لیکنه: ډاکټر نبي مصداق
نن په نړۍ کې نېږدې ۲۰۰هېوادونه دي. د دې هېوادونو ډېره برخه له استعمار نه په تېرو شاوخوا ۵۰ کالو کې ازاده شوې ده. د دې هېوادونو هغه سرحدونه چې انګلیس، فرانسې، هسپانې او هالنډ ورته د خپلو استعماري مقاصدو لپاره په نښه کړي وو، په هغوی یې قناعت کړی او له خپلو ګاونډیو سره په ګډو پولو ډېره ستونزه نه لري.
د داسې هېوادونو مثالونه افریقايي هېوادونه او د شوروي اتحاد نه را پاتې دا ۱۴ جمهوریتونه دي؛ خو برخلاف، بر سېره پر دې چې د بر صغیر، حدود اربعه، انګرېزانو ټاکلې او بیا، مخکې له دې چې بر صغیر د هند او پاکستان ترمنځ تقسیم کړي، هند په هغه څه چې ورته پاتې شول قناعت وکړ؛ خو پاکستان له هند سره په کشمیر درې ځلي ۱۹۴۷- ۱۹۶۵- ۱۹۷۱ جنګونه وکړل او اوس راغلی چې افغانستان سره همدا شان جنګونه پیل کړي.
موږ په افغانستان کې د برطانې د کاغذ پرمخ ښکل شوې د ډیورنډ کرښه نده منلې؛ ځکه په هغه وخت کې چې هند او پاکستان سره تقسیم شول، کوزو پښتنو ته په رفرنډم کې دا حق ورنه کړل شو چې هغوی هم د مسلمان او هندو په شان تصمیم ونیسي چې له هند سره پاتې کېږي، پاکستان سره یو ځای کېږي او که خپل جلا یو ازاد هېواد جوړول غواړي؟
په هر حال، کوزې پښتونخوا او افغانستان درې ځلي چې پاکستان له هند سره په جنګ کې وو، دا موقع درلوده چې تر اټک پورې خپله خاوره له پاکستان نه بېله کړي؛ خو د وخت شاهي رژیم چې د دري ژبې د مقولې په اساس “شولې ته بخو، پردې ته بکو” دا توانمندي نه درلوده چې خپل حق لپاره ولس را پاڅوي.
دا ځل که داسې موقع موږ ته هند را کړه، تر وروستي افغان به، پاکستان ته د حق او عدالت درس ور کړو؛ ځکه چې پاکستان په خپلو بې باکیو سره ټول افغانان را پارولي دي.
سر ماتیمه ډیورنډ چې ۴۰ ورځې یې په ۱۸۹۳ کال کې په کابل کې تېرې کړې او له امیر عبدالرحمن خان سره، د خپل او د امیر “د نفوذ ساحې” بېلولو باندې خبرې کولې، ونه توانېده چې د ډیورنډ د کرښې په اړه د امیر لاسلیک تر لاسه کړي. یعنې موږ د ډیورنډ کرښه حتی له انګرېزانو سره په رسمي ډول نده منلې، یواځې په ۱۹۲۲ کال کې امان الله خان، له انګرېزانو سره د تفاهم نامې په څېر، زموږ د آزادۍ د منلو په مقابل کې لاس لیک کړی چې هغه هم له برطانیوي هند سره وه. پس تر نن ورځې زموږ هېڅ حکومت له پاکستان سره، د دې پولې په باب؛ څه نه دي لاس لیک کړي.
له بین المللي قوانیونو سره سم، کله چې د یوه تړون، یو خوا حکومت له منځه ولاړ شي، لکه چې برطانیوي هند، د برطانې په وتلو سره، له بر صغیر نه، له منځه ولاړ؛ نو هغه لوز چې عبدالرحمان خان له انګرېزانو سره کړی و او یا د هغه لمسي امیر امان الله خان لا سلیک کړی وو، هغه هم له منځه ولاړ. ( په دې قانوني موضوع کې د لوی عبدالرحمان پژواک کتاب وګورئ.) یعنې د ډیورنډ کرښه هېڅ قانوني منبع او حیثیت نه لري.
انګرېزانو پس له دې چې د کوزو پښتنو لپاره رفرنډم ونه منلو، دا سیمه یې خود مختاره او په ورستو کې علاقه غیر و بلله او پاکستان یواځې له مرکز سره د تماس لپاره کولای شول چې یو پولیتکل ایجینټ یا سیاسي نماینده، د درلودلو حق ورکړ شوی چې هغه به د محلي خلکو نه، یوې کوچنې ملېشې په جوړولو سره، له اسلام اباد سره په تماس کې وي. پاکستان په ۱۹۷۳ کې بل اساسي قانون په ۱۷۵ مخونو کې جوړ کړ چې بې له کشمیره نور ټولې برخې خپلې بولي؛ خو دا نه پښتنو او نه هم بلوڅوانو ته د منلو وړ دی.
نن د دې پښتنو، هغه د خود ارادیت حق د پاکستان اردو ور څخه سلب کړی، د هغو ځمکې او کلی یې لاندې کړی او په زرګونه، د پښتنو کورنۍ یې د وحشی بمباریو له امله، مهاجرت ته مجبوره کړي دي.
پاکستان باید پوه شي چې د افغانانو د خشم او غضب په پارولو سره به، سند او پنجاب، د پولې هغه خوا، هم ژبې او هم کلتور د هندیانو، پنجابیانو او سندیانو سره له لاسه ور کړي. بلوچستان ته به د ازادۍ موقع په خپله په لاس ور کړي، کشمیر به حاضر شي چې د تقسیم پر ځای له هندي کشمير سره یوځای شي او آی اېس آی به خپلو زروي بمونو سره امریکا او یا برطانیې ته ولاړ شي.
دا یو خیال او خوب نه دی، پنجابیان بر سېره د دین په توپیر ډېر سره نېږدې شوي دي، او کشمير به، په لومړۍ مرحله کې د یو ځای کېدو لپاره، د نورو همالیايي ملکو په شان لکه نیپال او بوتان، خپله د کشمیر استقلال اعلان کړي.
پاکستان تل زیار ایستلی چې د افغانستان اردو، محدوده او ناتوانه وساتي؛ ځکه، پوهېږي چې د یوې قوي او مجهزې اردو په قیادت سره، افغانستان ته، هېڅوک هم لاس ور غځولی نه شي. موږ د کمونېسټانو په وخت کې همداسې یوه پیاوړې او مجهزه اردو درلوده؛ خو د هغو تنظیمونو په لاس چې پاکستان جوړ کړي او روزلي وو، چور او تالان شوه او د پاکستان د هغه وخت صدر اعظم نواز شریف د ټاکنو په کمپاین کې په لاهور کې خلکو ته وویل چې پاکستان له ما نور څه غواړي، ما د افغانستان اردو ورته تارومار کړه. دا د هغو مجاهدینو تنظیمونو په ټنډه یو تاریخي تور داغ دی چې اسلام اباد یې خپل هدف ته ورساوه.
پاکستان نه غواړي چې افغانستان بیا هماغسې یوه توانمنده اردو ولري او ځکه هم د ۲۰۰۱ د امریکې د بلډنګونو له ړنګېدو نه وروسته د پاکستان هڅه له امریکایانو او نورو نه دا وه چې افغانستان ته د نوې اردو په جوړېدو، خپل وخت او امکانات ضایع نه کړي او که خبره د ترهګرو وي، هغه به پاکستان، په خپله خاوره کې له منځه یوسي. دا سیاست په هغه وخت کې، د پاکستان لوی درستیز جنرال کیاني څو ځلي له امریکایانو سره مطرح کړی او اسناد یې موجود دي.
کیاني او پروېز مشرف داسې فکر کولو چې امریکایان به د هغوی په منافقت وغولېږي او یا پاکستان به و کولای شي چې ناتوان افغانستان ګاونډي کې خپل د لرې مودې د عمق ستراتېژي، یعنې هغه ویره چې پاکستان یې له هند څخه لري، عملي کړي؛ خو څو کاله مخکې د ځاځیو په سرحد کې چې محلي خلکو کفن اغوستی، د پاکستانیانو د تاڼو جوړول، په شا وتمبول او هم د اوسني تورخم جګړه کې پنجابي اردو ته، یو ځل بیا څرګنده شوه چې د افغانستان د نیولو خوب به، د مغلو، صفویانو، انګرېزانو، روسانو او حتی د ناټو په شان هر یو له ځان سره ګورته یوسي.
په ټوله نړۍ کې معیار دا دی چې دواړه خوا هېوادونه د صفري کرښې نه، لږ تر لږه یو کلیو متر په شا خپل سرک، تاڼې او نور تاسیسات جوړولای شي، یعنې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لا اقل دو کیلو متره ځمکه وي چې په انګرېزی کې ورته “نومن لنډ” یعنې د “هیڅ سړی خاوره” بلل کېږي پنجابي پاکستان دومره سپین سترګی شوی چې د فرضي صفري کرښې نه را اوړي او غواړي چې د افغانستان د خاورې په داخل کې تاڼې او تاسیسات جوړې کړي.
اوس چې پاکستان سره خبره جنګ ته رسېدلې ده؛ باید په زور یا د ډیپلوماسۍ له لارې، ټول هغه تاسیسات چې د ډیورنډ د کرښې په امتداد جوړ شي، ړنګ شي. ځکه که زموږ اواز ملګرو ملتونو ته ورسېږي، هیڅ نړیوال قوانین دا نه مني چې لومړی پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې ته را ورسېږي او یا په صفري کرښه او یا له هغې نه تېرېدل او په داخل د افغاني خاورې کې د پاکستان تاڼې او استحکاماتو جوړول ومني.
افغانستان د مېړنو وطن دی او مو ږ د دې مېړانې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو، نه لکه پاکستان چې په خپل ټول ۶۹ کلن عمر کې نه یواځې چې هند درې ځلي ماتې ورکړې؛ ختیځ پاکستان چې بنلګه دېش شو هغه یې هم له لاسه ور کړ.