لیکنه: شفیع الله هوشمند وردګ
دتیري برخی په ادامې سره…
او همدارنګه دپروژی دپلانینګ په مرحله کی دهرچا مسولیتونه او رول مشخص کیږی، او هرڅوک پدی پوهیږی چی څوک چاته جواب ورکوونکی دی. ددي لپاره چی پروژه لابریالۍ وی نو پروجیکت منیجرباید ددی مرحلی په جریان کی یوڅه نورکارونه وکړی چی په لاندی ډول دی.
دهدف شرح Scope Statement :
هغه اسناد چي دیوی پروژی ضرورتونه، ګټه، موخه، مهمی پیښی او هغه مهم کارونه چی باید سرته ورسیږی په ښکاره ډول مشخص کړی هغی ته Scope Statement وایی، Scope Statement کیدای شی دپروژی په جریان کی تغیرشی خو هغه صرف دپروژی منیجرداکارکولای شي، پدي کی باید کارونه پلان شي او دپروژی دارتباط لپاره یو تجسم شوی پلان طرحه شي، اود پروژی لپاره دکاردتقسیم بندی تقسیم اوقات یا Work breakdown Schedule WBS ترتیب شی اوهمدارنګه داهم ډیرمهم دی چی که چیرته په پروژه کی بهرنی برخه اخستونکی شتون ولری نو دهغوی سره دارتباط په خاطر باید دارتباط یو تقسیم اوقات جوړشي.
دخطردمنیجمنټ پلان Risk Management Plan :
لومړی ټول پیش بینی شوي خطرونه باید مشخص شی، عمده خطرونه عبارت دی له تصوری وخت، دقیمت برآورد، دمشتریانوسره دمخامخ کیدو دوران، دبودیجی کمبوتات، دضرورتونو بدلون، او دټاکل شویو منابعو کمبود دي.
مهمه نقطه: کله چی دکاردتقسیم بندی تقسیم اوقات یا Work breakdown Schedule WBS جوړوو، نویاید دکارد پکیج ورځی ترلسوورځوزیات نشي، باید په یادکارکی دټیم دغړوڅخه د هغوی دمشخصوکارونو په باره کی پوښتنه وشی چي په څومره وخت کی یی پای ته رسولی شي.
دریمه مرحله: دپروژی عملکرد یا Project Execution
پدی مرحله کی مهم کارونه پرمختګ کوی او تکمیلیږی، نوځکه دپروژی دچاغیدو یا غوښي نیولو مرحله هم ورته وایي. پدی مرحله کی دحالت راپورونه یا status reports او جلسي یا meetings پرمختګ کوی، اودعملکرد راپورونه یا performance reports ختمیږي، او ګډونوال دخپلومسولیتونو څخه خبریږی ترڅو اجراء یی کړی.
پدي مرحله کی عموماُ لاندی کارونه شامل دی:
دټیم مقررکول یا of team Assign، منابع په کاراچول، دپروژی دپلان عملی کول، دتدارکاتو مدیریت، که ضرورت شی پروجیکت منیجرپه مستقیم ډول دپروژی دپیشرفت په کارونو کی برخه اخستل، دکارونو مشخص کول، دجلسویا میټینګونونیول، دپروژی تقسیم اوقات آپډیټ کول او که ضرورت وو دپروژی په پلان کی تغیرات راوستل شامل دی.
کله چي دپروژی دنظارت یا مانیټورینګ مرحله مختلفی غوښتنی ولری دعملکرد او مانیتورینګ مرحله همزمان شروع کیږی.
ادامه لری…
شفیع الله هوشمند وردګ
دتیري برخی په ادامې سره…