چې پنځلس کلن وم مور ته مې وویل:
غواړم لیکوال شم
مور مې خفه شوه. که رښتیا ووایم زما خبرې خوند ورنه کړ. ویل یې زړګیه پلار دې انجنیر دی. هغه منطقي او هوښیار سړی دی. ژوند ته په خلاصو سترګو ګوري. ښه فکر لري ویلی شم چې ښه روښانه لیدلوری لري. ته په دې خبره سم پوهېږې چې لیکوال کېدل څه مانا لري؟
هو لیکوال هغه څوک دی چې کتاب لیکي
ښه نو! کاکا دې ډاکټر دی، کتابونه هم لیکي. هغه آن خپل ځینې کتابونه چاپ کړي هم دي. که انجنیري ولولي کولی شي چې د بېکارۍ پر وخت کتابونه هم ولیکې.
نه مورې زه غواړم لیکوال شم، نه هغه ډاکټر یا انجنیر چې کتابونه لیکي.
خو تا تر اوسه کوم لیکوال لیدلی دی؟ له هغه سره دې خبرې کړې دي؟ تا تر اوسه د کوم لیکوال خبرې اورېدلې دي؟
نه، یوازې په انځورونو کې مې لیکوالان لیدلي دي
ښه نو ته په دې نه پوهېږي چې لیکوال کېدل څه مانا لري، نو بیا ولې غواړې لیکوال شې؟ اوس به نو ته څه ډول لیکوال کېږي کوم ځواب لرې؟
ددې لپاره چې د خپلې مور ځواب ورکړم نو اړ شوم چې یو څه څېړنه وکړم. نو د ۱۹۶۰ کال په لومړیو کې د لیکوال په اړه زما د هغه وخت د څېړنو پایله داسې وه:
الف: یو لیکوال تل عینکې په سترګو کوي. خپل وېښته هېڅ نه ږمنځ کوي. نیمه ورځ غسه دی، نیمه ورځ خفه. د عمر ډېر وخت یې په کوچنیو او تیاره هوټلونو کې تېرېږي، هلته بیا د ځان په شان له نورو زړو، خوړینو او عینکي لیکوالانو سره په بېلو مسلو خبرې کوي. دوی نو په دې وخت کې یو بل ته سترې سترې خبرې کوي، د نوي ناول د لیکلو لپاره نوې سوژې یو بل ته وړاندې کوي او تل د خپل وروستي کتاب له لیکلو پښېمانه وي.
ب: یو لیکوال باوري او ژمن دی چې اوسنی نسل یې درک نشي کړی. هغه باوري دی چې په معمول وخت کې زږېدلی خو که یې د اوس زمانې خلک درک کړي بیا به دا چانس وبایلي چې خلک نابغه ورته ووايي. یو لیکوال په وار وار جملې بدلوي او هغه له سره لیکي. د یوه معمولي انسان د لغاتو یا ویونو ذخیره دریو زرو ته رسېږي، خو یو لیکوال هېڅ وخت هغه نه کاروي، ځکه هغه غواړي په قاموسونو کې له شته ۱۸۹ زره لغاتو کار واخلي. هغه غواړي د سختو ویونو په کارولو خلکو ته دا وښيي چې هغه کوم معمولي انسان نه دی.
ج: یوازې یو بل لیکوال کولی شي هغه خبرې درک کړي، چې یو لیکوال یې ویل غواړي. خو سره له دې لیکوال په خپلو زړونو کې له نورو لیکوالانو نفرت لري. د هغوی په آثارو ملنډې وهې. همدا علت دی چې دوی د پېړیو پېړیو پخوانۍ لیکنې او آثار مسخره کوي. په همدې توګه دوی کوښښ کوي چې تر ټولو د قوي کتاب جایزه واخلي، هغه جایزه بیا داسې کتاب اخلي چې تر ټولو کتابونو ډېر پېچلی او سخت وي.
د: دوی د خلکو د بوخت ساتلو یا ځان د پوه ښودلو لپاره په لیکنو کې ګڼ مکتبونه او سبکونه پټوي، څو خلک بوخت وساتي او وروسته خلک ووايي چې پلاني لیکوال په هیومانیزم کې کار کړی دی، هغه لیکوال فارمولیزم ته کار کړی دی. دوی چې کله غواړي لوستونکی له ځان سره وساتي یا ځان لاسبری وښيي دا جملې کاروي (انشتین احمق و، تولستوی د بورژوازې نانځکه ده) یا دې ته ورته نورې. په دې توګه د ټولو آبرو تویوي. دې ته ورته نورو خلکو ته وايي چې د نسبیت تیوري هسې هوايي خبرې دي یا دا چې تولستوی د روسیې د اشرافو مدافع و.
هـ : یو لیکوال چې کله غواړي یوه ښځه وغولوي او هغه له ځا سره ملګرې کړې لومړنۍ کلمه یې همدا ده (زه لیکوال یم) بیا ژر یو شعر په یوه کاغذ ولیکي ښځې ته یې ورکړې او ډير وخت یې دا کار بریالی هم وي.
و: لیکوال تل له خپل پراخ فرهنګ نه کار اخلي، خپلې لیکنې په دې توګه غني کوي او په فرهنګ کې له شته سوژو کار اخلي. هغه ډیر وخت د خپلو ملګرو او خپلوانو په لیکنو کره کتنه کوي په دې توګه نو دوی ته خپل سخاوت ښيي. نیمې خبرې یې د بهرنیو لیکوالو د خولې خبرې وي یعنې نقل قولونه را اخلي، نیمې نورې خبرې یې بیا د ځینو پېچلو اصطلاحاتو سپړل او تشریح وي. نو چې هر څوک د هغه کره کتنه ولولي وايي به چې څومره با فرهنګه او تکړه لیکوال دی.
ز: کله چې له لیکوال دا پوښتنه وکړئ چې اوس کوم کتاب مطالعه کوې؟ نو معمولا د هغو کتابونو نومونه اخلي چې چا یې لا نوم هم نه دی اورېدلی.
ح: یوازینی کتاب چې لیکوالان یې په اړه منفي خبرې نه کوي او ټول وايي چې ښه کتاب دی، هغه د جیمز جویس (James Joyce) (Ulysses) کتاب دی. دا کتاب ټولو لیکوالانو ته د منلو وړ دی خو چې د موضوع په اړه یې پوښتنه ترې وکړې بیا نو پټه خوله شي یا خبره یوې بلې خوا ته کړي. دا مسله نو سړی شکمن کړي چې لیکوال دا کتاب لوستی دی که نه.
ما نو ځان په پورته معلوماتو سمبال کړ او مور ته مې ورغلم، د لیکوال په اړه مې پورته معلومات ټول خپلې مور ته ورکړل هغه حیرانه شوه، هغه وویل:
انجنیر کېدل آسانه دي، بیا هم نو ته کله عینکې په سترګو کوې چې لیکوال شې. لیکوالانو خو ټول عینکیان دي.
خو سره له دې خبرو، وېښته به مې تل ګډوډ و، د سېګرټو کوتۍ خو به مې تل په جېب کې و، یوه یوه ډرامه به مې لیکله کره کتونکو به یې سختې ستاینې کولې. له دې ټولو سره به مې د هېګل آثار لوستل، ما پرېکړه وکړه چې باید اودیسه کتاب ولولم. یوه ورځ یو سندر غاړی راغی او له ما یې غوښتنه وکړه چې سندرې ته یې شعر جوړ کړم، ما و نه منله په دې توګه مې د شهرت له نړۍ پښه لرې کړه او د عادي انسانانو په نړۍ کې مې ګام کېښود.
له هغې وروسته وخت او قسمت زما پښه ډيرو هېوادونو ته د ننه کړه، هم به مې کار کاوه او هم به لیکل کول، خو هغه لیکوالي مې و نه کړه لکه دود چې وه، وېښته مې ګډوډ پرې نه ښودل، ځان مې د نورو انسانانو په پرتله غیر عادي نه باله او لیکوالي مې هم د تل په څېر روانه وه. کیسې او کتابونه مې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځکه چاپ شوي چې ما ځان د عادي انسانانو په قطار کې شمارلی.