لیکنه: عبدالحق ذاهد
داچې زموږ او تاسو ټولنه ډیرې ستونزې لري او همدا ستونزې دي چې زموږ ټولنه زموږ هیواد او زموږ هیوادوال له دوو دریو لسیزو راپدیخوا پداسې حالاتو کې ژوند کوي چې ژوند کول پکې ډیر سخت او کله کله خو بیخي نا ممکن شي. او له همدې امله ده چې زموږ ډیری هیوادوال خو یا تهدیدیږي او یا هم له هیواده نه بیخي تیښتې ته مجبوریږي. خو داچې دا ستونزې ولې ورځ تر بلې زیاتیږي او دومره دوام کوي او یو د بلې نه وروسته په منظم ډول منځ ته راځي یو څه خاص دلایل او علتونه لري هغه دا چې موږ د ستونزو په علت او څرنګوالي کله هم فکر ندی کړی او همیشه مو له ستونزو یادونه کړې خو دا مو ندي ورسره ویلي چې دا ستونزه ولې پیښه شوي او باید چې بیا پیښه نه شي، نه نه کله چې زموږ حکومت یوه پیښه راپور کوي او د یوې ستونزې په هکله معلومات لاسته راوړي هیڅکله هم داسې نه وايي چې په راتلوونکې کې بیا رامنځ ته نه شي یعنې په عامل یې ځان نه پوهوي د بیلګې په توګه: حکومت راپور ورکوي چې د فلاني ګاونډي هیواد له خوا د فلانۍ ودانۍ، یا فلانی پولچک یا فلاني بند یا … د ورانولو لپاره داسې دوښمنانه هڅه شوی وه او اسناد هم لرو. بس ددوی مسولیت تر همدې بریده وو چې خلک یې ورڅخه خبر کړل. مګر هیڅکله داسې نه وایې چې داسې دوښمنانه هڅه ولې وشوه؟ او د راتلوونکې لپاره باید رامنځ ته نشي خو داچې ولې دا علت او عامل نه معلوموي او یایې نه شي معلومولی یو لړ حقایقو ته اشاره کوو.
شخصي ګټې او ځان غوښتنه:- داهغه څه دي چې افغانان یې په ټوله نړۍ کې مشهور کړيدي او په افغانانو ډیرې ګرانې دي کله که زموږ او تاسو شخصي ګټو ته تاوان رسیږي نو بیا نه موږ کې هیواد دوستي او نه احساس په نوم کوم شی پاتې کیږي موږ بیا د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه هیواد پیژنو، نه خپل پیژنو، نه پردی، دا هر څه حقیقت دی دا زموږ تاریخ دی زه نه پوهیږم خو موږ خپل دې کې ځانګړې تورې دورې او داغونه لرو. ؟ هغه تاریخ چې په هغه کې د قدرت په خاطر پلار زوی وژلی او زوی پلار، ورور د خپل ورور سترګې را ایستلې حتې د خپل مسلمان ورور په مقابل کې له کفارو انګریزانو مرسته غوښتل شوې او خپل ځان هیواد او ناموس مو ددې لپاره ورباندې خرڅ کړی تر څو خپل ځان په قدرت ووینو او شخصې ګټې مو خوندي وي خو بدبختانه له همغې ورځې نه راوروسته زموږ همدا عادت شوی چې که چیرې خپل قدرت په خطر کې وینو نو بیا غلامي په سرو سترګو منو خپل ورور خپل هیواد د یرغلګرو په لاس ورکوو خو چې قدرت زموږ له لاسه ولاړ نه شي.
د انګریزانو له لومړي یرغل بیا تر دوهم یرغل پورې له هغې وروسته بیا د شوروي اتحاد راتګ او په افغانستان کې د میلیونونو خلکو شهیدان کول او مهاجرت ته اړ کول له هغې وروسته د مجاهدینو تر منځ خپلمنځې جګړې او د طالبانو راتګ او له هغې وروسته د امریکا په مشرۍ د ۴۲ دولتونو راتګ او افغانستان یو ځل بیا د جنګ په میدان د بدلولو په لوبه کې، چې دا ټولې پورتنۍ یادې شوې پیښې د قدرت غوښتنې او ځان غوښتنې تر انګیزې لاندې پیل ،ختمې او لا به هم روانې وي. او څو محدودو کسانو اوکړیو له خوا رامنځته شوې چې اصلي انګیزه یې د وخت د ظالمو او مستبدو واکدارانو د قدرت غوښتنه او په پردیو د ځان پلورل دي خو عجیبه داده چې له مودو مودو وروسته موږ اوس هم نه پوهیږو چې دا چا او دا ولې؟ همدا زموږ لویه ستونزه ده چې خپله ستونزه او د هغې اصلي علت نه شو درکولای که یې درک هم کړو په هغه وخت کې چې باید هغه ستونزه حل شي تل مو بې پروایي کړي او مهمه مو نده بللې.
ترټولو جالبه داده چې زموږ لپاره په تاریخ کې هغه دواړې ورځې د افتخار او سرلوړي ورځې شمیرل کیږي هغه کومې ورځې یوه هغه ورځ چې افغانستان مو خرڅ کړی وي او بله هغه ورځ چې افغانستان مو آزاد کړي وي.
دپردیو د ګټو تامینول: د پورتني متن په دوام داچې کله یو څوک د قدرت لپاده له هرې جایزې او نا جایزې لارې استفاده کوي او حتې تردې چې خپل ځان او هیواد هم په نورو پلوري او له نورو کمک غواړي، نو طبعې ده چې پردي خو هیڅکله هم بدون له خپله هدفه تاسره کمک نه کوي او کله چې ته د هغو په مټو قدرت ته ورسیږې نو بیا که ته غواړي او یا نه غواړې د هغې هر امر به منې او د هرې ګټې ضمانت به یې په خپل هیواد کې کوې هغه نو که په هر قیمت هم درته تمامیږي.
داچې پورتني حقیقت په کتو موږ او تاسودا واقیعت ډیر ځله لیدلی او تریخ خوند مویې څکلی دی ، ځکه زموږ هر لیډر او مشر چې زموږ له منځه پورته شوی خارجې او ګاونډي هیوادونو کوشش کړی چې تر خپل نفوذ لاندې یې راولي نو هغوی ددې کار لپاره زموږ تر ټولو ستره کمزوري ښه تشخیص او پیژندلې ده چې هغه ځان غوښتنه او او قدرت او مال دی نو کله چې دا وعده راکړي، بیا چې هرڅه غواړي ورته یې سرته رسوو
هر څه په یوازې شعار دی عملي کول یې زموږ لپاره ندي.
که په خبرو، شعرونو، شعارونو، هنر، هنرمندانو، مدني فعالانو، مدني ټولنو او باالاخره په ډیرو حزبونو او ګوندونو هیواد جوړیدلای، نو اوس خو باید افغانستان د نړۍ په سطحه په پرمختللو هیوادونو څخه شمیر کیده ځکه کله چې زموږ شاعر لومړی ځل شعر وایی نو بیا د هیواد صفت پکې داسې الفاظو بیانوي چې زیاتره مبالغه وي، او که چیرې په ننۍ اصطلاح کوم هنرمند یا ستوری چې د اسلامیت، افغانیت او زموږ د کلتور مکمل مخالف وي بیا هم لومړی د هیواد د ستاینې یوه سندره وایي ځکه کولای شي ځان لدې لارې ښه مشهور کړي شي خو کله مو چه یو باسواده او بااحساسه ځوان وغواړي چې هیواد ته خدمت وکړي نو سمدلاسه بیا یوه ټولنه رامنځ ته کړي وایي به ددې له لارې خدمت کوم خو موږ خو ددې ټولنو خدمت ترننه پورې ونه لیده بدون لدې چې د ځان لپاره یې امتیازات غوښتي او د نورو خلکو حقوق یې تلف کړي چې نن سبا زموږ په خوار ملت کې په زرهاوو مدني ټولنې وجود لري، خو که چیرې دې ټولنو ډیر نه یو یو کارهم کړی وی اوس به زموږ د ټولنې لپاره په زرهاوو کارونه شوي وی، خو برعکس هرې ټولنې یو نوې بلا زموږ ټولنې ته راوړې دا ځکه چې دا مدني ټولنې ندي بلکي شخصي ټولنې دي او د یو یا څو کسانو لپاره جوړې شوي او جوړیږي.
او که په غټو ګوندونو او حزبونو زموږ وران او ویجاړ هیواد جوړیدلای، هم اوس به جوړ شوی وو. ځکه موږ په حاضر وخت کې د سلو نه ور اخوا تقریبا یو سلو او پنځه رسمي ګوندونه او لدې څخه زیات غیر رسمي ګوندونه لرو خو دې ګوندونو موږته څه شې راکړي او څه یې راته کړي؟؟؟
پدې ټول پوهیږو چې بدون له بدبختیو، بدمرغیو، وژنو لوټنو او تورو تیارو نه یې بل هیڅ شي زموږ خوار ملت ته ندي راوړي او نه به یې راوړي، سمه ده چې دوی جهاد کړی او افغانستان یې آزاد کړی دی خو کومه ده آزادي!؟ او بیا جهاد خو د الله ج یو امر او فرض دی کله چې هیواد آزاد شي نو بیا که چا رشتیا جهاد کړی وی نو بیا د قدرت لپاره ملت نه خرڅوي او نه خپلو کې سره وژني. او که چیرې یوې غونډې ته یوې جلسې ته دعوت شې نو ډیر داسې کسان به ووینې چې د افغانستان بیراغ یې تر سر او ځان تاو کړی وي ته به وایې دا افغانستان فقط د همدوی دی مګر حقیقت دا ندۍ دا هغه اصلي کسان دي چې د افغانستان د کلتور او رواجونو په له منځه وړلو کې ترټولو ښه رول لري ځکه دوی کولای شي ډیر خلک ددې لارې تیر باسي او د هیواد دوستۍ په نامه نور امتیاز هم ترلاسه کړي خو داچې ولې دوی داسې کوي ښکاره او واضح علتونه لري.
موږ که خبرو او شعارونو ته پریږدي نو ټول هیواد په همغه ساعت ګل ګلزار کړو خو کله چې د عمل او کار ساحه راشي نو بیا موږ هیڅ داسې احساس نه کوو چې دا کار زموږ لپاره دې او یا دا هیواد حق لري چې دا خدمت ورته وکړم او یا دا قانون په ځان عملي کړم او رښتيا یو بل عادت هم لرو چې له ټولو دنیاوالو فرق کوي داچې کله د خپل دولت کوم قانون ته بې احترامې کوو او یایې نه منو نو دا زموږ لپاره د افتخار ځای او بیا وایو (زه خو یې ولا که په قیصه کی یم ، ولا که یې هغه فلانی هم راباندې ومنې) خو په نوره نړۍ کې بیا برعکس خبره ده هغوی چې کله د قانون خلاف کار ورنه کیږي هغه ورباندې شرمیږي او خپل دا عیب پټوي خو په موږ کې بیا هغه څوک چې د قانون مراعات کوی هغه ویریدونکی ، ډارن او بیغیرته بلل کیږي.
موږ فقط په تاریخ نازیږو!
کله چې په کومه جلسه، غونډه، صنف، کور کلې کې د کومې موضوع په اړه خبرې کیږي نو د آیت شریف د لوستلو نه وروسته یو وار حتما باید دا یادونه شي چې (موږ خو پنځه زره کلن تاریخ لرو، موږ ډیر زړور یو موږ ډیر جنګېالي او توریالي، ننګیالي … یو بس موږ یو او موږ …..) چې د همدې خبرو په کولو او اوریدلو خپل ځانونه پاک له مسوولیته خلاص کړو ځکه چې زموږ بابا او نیکه خو غیرتي وو او ډیر کارونه یې کړي نو موږ ته څه ضرورت دي کینئ ورته د خیر په غونډۍ.
پداسې حال کې چې نوره نړۍ په دې هڅه کې ده چې هر فرد یې باید یو ابتکار وکړي او یو نوی شی دي نړۍ ته ورزیات کړي او خپل نوم د ریکارډ په ډول نورو ته پریږدي هغه د بل چا په ابتکار اختراع دومره فخر نه کوي لکه موږ. هغه ورباندې ځان له مسولیته خلاص نه ګنې او وایي چې هغې د ملت او هیواد لپاره دا کار کړي زه باید له دې نه هم ښه کار وکړم مګر موږ که چیرې د افغانستان په کوم کونج کې چا یو څه کار وکړ یا یې څه اختراع وکړه بیا نو افغانان ورته پریږده چې دوو ورځو کې یې داسې حالت ته ورسوي چې هغه اصلي کارکوونکي هم حیران شي چې دامې څه کوډې کړې خپل کار ځنې پاتې شي. آیا پدې وخت موږ کله هم دا فکر کړي!؟ د یو ځوان یو روشن فکر په صفت چې زه هم ولې داسې یو کار نه شم کولای؟! نه هیڅکله نه موږ باید بیا بیا همغه یاد کړو او ورباندې وویاړو ځکه دا کارونه خو زموږ لپاره ندي پوهیږې چې په پرمختللو هیوادونو کې د ورځې څو اختراع ګانې او ابتکارونه کیږي خو دوی هیڅ د هغې په هکله خبرې نه کوي بلکې د هغې په ځای کار کوي او په خپله ځان باندې زحمت تیروي.
بدون له کوم وړاندیزه انتقاد کول:- داچې انتقاد کول نن زموږ دومره عادت شوی چې هیڅ کار باید غیر ددې نه چې انتقاد ورباندې وکړو باید ویې نه منو، او هیڅ کس باید له انتقاده پاتې نه شي.
خو تاسو هم کیدای شي ډیر ځله داسې یو څه سره مخامخ شوی وی. هغه داچې کله یو کس د یو کار یوې پیښې یو چا د اعمالو په هکله خبرې کوي نو خامخا ورباندې انتقاد کوي خو بیا کله چې هغه کار همغسې شوی وی یا وشي لکه دی چې وایي نو بیا هم انتقاد کوي چې لدې څخه معلومیږي چې موږ هیڅکله بدون له انتقاده یوه خبره هم نه منو تر ټولو بده یې دا چې کله انتقاد کوو اکثره وخت کې د هغې چارې لپاره یوه بله لاره او وړاندیز هم نه لرو او نه ورباندې پوهیږو خو بس دا زموږ عادت شوی دی چې باید د نورو په کارونو انتقاد وکړو وایی((بدون له وړاندیز نه په یو چا او یو کار انتقاد کول شر دی.داکتر تاج الدین ملتمل)) ادامه لري…