• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د پاڼو فلسفه

Home بېلابېلېد پاڼو فلسفه

د پاڼو فلسفه

پاڼې په کرار کرار له خاښونو غورځيږي ،هغوئ يو قوي منطق لري او په دغه باوري شوي دي چې بايد خپل ځای شنو او نوو پاڼو ته پريږدي ،دوئ د ځمکې په مخ رژيږي لاکن هېڅ شی هم ددوئ له ستروالي نه زيانمنيږي
څو ورځې یې سيلۍ د ځمکې پر مخ يو خوا بل خوا وړي تر هغې چې د ښاروالۍ د جارو په کښ کښ پوه شي او ووايي چې د مينځه تللو وخت یې نږدې شوی
هغوئ د وروستي ځل لپاره هماغه دنګو ښاخونو ته ګوري او په ياد راوړي چې يوه ورځ ېې د ښار تر ټولو ښکلي مرغان په څانګو ناست وه او يوه حيرانوونکې لويي ېې لرله، ځينې وخت به زړه تنګې هم شوې په خاص ډول هغه وخت چې بې ګټې انسانانو به ترې لاندې قدم واهه مګر هغوئ ستر زړونه لرل او يو ځل بيا به ېې په ياد راوړل چې ډېره موده ېې د ښار په ښکلا کې د پام وړ رول لوبولی ده، ډېری موده یې په کوچنيانو خپل سيوری غوړولی تر څو وکولای شي په ارام ډول خپل ښوونځي ته ولاړ شي ، ډېری موده یې د حشراتو مرسته کړې ده څو ددوئ په مټ خپل خواړه انتقال کړي او د يو څه وخت لپاره یې د تازه هوا اخستلو لپاره د خاورو بنديان کړي
پاڼې قرباني ورکول د کم عقلۍ په نوم نه پېژني ، پاڼې ښه د بدلې لپاره نه کوي ،دوئ ښه ددې لپاره نه کوي چې نور ېې په اړه څه ووايي بلکه پاڼې له نورو سره ښه ، رښتينولي او لاس نيوی د خپل طبيعي جوړښت او وجدان په اساس کوي
پاڼو يوه رښتينې ښکلا تجربه کړې او سر لوړي ېې ليدلی ده
پاڼې چې د اخري ځل لپاره له ښاخونو جلا کيږي ښاخونه نه هيروي بلکه هغوئ بيا هم د طبيعت قانون تعقيبوي
که چېرته زموږ د ژوند فلسفه د پاڼو په شان شي اين تر دې چې په ځمکه راوغورځو بيا به هم د ستروالي او ښه توب احساس کوو
ليکوال :- ډاکټر اسحاق جواد
ژباړه :- Niamat Ullah Ehsas

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022