ژباړه: حمیدالله حمیدي
د مور په خېټه کې یې پوره نه میاشتې تېرې شوې وې. څو شېبې ورسته یې دې دونیا ته راتلو.
د خپل خدای پاک حضور ته ورغئ، وویل «زما خدایه! خبر شوم، څوشېبې وروسته مې هغې نړۍ ته استوې، چې له ستونزو او کړاونو ډکه ده، په دې کمزوري وجود، وړو پښو او لاسونو په څنګه د بل چا له مرستې پرته هلته ژوند وکړای شم؟»
خدای پاک ورته په ډېره مینه ځواب ورکړ« د ګڼ شمېر پرښتو له ډلې مې یې یوه ستا لپاره په پام کې نیولې ده او ستا څخه به پوره ساتنه کوي.»
خو ماشوم، لا هم ډاډه نه و، چې ولا شي او که نه، ویل یې« دلته په جنت کې، خو زما یوازنۍ دنده خندا او غاړې کول دي، ستا پرښته به زما د خوښۍ لپاره څه وکړای شي؟»
خدای پاک ورته مسکی شو « ستا پرښته به تاته خاندي او آوازونه به درته وایي، تا به هېڅکله هم خپګان ته پرېنږدي، وبه ګورې، چې ته به هلته څومره خوشاله وې.»
ماشوم یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ« زه څه پوه شم، چې خلک څه وایي ځکه زه خو د هغوی په خبرو نه پوهېږم؟»
خدای پاک له هغه سره مینه وکړه « پرښته به دې تاته د نړۍ تر ټولو خوږې کلمې، چې ته به یې د اورېدلو لېواله وي در اوروي.
په ډېره مینه او پوره صبر به تا د هغه چاپېریال ژبه در زده کړي، چې ته پکې ژوند کوې.»
ماشوم بیا خواشینی شو وویل« کله، چې له دې ځایه ولاړ شم غواړم له تا سره هم خبرې وکړم، د دې زمینه به څوک راته برابره کړي؟»
خدای پاک یې دې پوښتنې ته هم ځواب درلود « هغه ستا پرښته نه ده، هغه به ستا دواړه لاسونه څنګ په څنګ ونیسي او تاته به وښایي، چې څه ډول دعا وکړې.»
ماشوم یې خپل سره را پورته کړ، اورېدلي مې دي، چې په هغې نړۍ کې ډېر بد خلک هم ژوند کوي، زه خو ډېر وېرېږم، هلته به څوک له ما څخه ساتنه کوي؟»
«پرښته به دې له تا څخه ساتنه کوي، په هر ډول شرایطو کې ان که د خپل سر په بدله هم وي.»
ماشوم په حیرانۍ سره وویل، دا چې اوس له دې ځایه ځم ډېر خپه یم، ځکه نور به تاسو نه شم لېدلای.»
خدای پاک یو ځل بیا ورته مسکی شو« پرښته به دې تل له تا سره زما په اړه خبرې کوي، او له ما سره د راز او نیاز لار به درته ښایي په داسې حال کې، چې زه به تل ستا په څنګ کې وم.»
په دې وخت کې په جنت کې آرامۍ خوره وه، خو د ځمکې غږ اورېدل کېدو.
ماشوم پوه شو، چې نور باید ډېر ژر ځمکې ته خپل سفر پیل کړي، خو په ډېره ورو لحجه یې یوه بله پوښتنه هم وکړه ، یا خدایه پاکه! «که ټولې خبرې همداسې وي، نو غواړم د خپلې پرښتې نوم مې هم زده کړم، چې غږ ورته وکړم.»
«نوم یې اړین نه دی، خو په اسانۍ سره کولای شې، چې (مور) ورته و وایې.»