لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د پانـګونې ډولونه
پانګونه په عمومي ډول په دوه ډوله ده:
١- داخلي (په کور دننه) پانګونه
٢- خارجي (باندنۍ، بېرونۍ) پانګونه
١- دنننۍ (داخلي) پانګونه :
داخلي پانګونه عبارت د هغې پانګونې څخه ده چې د دولت او يا د خصوصي سکتور له لوري په داخل د هيواد کي پکار اچول شوي وي.
٢- بېرونۍ/باندنۍ (خارجي) پانګونه :
د پانګونې د ملا تړ او جذب د قانون له مخې هره هغه پانګونه چې د خصوصي کمپنيو/شرکتونو او يا افرادو له لوري د خپل هېواد څخه د باندې ترسره کېږي، مګر د دولت د موخو (هدفونو) په چوکاټ کې وي خارجي يا باندنۍ پانګونه بلل کېږي.
په اقتصادي پرمختيا کې د پانګې رول:
د يو هېـواد په اقتصادې پر مختيا کې د پانګې د رول څخه په هيڅ ډول سره سترګې نه شي پټېدای، په اوس وخت کې پانګونه ډېر زيات اهميت لري چې د دغې پانګونې له لارې په توليداتو کې ډېرښت راځي او اقتصادي نظام په ټوليز ډول سره وده کوي. که چېرې په هېـواد کې د پانګونې اندازه زياته شي نو په هېـواد کې به نوي کارځايونه (کارخانې) منځته راشي چې د دې په پايله کې به د کاريګرو مزد ډېر شي او د هغوي د پېر (خريد) په قوت کې به هم ډېروالی راشي نو ويلی شوی چې دغه عمليه د ملي عايد د ډېروالي لامل گرځي. په هر حال د يو هېـواد د اقتصادي ودې لپاره پانګونه د ځانګړي اهميت لرونکې ده، لکه څرنگه چى د انسان بدن ته د ژوند کولو لپاره د وينې اړتيآ ده په همدې ترتيب د يو هېـواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د پانګې اړتيا ده. څرنگه چې د اقتصاد د پرمختگ لپاره د پانګې رول ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دى، نو د پانګې رول په اقتصادي پرمختگ کې مونږ په لاندى ډول رالنډو. خو مخکې د دي څخه د اقتصاد په پرمختګ کې د پانګې د رول په اړه د اقتصاد علم د ځينو پوهانو اندونه (نظريات) راخلو:
١_ پروفيسر وليم لسن :
پروفيسر وليم لسن په نظر اقتصادي ترقي (پرمختيآ) يو داسې کړنه ده چې د دې په دوران کې په يو هېواد (ملک) کې اوسېدونکي خپل وسايل په داسي ډول پکار اچوي چې هيـواد کي د سړي سر د عايد ډېرښت لامل شي.
٢- پرو فسير ارتهر:
د پرو فسير ارتهر په نظر اقتصادي پرمختيا په يو هېـواد کې د سړي عايد څرګندوي.
په هر حال د يوي زياتې اندازه پانګې شتون کولای شي چې وروسته پاتې هيـوادونه د وروسته پاتې والي څخه وساتي او هيـواد د پرمختګ په لور روان کړي .
د اقتصاد په پرمختيا کې د پانګې رول
١- د طبيعي سرچينو څخه ګټه اخيستنه:
هيڅ يو هېـواد پرته د پانګې څخه نه شې کولای چې د طبيعي سرچينو څخه په مؤثر ډول ګټه پورته کړي. څرنگه چې د زراعتې توليداتو په ډېرښت کې، د معدني ذخايرو په لټون کې ، په سيندونو باندې د بندونو د جوړولو او په داسي نور ساحو کې پرمختيا پرته د پانګې څخه ناشونې ده.
٢- د توليد په عواملو او لياقت (استعداد) کې لوړوالی:
څرنگ چې د توليد عوامل هر يو ځانته ځانته رول لري ، لکه ځمکه ، کار، او اداره چې هر يو يي ځانته د يو ځانګړي اهميت لرونکي دي، چې پرته له پانګې څحه مونږ نه شو کولای چې د دې عواملو څخه ګټه پورته کړو. نو د پانګې په مرسته موږ کولای شو چې دغه عوامل پکارواچوو چې تر څو د اقتصادي پرمختيا سبب وګرځي.
٣- د توليد په لګښتونو (مصارفو) کې کمښت:
د پانګې په مرسته نه يواځې دا چې توکي په پراخه پيمانه توليدېږي بلکې د هغې د توليد په لګښتونو کې کمښت هم راځي، د پانګې په وسيله د توليد عمليه چټک کېږي، د ښه کميت او کيفيت لرونکي توکي په کم وخت کې توليدېږي نو په کمه بيه/قيمت سره په بازارونو کې توکي/اجناس په لاس راځي چې د پانګې په مرسته د توکو/اجناسو په توليد کې ډېرښت/زياتوالی او د هر واحد توليد په مصارفو کې کمښت راځي.
٤- اقتصادي پرمختګ:
په اوسني وخت کې د پانګې اهميت په دومره اندازې سره زيات دی چې د پانګې نه پرته د يو عادي کار دوام موندل هم ناشوني دي، همدغه پانګه ده چې د انسان د ژوند په هر اړخ کې يو لوي بدلون (انقلاب) رامنځته کوي.
همدا پانګه ده چې د يو هېـواد اقتصادي حالت ټاکي. د کوم هېواد سره چى زياته پانګه شتون ولري نو هغه هېـواد به په اقتصادي لحاظ سره پرمختللی وي او د دې برعکس د کوم هېـواد سره چې زياته پانګه نه وي او يا د پانګې د کمښت سره مخ وي نو هغه هېـواد به د يو وروسته پاتې او ستونزمن اقتصاد لرونکی وي.
٥- ژوندانه د کچې لوړوالی:
پانګه د يو هېواد د اوسېدونکو د ژوندانه د ښه والي او سوکالۍ په لاره کې روښانه او څرګندې اغېزې لري. د پانګې په مرسته يوه ټولنه اقتصادي سوکالي لاسته راوړي، د پانګې پوسيله د افرادو د استوګنې طريقه، دود او دستور، ټولنيز او سياسي حالات د يو وروسته پاتي حالت نه ښه حالت ته بدلېږي، د پانګې په مرسته د انسان د ژوند هر ډول اړتيآو د رفع کولو په خاطر وسايل چمتو کېږي.
عصري تعميرونه، عصري ترانسپورت، الوتکې… همدارنګه د خوراک څښاک لپاره بېلابېل خوراکي توکي د سات تېرۍ لپاره راډيو، تلويزون او د بېړنيو اړيکو د نيولو لپاره لرغږی (ټېلېفون)، فکس، سټلايټ، برېښليک او داسې نور په اوسنۍ زمانه کې د پانګې په مرسته شوني دي.