ژباړه: سید حبیب
د لید لوري ټاکل او د هغه تر لاسه کول د یو منزل په شان دي. دا د فتر د میز تر لاسه کولو څخه نیولې بیا تر واده کولو، کور درلودلو او یا هر هغه څه چې تاسې د خپل ځان د آرامۍ او هوساینې لپاره ټاکلي وي او په تر لاسه کولو سره یې ځان ډاډه احساس کړئ.
هغه خلک چې خپل هدف ته رسیدلي وي شاید دغه اصول ورته بې ارزښته او ساده ښکاره شي، خو مهمه داده چې تاسې ښايي ټول هغه اسباب او وسایل تر لاسه کړي وي چې تاسې د ځان لپاره د یو کامیاب ژوند د هدف لپاره تعین کړي وو خو کیدای د هغه په تر لاسه کولو سره لکه څرنګه مو چې تمه درلوده د کامیابی احساس و نه کړئ او یا هم ښايي د بريا احساس مو کړی وي خو د یوې لحظې لپاره او هغه تلوسه مو چې درلوده لا تر اوسه مو ترینه خوند اخیستی نه وي.
لازمه ده چې پوه شو چې کامیابي یوازې یو هدف او یو خاص منزل نه دی چې باید ورته ورسیږو بلکه کامیابي د یو ځنځیر د کړیو شکل لري چې باید په دوامدار ډول تر لاسه شي او په حقیقي توګه ترینه خوند واخستیل شي.
ځینې وختونه ځان کامیابول ډیره ساده وي؛ د مثال په ډول تاسې د کلونو کلونو راهیسې نه شی کولای یو کار ته ملا وتړئ، ولې کله یې چې شروع کړئ هغه ډیر په شوق په یو ساعت او یا یوه ورځ کې تر سره شي. دا واقعا یوه ساده، خوشحالونکې او خوندوره بريا ګڼلی شو.
پاکه لاسته راوړنه د زړه له تله خدمت، مینې او قربانی پورې اړه لري، دلته ۵ اصول دي چې باید د بريا په لار کې مراعات شي او نه باید د بريا په لار کې او نه هم د هدف د تر لاسه کولو نه وروسته له یاده وایستل شي:
- خپل هدف مو و پیژنئ او په هغه باندې تمرکز وکړئ: تاسې کولای شئ خپل هدف د مستقیمو او یا غیرمستقیمو لارو چارو څخه تر لاسه کړئ او یا هم له بل څخه مشوره واخلئ تر څو تاسې د هغه په پیدا کولو سره برلاسي شئ او هدف مو بیا بیا تعین کړئ ځکه دا د یوې ورځې کار نه دئ. هدف د وخت او زمان په تیریدلو سره په بار بار تغیر کوي. ځان فعال وساتئ او د هر هدف د ترلاسه کولو څخه وروسته ځان ته لوی هدف وټاکئ.
- د نورو خلکو د خدمت لپاره وفاداره واوسئ: په ریښتا د خپلو ملګرو، دوستانو، همکارانو لپاره خدمت کول د کامیابۍ یو لوی راز ګڼل کیږي او یو ډیر مهم اصل ګڼل کیږي ځکه په خدمت کولو سره وجدان آرامه کیږي او انسان د آرامۍ احساس کوي، بريا خدمت کولو ته وایي.
- په هر وخت کې په خپلو ملګرو باور ولرئ: هره ورځ، ښه ورځ نه وي او هر کال هم ښه کال نه وي. دا په یاد ولری چې ددې ورځو څخه يې باید زده کړو او د راتلونکو ورځو کې ور څخه ښه استفاده وکړو. اعتبار او اعتماد درلودل د تیرو دوه مرحلو کیلي ګڼل کیږي. که تاسې مطمین یاست چې تاسې سم او مهم کار تر سره کوئ او دې سره نورو خلکو ته خیر رسیږي نو په خپلو ملګرو اعتماد وکړئ او پر مخ ولاړ شئ. د ژوند په تر ټولو لوړ پوړ کې هم خپل دوستان له لاسه مه ورکوی.
- د خپل ځان خیال ساتئ: د خپل ځان زیات خیال ساتئ. خپله روغتیا، خپل کاري ژوند او راتلونکې ته باید زیات متوجه واوسئ. خپل ځان ته اجازه ورکړئ چې استراحت وکړي او خپل ځان مطمین کړئ چې د هغه کار د بیا تر سره کولو انرژي لرئ.
- خپله بريا ولمانځئ او له نورو سره یې شریکه کړئ: کوم وخت چې تاسې خپله کامیابي له نورو خلکو سره شریکوئ؛ تاسې د کامیابۍ د باغ نوي نیالګي کینوئ، ځکه کامیابي یوازې يو، یوه مرحلهای عمل نه دی. دا د باغ شکل لري؛ خپل موسم لري چې په میوه کې زیاتوالی او کموالی راځي خو باید تر ینه اعظمي ګټه پوره کړو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.