لیکنه : محمدیاسین اسیر
د ټویټا (TOYOTA) د موټرو د تولید جاپانی شرکت چه مرکزي دفتر یي د جاپان په ایچي ښار کي دي. چي له ګټي له پلوه په نړی کي په ۱۱ مقام کي ځای لري او د ۳۳۸۸۷۵ کارکوونکو په لرلو سره په ټوله نړی کي خپلي څانګي لري د چارشنبي په ورځ اعلان وکړ چه په ۲۰۱۵ کال کي یي ۱۰،۱۵۱ ملیونه موټر خرڅ کړي او د څلورو پرلپسي کالونو کي یي بیا هم د ډیرو موټرو خرڅولو مقام خپل کړ .
چي دوهم مقام د ووکس واګن (Volkswagen)جرمني شرکت ۹،۹۳ ملیونه موټرو په خرڅلو خپل کړی او دریم مقام د جنرل (General Motors)موټرو امریکایي شرکت د ۹،۸ ملیونه موټرو په خرڅلو خپل کړی .
د ټویټا موټرو ټولیدي شرکت چي فریوس هایبریډ ،کیمري سیدان او لیکسس موټري جوړه وي وړاندوینه کړي وه چي دوی به په ۲۰۱۵ کال کي ۱۰،۰۹۸ ملیونه موټر خرڅ کړي بلکی دوی د ټاکلي هدف څخه زیات موټر خرڅ کړي او د زیاتو موټرو د خرڅلو ویاړ یي خپل کړی او همدارنګه ټویټا شرکت وړاندوینه کړي چي دوی به په ۲۰۱۶ کي ۱۰،۱۴۱ ملیونه موټر خرڅ کړي.
د ووکس واګن د موټرو خرڅلاو په مارکیټ هغه وخت کم شو او ټویټا ورباندي برلاسي شوه کله چي خلکو ته معلومات وشول چي ووکس واګن موټر ډیر لوګی کوي نسبت ټویټا موټرو ته او جنرل موټر چه زیاتره کاډلیکس ،چیرولیټس،بویکس او اوفیل ماډل موټر جوړه وي د موټرو د تولید له مخي په لمړي مقام کي ځای درلود خو په ۲۰۰۸ کال د ټویټا له لوري له ماتي سره مخ شو .
پاتي د نه وي چه په امریکا او جاپان کي د موټرو اخیستل کم شوي خو عیني وخت په اندونیزیا او تایلینډ کي د موټرو اخیستلو ګراف پورته ختلی .