لیکنه : سونیل کمار
ژباړه : عبدالله فضلی
د ژباړی اصلاح : نثاراحمد وجدان
________________________________________________
د پروګرامینګ ځینی داسی بد عادتونه سته کوم چی نه مو پریږدی چي ښه او تکړه پروګرامران واوسئ . که چیری غواړی چی یو ښه پروګرامر له ځان څخه جوړ کړی نو باید د لاندي بد عادتونو ښکار نسئ.
کله چی خبره د پروګرامینګ هنر ته راسی ، نو ډیر داسی بد عادتونه سته چی تاسو د ښه او تکړه پروګرامرانو له ښه جملی څخه لری ساتی چی د هغو له جملی څخه یې ځیني لاندی ډول دی.
کیدای سی داسی بد عادتونه ډېر وی خو دا 10 عادتونه ډېر خراب راته ښکاره سول نو ځکه مو یې یادونه ضروری وبلل
خپل عادتونه پکښی پیدا کړی او کوښښ وکړی چی له مینځه یې یوسئ .
1. زه هیڅ کومک ته ضرورت نه لرم.
ځینی وخت تاسي په یو مشکل کی بند پاته کیږی لیکن تاسو نه غواړی چی د بل چا څخه مرسته وغواړی ځکه چی تاسو داسی فکر کوی چی ستاسو سره د هغه مشکل حل سته ، لیکن پیاد ولرئ چی په دې نړۍ کی هیڅ څوک هم له ځانه پوره نه دی.
د پروګرامرانو په ژوند کی ځینی وخت مشکلات دومره مغلق سی چی تاسو نه پوهیږی چی څه وکړی ، په داسی حالت کی تاسو یو بل چا ته ضرورت لری چی ستاسو سره کمک وکړی
د بل چا څخه کومک غوښتل نه یوازی ستاسو مشکل در حلوی بلکی ستاسو وخت هم در سپموی.
که چیری ستاسو نژدې کس ستاسو سره مرسته ونسوای کولای، نو تاسو کولای سی چی د پروګرامینګ د ځینو ټولنو څخه مرسته وغواړی چی تر ټولو مشهوره یې stackoverflow ده.
2. تاسو ژر ماته منئ
که تاسو پروګرامر یاست یا نه یاست او تاسو ژر ماته منئ، نو تاسو ژر ناکامه کیږئ.
زیاتره پروګرامران د یو مشکل د حل لپاره لږ وخت کوښښ کوی او که چیری دوی ونسوای کولای چی هغه مشکل حل کړی نو پری ایږدی یې په داسی حال کی چی دوی د هغه مشکل و حل ته ډیر نژدی سوی وی .
که تاسو غواړی چی یو ښه پروګرامر واوسئ نو کوښښ وکړی چی دا بد عادت له ځان څخه لری کړئ.
3. د ګروپ د یو غړی په حیث کار نه کولډیر داسی خلګ سته چی په یوازی ډول ښه کار کولای سی خو کله چی خبره د ګروپی کار سی نو زړه نه ورته ښه کوی . که چیری تاسو یو پروګرامر یاست نو باید د ټیم د غړو سره همږغی واوسئ. کله چی تاسو په ګروپی شکل کار کوی نو تاسو له یو بل څخه ډیر څه زده کوی.
4. د کوډ لپاره د زیاتې تبصرې (کمینټ) لیکل
________________________________________________
د یوکوډ لپاره د تبصرې یا کمینټ لیکل یو ښه عادت دی خو ځینی وخت تاسی دومره زیاته تصبره ولیکی چی هر څه سره ګډوډ کړی .
زیاته تبصره لیکل د دې باعث کیږی چی په کوډونو باندی پوهیدل مشکل کړي
5. د کوډ د شروع کیدو تر مخه تاسو پلان نه لرئ
________________________________________________
پروګرامران باید د مختلفو مشکلاتو سره په منظم ډول ګذاره وکړی. ځینی وخت مشکل ډېر اسانه وی او ځینی وخت ډېر پېچلی وی. نو په دې خاطر تاسو باید د کوډ لیکلو تر مخه پلان ولری چی د مشکل د حل لپاره څه ډول کوډ ولیکی. دا به ستاسو سره د مشکل په ښه ډول پیژندنی، د ارزیابی (ټیسټول testing) او د وخت په سپما کی مرسته وکړی.
6. زه مشر یم
که چیری تاسو د یو ګروپ لارښود یاست نو د یو لارښود په ډول رویه وکړئ نه د یو مشر په ډول.
*خلګ لارښود خوښوی او د مشر څخه بېره پیدا کوی*
د یو مشر په صفت رویه کول به ستاسو او ستاسو د کارکوونکو تر منځ سرحد جوړ کړی او دوی به ستاسو څخه د معلوماتو په پټولو شروع وکړی . کوښښ وکړی چی تاسو د خپلو کارکوونکو سره همکاره واوسئ.
7. هره ورځ مجلس دایرول
که چیری تاسو د هری ورځی د مجلس دایرولو بد عادت لری ، نو دا یو غلط کار دی . که چیری د یو مجلس دایرول مهم وی نو هغه ته یو معلوم وخت او یا یو معلومه ورځ وټاکئ ، دا به ستاسو وخت ډير ګټور تمام کړی .
8. دا کار تا غلط وکړ.
ما داسی ډېر خلک لیدلی دی چی دوی نور خلګ د هری غلطۍ په خاطر ملامتوی. دوی هر وخت کوښښ کوی چی خپله غلطي پر بل چا تحمیل کړي او هغوی ملامت کړی.
د یو پروګرامر او ډیویلپر(Developer) په حیث تاسو باید دا بد عادت له ځانه لری کړی . داسی یو عادت په ځان کی پیدا کړی چی ستاسو هره کړنه که منفی وی او یا هم مثبته ، ومنی . که چیری تاسو د یو ګروپ لارښود یاست نو تاسی باید هغه تیروتني ومنی چی ستاسو د ګروپ یو غړی یې تر سره کوی. دا به تاسو يو ډير مسؤلیت پزیره کړي.
9. د هلو ځلو تخمین او اټکل نه کول
تر مخه د دې چی تاسو په یو پروژه باندی شروع وکړی که هغه کوچنی وی او که غټه ، د وخت آتکل باید وکړی . که چیری تاسو د وخت اټکل ونه کړی ، نو دا به ډېره مشکله وی چی تاسو دې خپله پرمختيايې پروسه تنظیم او ترتیب کړي.
10. کاپي او پيسټ
________________________________________________
دا یو د هغو لوی ترینو غلطیانو څخه شمیرل کیږی چي خلګ یې د پروګرامینګ په وخت کی ترسره کوی .
د مثال په ډول : دوی یو پوښتنه لری نو ځی و انټرنیټ ته او هلته د خپلی پوښتنی لپاره ځواب پيدا کوی او کاپي کوی او په خپله پروژه کی یې بغیر له فکر کولو څخه پیسټ وی يې. سبا ورځ چی کله دوی بیا د دې پوښتنی سره مخامخ سوی نو دوی باید بیا انټرنیټ ته ولاړی سی او د پوښتنی حل پیدا کړی چی دا یو له خراب ترینو عادتونو څخه شمیرل کیږی .
________________________________________________
نتیجه
________________________________________________
زه ډیره حده باوري یم چی هر پروګرامر او Developer پر مختګ کوی. د دغه بدو عادتونو درلودل هیڅ خبره نه ده لیکن کوښښ وکړئ چی د غه بد عادتونه له منځه یوسئ تر څو یو ښه او تکړه پروګرامر واوسی.