له سپوږمۍ راډیو او مسیر ورځپاڼې به مننې!
پروان د افغانستان له مرکزي او دويمې درجې ولايتونو څخه دى چې د پلازمېنې کابل شمال ته په ٦٤ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولايت له ميدان وردګو، باميان، بغلان، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو سره پولې لري او مرکز يې د چاريکارو ښار دى. ګل غونډۍ د دغه ولايت په مرکز کې مشهوره تفريحي سيمه ده چې ارغوان يې شاعرانو هم ستايلي او خلک په پسرلي کې له کابل او نورو ولايتونو څخه د تفرېح لپاره ورځي. پروان ټول ٤١٠ ښوونځي لري چې له دې ډلې ١٥٩ يې لېسې، ١٢٦ يې منځني او ١٢٥ يې لومړني ښوونځي دي. په دغو ښوونځيو کې ٨١٢ ښځينه او ٤٨٦٧ نارينه ښوونکي په تدريس بوخت دي. په دغو ښوونځيو کې تر ١٣٩٠ کال پورې ١٢٨٠٧٠ هلکان او ٧٧١٦٥ نجونې په زده کړو بوخت وو. دغه راز په دغه ولايت کې د ديني زده کړو ٣٤ مرکزونه شتون لري چې څلور يې دارالعلومونه، ٢١ يې تر دوولسم ټولګي پورې ديني مدرسې او ٩ يې دارالحفاظونه دي. په دې ديني مرکزونو کې ١٣٧٩٤ تنه نارينه او ٣٣٢١ تنه ښځينه زده کوونکو ته د ٤٨٩ تنو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېږي. د پروان په مرکز چاريکارو کې يو د قابلګۍ او بل د نرسېنګ د زده کړو مرکزونه هم شتون لري. په دغه ولايت کې يو خصوصي پوهنتون او درې خصوصي ښوونځي فعاليت لري او په جوماتونو کې هم کوچنیانو ته دیني زده کړې ورکول کېږي. د پروان په مرکز کې دولتي پوهنتون هم شته. په دې پوهنتون کې د ښوونې او روزنې، ژبو او ادبیاتو، کرنې، اقتصاد، ژورنالېزم، حقوقو، ټولنیزو علومو او کمپیوټر ساینس په پوهنځيو کې محصلین زده کړې کوي. د پروان پوهنتون د بنسټ ډبره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۰ کال کې د یوه دارالمعلمین په توګه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې کېښودل شوه. دغه دارالمعلمین په ۱۳۸۱ کال کې د پیداګوژۍ انستیتیوت ته ارتقا وکړه. په ۱۳۸۷ کال کې د لوړو زده کړو د انستیتیوت په نوم ونومول شو او په ۱۳۹۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم یې نوم د پروان پوهنتون ته واوښت، چې اوسمهال یې په اتو پوهنځیو او ۲۵ دیپارتمنتونو کې محصلین خپلې لوړې زده کړې کوي.
د پروان پوهنتون د رییس ښاغلي پوهندوی غلام داوود بها په وینا، دغه پوهنتون اوسمهال اته پوهنځي لري چې محصلین یې په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي او د نهم پوهنځي چې شرعیات دی، د منظورۍ چارې هم بشپړې شوې دي، چې د ژمني سمستر لپاره به نوي محصلین جذب کړي. پوهندوی بها وایي، پروان پوهنتون ټول ۴۰۰۰ محصلین لري چې ۴۰۰ یې نجونې دي. دغه پوهنتون هر کال ۲۰۰۰ نوي محصلین جذبوي چې تر اوسه یې ټولټال ۲۰۰۰ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
د پروان پوهنتون یو کال وړاندې د پوهنتون دننه یوازې د هلکانو لیلیه درلوده، خو دا چې پر شرایطو د برابرو محصلینو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې و، نو د پوهنتون مسوولین اړ شول چې له پوهنتون څخه بهر د هلکانو لپاره بله ودانۍ کرایه کړي او د لیلیې امکانات ورته برابر کړي. د پروان پوهنتون رییس پوهندوی بها وایي، تېر کال یې د نجونو لپاره هم د پوهنتون په دننه کې د لیلیې امکانات برابر کړل چې اوسمهال ۴۵ نجونې پکې ژوند کوي.
پروان پوهنتون ټولټال ۱۵۱ استادن لري، چې په بېلا بېلو پوهنځیو کې تدریس کوي. د پروان پوهنتون مشر وایي، ۵۰ تنه استادان همدا اوس په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا پر زده کړو بوخت دي. د استادانو په ډله کې ۱۰ تنه یې ښځینه دي، چې ۵ تنه یې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوختې دي.
دا چې د پروان پوهنتون له جوړېدو ډېر وخت نه دی تېر شوی، له بهرنیو پوهنتونونو سره تر اوسه پورې پرمختللې اړیکې نه لري. د پروان پوهنتون رییس وایي، چې اوس اوس یې د ترکیې، ایران او تاجکستان له مشهورو پوهنتونونو سره ځینې تړونونه لاسلیک کړي چې په راتلونکي کې به ور سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو دغه پوهنتون بیا د هېواد له لویو پوهنتونونو سره ژورې علمي اړیکې لري.
د پروان پوهنتون رییس وایي، تر اوسه پورې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو هڅه یې دا ده چې تر راتلونکو دوو یا دریو کلونو پورې د دغه پوهنتون په دریو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي.
د دري ادبیاتو پوهنځي د پروان پوهنتون له تاسیس سره سم د دغه پوهنتون په چوکاټ کې پر فعالیت پیل کړی دی چې د دغه پوهنتون له اساسي پوهنځیو څخه شمېرل کېږي.
د ټولنیزو علومو پوهنځي په ۱۳۹۲ کال کې د پروان پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د یوه دیپارتمنت په توګه پر فعالیت پیل وکړ چې هم د شپې او هم د ورځې له خوا پکې محصلین لوړې زده کړې کوي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د پروان پوهنتون له اتو پوهنځیو څخه دی چې د لومړي ځل لپاره یې په ۱۳۹۱ کال کې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د ۵۵ محصلینو په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنځي په لومړي سر کې ځانګړي استادان نه درلودل، خو ځینو استادانو په افتخاري توګه محصلینو ته تدریس کاوه. دغه دیپارتمنت په ۱۳۹۴ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته ارتقا وکړه. دغه پوهنځی اوس دوې څانګې لري معلوماتي سیستم او معلوماتي ټکنالوژي.
کله چې په ۱۳۸۱ کال کې د پروان د پيداګوژۍ انستیتیوت د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقا وکړه، یوازې په یوه ټولګي کې یې یو کوچنی کتابتون درلود. په ۱۳۸۵ کال کې د فرانسویانو له خوا د دغه پوهنتون کتابتون په (ډیوي) عصري سیستم سمبال شو. په ۱۳۹۰ کال کې دغه کتابتون له کوچني ټولګي څخه یوې ځانګړې ودانۍ ته ولېږدول شو چې تر اوسه پورې په هماغه ودانۍ کې فعالیت کوي. دغه ودانۍ ځانګړې اداره، د کتابونو لپاره لوی سالون او د هلکانو او نجونو د مطالعې لپاره ځانګړی ځای لري. د پروان پوهنتون کتابتون په ټولو اړوندو برخو کې کافي کتابونه لري، چې د سهار له ۷ بجو د مازدیګر تر ۶ بجو پورې د پوهنتون محصلین او استادان پکې د مطالعې او څېړنې اجازه لري. دغه راز، هغه کسان چې له پوهنتون څخه د باندې په نورو تحصیلي موسسو کې زده کړې کوي، هم کولی شي له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او خپلې تحصیلي ستونزې پکې هوارې کړي. د پوهنتون رییس وایي، اوسمهال د پروان پوهنتون په کتابتون کې له ۲۰ زرو عنوانو زیات کتابونه شته چې پر دې سر بېره دغه پوهنتون الکټرونیکي کتابتون هم لري چې استادان او محصلین ترې ګټه اخلي.
په دغه علمي مرکز کې اوسمهال ۴۹ اداري کار کوونکي ۱۵۱ استادان، چې ۴ تنه یې د دوکتورا، ۷۴ تنه د ماسټرۍ او ۷۰ تنه یې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري، فعالیت کوي. د پروان پوهنتون رییس وایي، د دریو نورو استادانو د مقررۍ چارې روانې دي. دغه پوهنتون د سپورټ کمېټه هم لري، چې هره میاشت په بېلا بېلو برخو کې د پوهنتون د پوهنځیو په کچه لوبې تر سره کوي. دغه پوهنتون ځانګړی کمپیوټر لب چې اوسمهال پکې لږ تر لږه ۳۰ پایې کمپیوټرونه موجود دي، د ویډیو کنفرانس تالار چې وخت ناوخته د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد د نورو پوهنتونونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خپلې، کړنې، ستونزې او غوښتنې شریکوي لري.
د هېواد د نورو پوهنتونو په څېر د پروان پوهنتون اداره هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې د رییس په وینا یې تر ټولو لویه ستونزه یې د تشکیل کمښت دی. دی وایي، د ۴۰۰۰ محصلینو لپاره د ۱۵۱ استادانو شمېر بسنه نه کوي؛ ځکه له دې ډلې ۵۰ تنه یې اوسمهال په کور د ننه او بهر کې پر دوکتورا او ماسټرۍ اخیستو بوخت دي.
حمید الله حمیدي
You also might be interested in
خوشالي هغه څه دي چې ترلاسه کېږي، خو یوازې پر[...]
لیکنه: حمیدالله حمیدي د ملا له اذان سره یې سم[...]
د افغانستان د پوهنتونونو د محصلینو د پاره د 2015[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی