان احساساتي لیاقت (Emmotional Intellegence – EQ) ولري چې د خلکو په احساساتو پوه شي، د هغه له مخې ورسره چلند وکړي، خپل احساسات هم وپېژني، کنټرول یې کړي او په سم ځای کې مناسب احساسات څرګند کړي. صبر، زغم او حوصله ولري، منفي احساسات لکه قهر، غوسه، کینه، حسد او رخه کنټرول کړی شي. خپل نظر څرګندکړي او د بل نظر د اورېدو زغم هم ولري.
تر دې دواړو اوچت لیاقت د اړیکو د ټینګولو، جوړولو، پاللو او ساتلو لیاقت دی. البته که په یو انسان کې دغه درې واړه لیاقتونه راټول شوي وي، نو په ټولنه کې به یو بریالی شخص وي. د مشرانو (لیډرانو) لپاره یو بل لیاقت هم ضرور دی چې هغه معنوي یا روحاني لیاقت دی.
واضح ده چې د ښو اړیکو جوړولو لپاره ذهانت او احساسي لیاقت ضرور دي. د ښو اړیکو جوړولو لپاره باید ستاسو د زړه، غړو او خولې تر منځ پوره همغږي موجوده وي.
انسان خپل پیغام او احساس یا د خبرو له لارې او یا هم د بدن د حرکاتو له لارې بل ته لېږدوي، که په الفاظو او حرکاتو کې یې د زړه خبره منعکسه وه، په مقابل لورې اغېز کوي او که نه وي، نو د ناچله پیسو په شان یوازې په احمقانو چلېدی شي، هوښیار خلک یې نه اخلي.
انسان ته په کار ده چې په ټولنه کې یو وړ دریځ ولري، په ټولنیزو کارونو او چارو کې برخه واخلي، له خپلوانو او دوستانو سره په غم او خوښیو کې شریک وي، د نورو مرستې ته په خوښۍ او لیوالتیا ورودانګي او که اړتیا شي له نورو مرسته جلب کړای شي.
د اړیکو بله ګټه داده چې انسانان یو بل ته اړتیا لري، له یوه لاسه ټک نه خیژي؛ یو له بل سره مرسته د ژوند ماشین په چلند راولي. د ښو کارونو د سر ته رسولو لپاره باید یوازې نه اوسو او د بدو په مقابل کې هم باید په ډله کې و اوسو. د دې ټولو لپاره باوري دوستان او صادق خپلوان ضرور دي او موږ مجبور یوو په کلي، کور، ښار، هیواد او حتی ترې بیرون ځانونو ته دوستان پیدا کړو. هر رښتینی دوست یوه بې بها خزانه ده او هغه شخص تر نورو ډېر نېکمرغه وي چې د ښو دوستانو لرونکی وي.
په اروایي لحاظ انسان مجبور دی چې خپل د زړه حال یو چا ته وویلی شو، نو ځکه باید هم نظره خلک ولرو چې د زړه غوټې ورته پرانستی شو.
په څېړنو کې د عمر په اوږدېدو کې د ټولنیزو اړیکو او ورزش د ارزښت په باب ډېر ثبوتونه تر لاسه شوي دي. ټولنیزي اړیکي نه یوازې زموږ د ټولنیز ژوند له ښه کېدو سره مرسته کوي، بلکې د فزیکي او اروایي روغتیا په ښه والي کې مو هم برخه اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د روغتیا په تعریف کې هم د بدني او رواني روغتیا په څنګ کې د ټولنیزې روغتیا ذکر شوی دی، چې د ټولنې په منځ کې د فعال ژوند او ټولنیزو اړیکو ارزښت بیانوي.