– معصومجان معصومي
– تاسو ته معلومه ده چې په ټولنیز ژوند کې وګړي یو له بل سره د عقیده وي، کلتوري او اجتماعي مسایلو په لرلو سره روابط پالي دغه روابط په ټولنه کې د ښه ژوند د پرمختګ او د وطن د ابادۍ لپاره یو مهم اساس جوړه وي ترڅو د ټولنې وګړي وکولی شي چې ژوند یې ښه او له خوښیو ډک وي.
ددې لپاره چې ښه پوه شو هیڅ یو داسې قوم به د دونیا د لویې غزیدلې ځمکې په مخ پیدا نه شي چې د دوی په منځ کې ارتباط قطع شوی وي یا د نورو ټولنو له پرمختګ او نه پرمختګ څخه ناخبره وي نو هغه څه چې د هرې ټولنې لپاره د روابطو په جوړه ولو کې مهم رول لري هغه د دوی تر منځ د باور د فضا قایمول دي، د وګړو تر منځ باور او اعتماد هغه څه دي چې تل د ژوند د ښکلې کولو او پرمخ بیولو لپاره بندې لارې خلاصوي، د باور په شتون کې د ټولنې د مختلفو قومونو تر منځ د ارتباطاتو د رامنځته کولو لپاره خلکو ته د ګډ کار کولو زمینه مساعده وي تر څو د ټولنو وګړي یو لړ کارونه په ګډه سره وکړي او یو لړ یې په خپله ترسره کړي.
په ننني پرمختللي دور کې د پرمختګ یو عمده لامل همدا کیدای شي چې د هرې ټولنې خلک د ټولنیز ژوند د ښیرازه کولو او اباده ولو لپاره په خپلو کې د باور فضا غوړه ولې ده د دغه باوري فضا د دوام لپاره یې په لیکلي توګه ځیني قراردادونه د کاغذ پر مخ رامنځته کړي دي او بیا یې د کار وړ او استعداد خلک؛ چې د علم او پوهې په پانګه سمبال وي د مشرانو او رهبرانو په توګه ټاکلي چې په واسطه یې د روزانه ژوند د فغالیتونو او کارونو د اجرا لپاره تل همغږي موجوده وي ، دوی د همدغو باوري روابطو د پالنې او دوام ورکولو لپاره د هرې ټولنې او قومونو عقیده وي، کلتوري، دودیزو او اجتماعي مسایلو ته پوره درنښت لري او هم دا ډول درناوی د دوی د زیاتو اړیکو او دوستۍ د رامنځته کولو لپاره یو ښه چانس ګڼل کیږي چې د لا دوامداره باور او ارتباط د ټینګولو سبب ګرځي.
اوس چې یوویشتمه پیړۍ؛ د ځلانده دور یوه ډکه د پرمختګ او د نوي پرمختللي تیکنالوژیکي سیستم پیړۍ ده، انسانان د بیله بیلو تیکنالوژیکي وسایلو له مخې سره نږدې شوي دي او د دغو وسایلو پر مټ د ژوند باغچه یې د یوه شین فصل په څیر شنه او سر سبزه ساتلې ده نو بناءً زموږ افغاني ټولنه چې د ډیرو جنګونو او ناخوالو له امله تر ډیره د یوویشتمې پیړۍ له عصري وسایلو له استعمال او په ځانګړي توګه د پرمختللي تیکنالوژیکي سیستم څخه بې برخې شوې ده او هم د دغو زیاتو جنګو او تاوتریخوالي په سبب له نړۍ والو څخه په وروستي صف کې قرار لري باید پوه شي چې جنګ موږ ته هغه څه نه شي راکولی کوم یې چې نړۍ ته ورکړیدي، جنګ یوازې د جاهلتوب او تیارو لارو لارښوونه کولی شي چې یوازې او یوازې د انسان وژنې او د ټولنیز ژوند د ځپلو او له منځه وړلو دنده په غاړه لري.
نو راځۍ! چې نور خپل منځي جنګونه د تل لپاره ختم کړو، توپک کیږدو په عوض یې قلم را واخلو همدارنګه خپل منځي قومي او توکمي مسایل چې د قومونو تر منځ د تعصب او نفاق اچولو پرته بل څه نه دي ټولو ته په شریکه د پای ټکۍ کیږدو او زیات تمرکز د نورو قومونو په څیر په ټولنیز ژوند جوړه ولو باندې وکړو چې له یوې خوا به ورو په ورو له نړیوالو سره سیال کیږو او له بلې خوا به مو د ټولنو د وګړو راتلونکی ورو په ورو غښتلی کیږي چې ددې هدف لپاره لومړی د جنګ ختمول او پر ځای یې د سولې لاره تعقیبول دي او د سولې پر راتلو سره به ولس خپله د نړی په څیر کار کولو او تعلیم کولو ته تشویق شي چې دا پروسه به د ټولنې تر منځ په یو او بل باندې د باور کولو لپاره مخ پر وړاندې ځي ځکه چې پرته له باور څخه د هیڅ یوې ټولنې پرمختګ نه په نصیب کیږي لکه مخکې مې چې وویل باور د وګړو تر منځ د کارونو د یو ځای پر مخ وړلو لپاره زمینه مساعده وي چې په وسیله یې د باوري فضا په شتون سره هر اړخیز ارتباط قایم کیږي نو له همدې امله موږ باید د ژوند د ښه کولو او وطن د ودانولو لپاره په داسې خلکو باور وکړو چې هغه واقعاً په ټولنه باندې یې زړونه دردیږي او په څنګ کې د علم او استعداد خاوندان وي تر څو د ټولو افغانانو تر منځ د باور او کار کولو لپاره داسې همغږي او لارښوونه رامنځته کړي چې ټول د یو او بل پر وړاندې په عقیده وي، اجتماعي او کلتوري لحاظ درناوی، مینه او محبت ولرو دا ډول په ټولو باندې باور به وکړی شي چې موږ ته د غښتلي ملی وحدت د ټینګولو فرصت په لاس راکړي او له بله اړخه د ولسونو تر منځ د ښې همغږۍ او تماس لرلو په اساس به خلکو ته د کار او خدمت کولو بندې لارې پرانیستل شي چې په نتیجه کې په ټوله مانا سره د وطن د جوړه ولو د پرمختګ ثمره په خپلو سترګوو ووینو او له بله پلوه به د یوویشتمې پیړۍ د پرمختللي تیکنالوژیک سیستم سره د سیالی پړاو ته داخل شو چې په دې سره به د نړیوالو تواجو هم را جلب کړو تر څو هغوی پوه شي چې افغانان نور د جنګونو څخه ستړي شويدي غواړي چې کار وکړي او د وطن د جوړه ولو لپاره؛ په ځانګړي توګه د روښانه راتلونکي لپاره ټول زحمت ګالي.
معصوم جان معصومي
2015/1/28