(( هر هغه څوک، چې د یوې مفکورې پر سر یې بله مفکوره په ذهن کې ګرځي، له خپله هدفه لرې کېږي، ځکه یوه یې د بلې ځای نیسي)) «دانته».
په جرئت سره ویلای شو، چې پرېکړه د ژوند تر ټولو سخت کار دی، بیا که چېرته هغه یو برخلیک ټاکوونکې پرېکړه وي نو لا به سخته وي. له نورو به مو ډېر اورېدلي وي، چې پرېکړه ورته ډیره ستونزمنه ده، ځکه دوی همېشه په دې فکر کوي، چې که دا کار وکړي څه به کیږي؟ او که یې ونه کړي څه به کیږي؟. ویلیام جیمز وایي: (( داسې لحظې شته، چې باید پرېکړه وکړو، خو نه شو کوالی ځکه وېرېږو هسې نه غلطي وکړو.)) په ځانګړي ډول د کمال خاوندان ډیری له دغه خبرې وېرېږي، ځکه دوی فکر کوي، چې که اشتباه وکړي نو ناورین به رامنځته شي، په داسې حال کې، چې داسې نه ده. ځکه اشتباه له انسانانو سره مله ده؛ خو هڅه باید وشي، چې کچه یې را ټیټه شي.
د تصمیم نیونې ګټې
هغه کسان، چې لوی مسوولیتونه یې پر غاړه دي، د پرېکړې په ګټه پوه دي په تېره بیا هغه کسان، چې مدیریت کوي. جالبه خبره داه ده، چې دا ډول کسانو همېشه پروخت او سم تصمیم نیسي، خو ولې؟ ځګه دوی تجربه لري ، حالاتو ته په خلاصو سترګو ګوري او له لوړې وړتیا څخه برخمن دي. خو داسې هم کېدای شي همدا پیاوړي مدیران ډیر کله نادرسته پرېکړه کوي په دې صورت کې څه باید وشي؟ خیر هېڅ خبره نه ده نیچه وایي: (( د پرېکړې لپاره هېڅ کله هم نه وخت نه ده)) که مو ناسمه پرېکړه کړې وه سم له واره یې بدله کړئ.
د پرېکړې شرطونه:
۱- د هر کار د کولو مخکې له پوره عقل او تدبیر څخه کار واخلئ.
هېڅوک نه شي کولای، ستاسو د خپل عقل په اندازه در سره مرسته او درته لار ښوونه وکړي.
۲- د خپلې پرېکړې په اړه پوره مطالعه وکړئ.
له هوښیارو خلکو سره مشورې وکړئ او د خپل کار په اړه پوره څېړنه وکړئ.
کله مو، چې معلومات پوره شول له هغې وروسته وروستۍ پرېکړه وکړئ.
۳- په تصمیم نیونه کې دوه زړي مه اوسئ.
که زړه نا زړه وی، نو پوه شي، چې خپلې پرېکړې ته هم وفاداره نه یی، ځکه وېره لرئ، هسې نه په خپل کارې کې پاتې راشئ. شکسپیر وایي(( زړه نا زړه توب له موږ سره خیانت کوي)).
۴- د پرېکړې پر وخت قوي اوسئ.
کله مو، چې د یوه کار مثبت او منفي اړخونه په پوره غور سره وسنجول، د پرېکړې پروخت پوره قوي اوسئ، خپل تصمیم مو په پوره زړور توب سره ونیسئ او د ویرې احساس مه کوئ هغه کسان، چې له پرېکړې وروسته هم زړه نا زړه وي هېڅ کله هم خپلې موخې ته نه شي رسېدای. ځکه دوه زړي توب هم له احتمالي کامیابۍ هم محروموي.
۵ – په بيړه پرېکړه مه کوئ.
که په بیړه پرېکړه ونیول شي، په نیمه لاره کې له یو ډول وسواس سره مخ کېدای شی او یا هم داسې یوې نتیجې ته رسېږی، چې له خپلې پرېکړې خوند نه شی اخیستی. که په عجله پرېکړه وکړئ خپله پرېکړه به مو له ستونزې سره مخ کړي، ستاسو ژوند قیمتي دی، په بې ګټې پرېکړو باندې یې باید مصرف نه کړئ.
۶- د غلطو پرېکړو له پایلو مه وېرېږئ.
که وډار شئ او و وایی کومه لاره، چې تاسو غوره کړې ده، کېدای شي سمه نه وي ، یو قدم هم مخکې نه شی تلای لکه یوه پوه، چې وایي(( څه چې تر اوسه بشر زده کړي د خپلو ازموینو او غلطیو نتجه یې ده)) انسانان د اشتباو په وسیله حقیقت ته رسیږي، نو باید له خپلې پرېکړې او احتمالي اشتباه څخه وېره ونه لرئ. او په پای کې مو دا هم له یاده مه باسئ، چې تصمیم د بري لومړی شرط دی.