ژباړه: محمود سعيد
د برياليو او اغېزناکو اړيکو مهارت درلودل د ټولو لپاره اړين دي. ځکه د ژوند په ډېرو اړخونو کې د پرمختګ راز همدا دی. د اړيکې ټينګولو لپاره اړين مهارتونه له لاندې لارښوونو زده کولی شو:
پر ځان باور
له خلکو سره د چلند مهارت له پر ځان باور څخه پیل کيږي. کله چې څوک پر ځان باور ولري؛ په نظرونو کې ډېر ښه مالوميږي. پر ځان باور د مقناطيس په شان نور په ځان پسې کشوي او له چلنده مو ښکاري چې د وخت د لګولو او هڅې ارزښت لرئ. کله چې د ځان په اړه ځواکمن حس ولرئ نو مقابل لوری مو له خپلې خبرې په آسانۍ اوړي او تاسې ته فرصت په لاس درکوي چې سملاسي يې زړه ته لاره ومومئ.
کله چې غواړئ اغېزناکه اړيکه ولرئ نو يو له اړينو قوانينو دا دی چې د هغه کس سترګو ته وګورئ. هغه کسان چې پر ځان بشپړ باور نه لري؛ د سترګو له اړيکې ډډه کوي. د سترګو له اړيکې ډډه د نه لېوالتيا او تر هغې هم بده د نه رښتينولی څرګندوونکې ده. کله چې دوه کسان د سترګو اړيکه ټينګوي؛ دا اړيکه اغېزمنه وي او هغو خبرو ته ارزښت ورکوي کومې چې تاسې يې کوئ.
لېوالتيا وښاياست
ډېر کسان دا تېروتنه کوي چې د ځان په اړه ډېرې خبرې وکړي. د ځان په اړه لاپې وهل تر هر څه اړيکې ته زيان رسوي. يوه غوره لار چې کولی شئ له نورو سره پرې اړيکه ټينګه کړئ؛ دا ده چې هغوی خپلو خبرو ته د غوږ نيولو د مجبورتيا پر ځای اړ کړئ چې د ځان په اړه خبرې وکړي. دا به د دې لامل شي چې مقابل لوری د آرامۍ احساس وکړي او پر ځان باور يې لوړ شي. همدا ډول داسې موقعيت رامنځته کړئ چې مقابل لوری هم ستاسې په اړه همدا کار وکړي او خبرو ته مو غوږ کيږدي.
هنري پوښتنې وکړئ
د چوپتيا د ماتولو يوه لنډه لار د هغو پوښتنو کول دي چې په آسانۍ د هو يا نه په مرسته ځوابېدای شي. هغه پوښتنې چې اوږده ځواب ته اړتيا لري؛ مقابل لوری اړ دی ډېره روښانتيا ورکړي او هغه مالومات چې له ځان سره يې لري؛ له تاسې سره شريک کړي.
د بريالۍ اړيکې جوړولو يوه برخه دا ده چې داسې څه وپوښتئ چې مقابل لوری فکر کولو ته اړ کړي. په دې ډول له يوه نه بل ته د فکرونو د لېږد په مرسته د دواړو لورو تر منځ اړيکه ګرميږي.
اوبه او هوا پرېږدئ او د مذهب او سياست په اړه هم له بحث کولو ډډه وکړئ. د هغو جامو په اړه چې مقابل لوري اغوستې دي؛ نظر ورکړئ. بايد په ياد مو وي چې مقابل لوری د پوښتنو تر بمبار لاندې مه راولئ. دا د دې لامل کيږي چې هغه کس ستړی او وکړيږي. خبرې اترې بايد پلټنې ته ورته نه وي.
کله چې غواړئ د يو چا د نامه په اړه وپوښتئ؛ سملاسي هغه نوم تکرار کړئ. په لوړ غږ د يوه نوم اخستل به هغه ستاسې په ياد پاته کړي. د خبرو اترو په لړ کې د مقابل لوري له نوم اخستلو ګټه واخلئ. موسکا کول مو هم هېر نه شي.
دوه ځله غوږ شئ؛ يو ځل خبرې وکړئ
وايي چې خامخا د يوه دليل له مخې خدای موږ ته دوه غوږونه او يوه خوله راکړي. دليل دا دی چې بايد د خبرو کولو دوه برابره غوږ کېږدو. په وګړيزو مهارتونو کې، کله چې مقابل لوری خبرې کوي؛ بايد خپله ټوله پاملرنه مو ورواړوئ. په دې فکر کې مه ډوبېږئ چې له ده وروسته به زه څه وایم او يا به نور څه پېښيږي. تمرکز وکړئ؛ وړاندې شوي مالومات جذب کړئ او د خبرو د غزولو لپاره له سکالو سره تړلې پوښتنې ومومئ.
له هغه څه سره لېوالتیا وښيئ، کوم چې مقابل لوری مو ورسره لېوالتيا لري. که د بحث موضوع داسې څه وو چې تاسې پرې نه پوهېږئ؛ له هغې د ځان په ګټه کار واخلئ او په اړه يې زيات مالومات تر لاسه کړئ. اعتراف وکړئ چې له موضوع سره بلد نه ياست او له هغه وغواړئ چې په دې اړه له تاسې سره ډېرې خبرې وکړي. وګړي دا خوښوي چې هغه څه له نورو سره شريک کړئ؛ کوم چې دوی پرې پوهيږي او د دوی پر ځان باور لوړوي. کله چې د مقابل لوري د خوښې وړ موضوع ومومئ؛ نور هېڅ ستونزه نه لرئ.
پوهه ځواکمنتيا ده
اغېزناک او بریالۍ اړيکه له پوهې پیل او په پوهه پای ته رسيږي. هغه کسان چې سفر کوي؛ مطالعه کوي او يا له ورځنيو پېښو ځان خبروي؛ د خبرو اترو لپاره غوره دي. هر څومره چې کس له ژونده ډېرې تجربې ولري؛ په هماغه اندازه کولی شي له نورو سره ښې اړيکې جوړې کړي.
هغه کسان چې سفر کوي؛ کولی شي چې فرهنګونه او نور وګړي ښه درک کړي. همدا شان هغه کسان چې مطالعه کوي؛ د ټولو موضوعاتو په اړه ډېر مالومات لري او کولی شي له هرې مکالمې سره ځان سم کړي. هغه کسان چې په بېلابېلو کړنو کې ګډون لري؛ دا وړتيا لري چې له نورو سره ګډه وجه ومومي او خبرې اترې پیل کړي.
خطر ومنئ
د نفس عزت هم پر ځان د باور په مانا دی او له رټنې سره سره بدلون نه مومي. ډېر مهال وګړي له دې کبله چې له رټنې وېرېږي؛ له فرصتونو ګټه نه اخلي. رټل د حقارت د احساس لامل کيږي خو د نفس عزت له منځه نشي وړلی. تاسې هماغه کس ياست او هماغه ارزښت لرئ؛ کوم چې له خبرو اترو مخکې مو درلود.
هېڅوک نشي کولی ستاسې د نفس عزت درڅخه واخلي؛ يوازې تاسې ياست چې دا کار کولی شئ. رټنه تر هغه مهاله چې نه ده رامنځته شوې؛ يو وهم دی. ولې بايد د نامالوم څه په اړه وخت په اندېښنو تېر کړو چې؟ له فرصتونو ګټه واخلئ. له نورو سره د اړيکې يوازينۍ لار د تګلارې تمرين دی.
لږ لږ پیل کړئ
له خلکو سره د اړيکو جوړولو زده کولو وخت غواړي او هر کس پکې په خپل سرعت وړاندې ځي. لږ لږ پیل کړئ؛ هڅه وکړئ چې هر ځل له دې ټکو څخه له يوه سره بلد شئ. په بنسټيز ډول يوه ښه اړيکه، پر ځان له ښه باور سره پیل کيږي او دا هغه تړونی دی چې هر څه سره نښلوي. هر ملګری مرسته کوي چې پر ځان باور مو زيات شي او تجربې مو بدلون ومومي. د دې مهارتونو د تمرين لپاره يو ښه ځای د کار محل دی. کله چې له خپلو همکارانو سره بلد شوئ؛ هڅه وکړئ له لوړوپوړو مديرانو سره خبرې وکړئ. په دې ډول په لنډ وخت کې زده کړل شوي مهارتونه بنسټيز کيږي او بيا په دې اړه فکر کولو ته اړتيا نشته.
تر اوسه هېچا نه دي ويلي چې له خلکو سره خبرې کول ساده کار دی. ځينو ته د خبرو اترو د پیل لپاره، پر ځان د باور لاسته راوړل ستر ګام دی. دا ښايي سخت پړاو وي خو کله چې لومړی ګام واخلئ؛ نور به ډېر آسانه شي. پر ځان باور ولرئ او پوه شئ چې تاسې هم د مقابل لوري په کچه ارزښت لرئ. اغېزمنې او بريالۍ اړيکې هغه مهارت دی چې بايد ټول يې لرونکي وي؛ ځکه د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د پرمختګ او بريا راز همدا دی.
پای.