لیکنه: امین پاچا
پوره څلوېښت کاله کیږي چې پاکستان د افغان حکومت په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د پاکستان هر مشر تر خپله وسه د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی دی، جنرال ضیا الحق به ویل چې زه غواړم د افغانستان نوم له نقشې ورک کړم او تل به یې د افغانستان د اقتصاد د خرابولو هڅې کولې، نواز شریف به ویل چې ما د افغانستان سل کلنه اوردو له منځه یووړه، پروېز مشرف په هغه دستور تر خپله وسه جګړه توده وساتله.
خو افغان حکومت څه کړي؟ افغان حکومت تل دوی ته د ورور او دوست هېواد په سترګه کتلي. دیارلس کاله وړاندې کله چې د نړیوالو په واسطه د طالبانو واکمني نسکوره شوه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر مشرۍ لاندې په بون ښار کې یوه ناسته وشوه، چې په دې ناسته کې د پاکستان په ګډون ګڼو نورو هېوادو هم برخه اخیستې وه. په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې دې یو خپلواک نظام رامنځته شي، ټاکنې دې وشي، اوردو دې جوړه شي ولسواکي دې رامنځته شي، خلکو ته دې ازادي ورکړل شي….
ټاکنې پیل شوې او په دې ټاکنو کې دوه مخکښو کسانو ځانونه نوماند کړي وو، چې یو یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی و او بل یې یونس قانوني و، د ټاکنو په پایله کې حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه غوره شو، په هېواد کې یو ګډ حکومت رامنځته شو، ګډ په دې مانا چې ټولو قومونو په کې برخه واخیسته. دری، څلور کاله په هېواد کې بیحده ارامي وه، هغه د عوامو خبره، مرغۍ چونګ نه شوی کولی. د دې دریو کالو په جریان کې په هېواد کې زیات پرمختګونه وشول، خلک له خوبه را پاڅېدل، په ژوند او ژوند کولو پوه شول….
پاکستان ته دا پرمختګونه ښه نه ښکارېدل، په دې فکر کې شو چې که افغان حکومت همداسې لاسته راوړنې ولري نو ښایي په راتلونکو لسو کلو کې ماته په یوه لوی خنډ واوړي. ورو، ورو یې وسلوال وروزل وسلې یې ورکړې او د هېواد په هغو ولایاتو کې یې بریدونه پیل کړل، چې د طالبانو په دوره کې د دوی تر بشپړې ولکې لاندې وو.
په لنډه باید ووایم چې جنګ پیل شو، له یوې خوا یې افغان مشرانو ته ورونه ویل له بلې خوا یې وسلوال روزل، پخوانی ولسمشر کرزی هم تر ډېره د پاکستان په دوه مخي سیاست پوه نه شو، خو په خپلو وروستیو دریو څلورو پاتې کلو کې دې پایلې ته ورسېد، چې د مخالفینو پټنځایونه د ډیورڼډ کرښې هغې لوري ته دي، یعنې د دوی پټنځایونه په پاکستان کې دي، کرزي ۲۱ ځله پاکستان ته لاړ او هر ځل یې غوښتنه دا وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلې ته د پای ټکی کیږدي.
امریکا او نړیواله ټولنه چې تیاره زموږ په لستوڼي کې پرته وه، دوی هم دلته د وخت تېرولو او د افغانستان د جوړولو په موخه نه وو راغلي. دوی دلته خپلې ځانګړې موخې درلودې او د پاکستان په شان یې له افغان حکومت سره یو دومخی سیاست پیل کړ، دوی هم له یوې خوا موږ او زموږ پوځ ته پیسې راکولې روزلو یې خو له بلې خوا یې وسلوال په ډالرو ویشتل.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی کله چې په خپلو وروستیو کلو کې پوه شوه چې جنګ زموږ جنګ نه دی، د لویې جرګې په تالار کې یې د رسنیو په مخکې داسې خبرې وکړې: (زموږ جنګ کورنی اړخ نه لري، جنګ بهرنی جنګ دی او دا جنګ یو استخباراتي جنګ دی، امریکا او پاکستان په موږ باندې دا جګړه را تپلې ده) او وروستۍ خبره یې دا وه چې پاکستان او امریکا له یوې خوا غله راته روزي او له بلې خوا مو خبروي چې پام کوئ غله درنشي. بلاخره د افغانستان، پاکستان او امریکا اړیکي دومره ترینګلې شوې چې له پاکستان سره مو اړیکه پرې شوه او له امریکا سره مو دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او د دوی د وتو په هیله وو.
په لنډو کې باید ووایم چې تر کړکېچنو ټاکنو وروسته کله چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو، ده په خپل بهرني سیاست کې زیات نوښتونه رامنځته کړل. له امریکا سره یې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ، له پاکستان سره یې د اړیکو نوی فصل پرانیست، په ټاکنیز کمپاین کې تر ټولو مهمه ژمنه د ده سوله را وستل وو، د دې له پاره چې په هېواد کې سوله راشي خپل لومړی سفر یې حج ته پیل کړ او د حج د ادا پر مهال یې له سعودي عربستان څخه وغوښتل تر څو وسلوال طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي، دوهم سفر یې چین ته وکړ، له دې سفر څخه یې هم موخه په هېواد کې سوله را وستل وو، درېیم سفر یې پاکستان ته پیل کړ او په دې سفر کې یې له پاکستاني چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې وسلوال طالبان د سولې ټغر ته حاضر کړي. پاکستان ژمنه وکړه چې له ده سره به د سولې په برخه کې هر ډول مرسته کوي او د افغان حکومت او وسلواو طالبانو تر منځ به د سولې د خبرو اترو زمینه برابروي.
د دواړو هېواد د لوړپوړو چارواکو تر منځ تګ راتګ هم زیات شو، د پاکستان د پوځ مشر راحېل شریف دری ځله کابل ته راغی او له افغان ولسمشر سره یې پټې کتنې درلودې، د دواړو هېوادو اړیکې دومره ګرمې شوې چې د ټولو افغانانو هیلې پیدا شوې او هر افغان به دا خبره کوله چې دا ځل حتما سوله راځي. افغان حکومت پاکستان ته ملي ځواکونه د روزلو په موخه ولېږل، چې پخواني ولسمشر د دې کار مخالفت وکړ. خلاصه اړیکې دومره ګرمې شوې چې نیږدې وو افغان حکومت له دوی سره دوه اړخیز استخباراتي تړون لاسلیک کړي. کله چې عام ولس له دې خبر شو نو په حکومت یې غږ وکړ چې له پاکستان سره دا ډول معاملې نه یووازې، چې ګټه نه لري بلکې د هېواد د تباهۍ سبب ګرځي او د دې کار تر ټولو لوی مخالف پخوانی ولسمشر حامد کرزی و، کرزي له ( سي ان ان ) تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د پاکستان تېر سیاست ته په کتو دا تړون د هېواد د بربادۍ بنسټ وبللو.
اوس په دې وروستیو کې د افغان حکومت دریځ د پاکستان پر وړندې تر بل هر وخته تند شوی. کله چې په کابل کې دری پر له پسې خونړۍ پېښې وشوې، ولسمشر غني په یوه خبري کنفرانس کې د دې پېښو پړه پر پاکستان واچوله، ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې د وسلوالو د روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي او پاکستان یې په سیمه کې د تروزېزم مرکز وګڼلو. پاکستان د افغان حکومت دا خبرې په کلکو ټکو وغندلې او زیاته یې کړه چې دوی له افغان حکومت سره د وسلوالو په ځپلو کې مخلصانه مرسته کوي. په همدې موخه افغان ولسمشر پاکستان ته یو پلاوی واستولو، چې د دې پلاوي مخکښ کسان د ملي امنیت د شورا مشر حنیف اتمر، د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست رئیس ستر جنرال رحمت الله نبیل او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني و. دوی پاکستان ته لاړل او ویل کیږي چې چې د دوی تګ هم کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
له بلې خوا په پاکستان او افغانستان کې د دواړو هېوادو سفیران احضار شول، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو او په اسلام اباد کې افغان سفیر جانان موسی زی احضار کړل شو.
بل خوا پرون د افغانستا اجرائیه ریاست وویل چې که پاکستان له خپل دوه مخي سیاست څخه لاس نه اخلي نو دوی اړ دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي او په همدې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان هغه مرستې ودرولې کومې چې دوی ته به د مخالفینو د له منځه وړولو په موخه ورکول کېدې. همدارنګه جنرال دوستم چې په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو مشري په غاړه لري، وویل چې په فاریاب کې د پاکستان د استخباراتو جنګ دی، نه د افغانانو.
نو له دې ښکاري چې د دواړو هېوادو اړیکې تر بل هر وخته زیاتې ترینګلې شوې دي، نو دا چې پایله به یې څه شي تر دې دمه څرګنده نه ده.
خو زه وایم چې له پاکستانه د سولې او یا هم کومې بلې مرستې تمه د افغانانو د تباهۍ سبب ده، نو ښه به دا وي چې افغان حکومت د دې هېواد پر وړاندې داسې سیاست غوره کړي چې په راتلوونکې کې پېښمانه نه شي.
په پوره درنښت