د ۱۳۹۷ کال د وږی ۱۸ نېټه کابل
د پلاستیک ککړتیا او د ژوند په چاپېریال یې اغېزې
پلاستيک هغه عضوي مواد دي کوم چي په مصنوعي ډول د حرارت په نتيجه کې دانسانانو په واسطه منځ ته راځی چې په خپل ترکیب کې مختلف کېمياوي مواد لري ځکه يي د تجزيه کېدو پر وړاندې مقاومت زيات دي، دا هغه کېمياوي ماده ده کوم چې سرچینه یې نفت او نفتی مواد دي چې په خپل ترکیب کې ځینې کېمیاوی مواد لکه کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، کلورين او سلفر لري چې دا عناصر د هوا، اوبه، ګاز، تيل، ډبرو سکرو او حتی د ژونديو نباتاتو څخه راځي. اوس مهال په افغانستان او په ټوله نړۍ کې د پلاستيک څخه په پراخه پيمانه په مختلفو برخو کې استفاده کېږي، لکه د مختلفو کرنيزو نباتاتو ژغورنه د تودوخې او ناروغیو په مقابل کې، د شنو خونو په جوړولو او د سوداګرېزو توکو د انتقال برسېره پر دې د طبي وسايلو، ماشينونو، کمپيوترونو، موبايلونو او داسې نورو صنعتي وسايلو لپاره د يو موثره او ساتونکې پوښ ځانګړتیا لری چې پورته ذکرشوې ټولې هغه ځانګړنې وي چي د پلاستيک صنعت ته يي وده ورکړې ده .هېره دي نه وي چي پلاستيک د موټر سازي، هوايی الوتکو،بحری بيړی، په ځينو برخوکې په کار وړل کېږی.
د جوړښت له مخې پلاستيک مختلف ډولونه لري لکه ترمو پلاستيک يي هغه ډول دي چې دتودوخي په مقابل کې کېمياوي تغير نه مني او بيا بيا ځل استعماليدي شي لکه PP,PE,PS,PVC او بل ترموسيت پلاستيک دي چي يوازي په يو ځل شکل اخلي او بيا بيا نه استعماليږي، چې د دې پلاستيک استعمال په صنعت ،کرنيزو چارو، او نورو برخو کې زیات د استعمال وړ دی، د دې ترڅنګ چاپيريال ته دزيان اړوونکي عامل په توګه پيژندل شوی دي په هغه صورت کې چي په زیاته اندازه تولید شی اوچاپيريال ته په خپل سر علاوه شي.
اوس مهال په نړیواله کچه د پلاستیکی ککړتیا پر وړاندې هڅې پیل شوې تر څو د دې خطرناکې ککړتیا مخنیوی وشی، دغه راز روان 2018 کال د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ د هندوستان هېواد په پلازمېنه کې د پلاستیکی ککړتیاو څخه د مخنیوی پر لارو چارو تر سرلیک لاندې و لمانځل شوه.
د پلاستيک ککړتيا
هغه پلاستیکی مواد چې د ژوند په چاپيريال کې د زهري ځانکړتیا په لرلو سره په وحشي ژویو، کورنی یا اهلی ژویو ،مرغانو ،ماهيانو او بلاخره په انسانانواو دانسانانو په هستوګنځايونو باندې ناوړه اغيزې ولري پلاستيک ککړتيا بلل کېږي. پلاستيکونه چي دانسانانو لخوا په زياته اندازه استعماليږي نو ځکه یې چاپيريال ته په زیاته اندازه زیان اړولی او چاپیېریال ته یې زیان ځکه ډېر دی چې پلاستيک ډير وخت ته اړتيا لري چې تجزيه او يا هم له منځه لاړ شي، څرنګه چې د پلاستيک ککړتيا په انسانانو باندې اغيزې لري دغه راز په ځمکه، سيندونو او سمندرونو باندې هم ناوړه اغيزي لري ژوندی موجودات، په ځانکړی توګه سمندري حيوانات، کېدای شي د پلاستيک خوړلو له لارې اغيزمن شي دا ځکه چي د دوي معدي نه توانيږي چي نوموړی پلاستيک دي هضم کړي نو څرنګه چي دغه پلاستيکونه چي ضايع شوي دي او په خپل ترکېب کې کېمياوي مواد لري نوموړي مواد دژونديو موجوداتو په بيولوژيکې فعاليتونو کې خنډونه رامنځته کوي.هيره دې نه وي چې انسانان هم د پلاستيک په واسطه اغيزمن کېږي لکه د تايرايډ هارمون اغيزمنوي او يا يي له منځه وړي همدارنګه تنفسي سيستم او تر څنګ يي په لويه سطحه د هاضمي د سيستم په تخريب او فعاليت کمونه کې د يو لوی مرستيال په توګه کار تر سره کوي په نړیواله کچه هر کال 335 ميلونه ټنه پلاستيک مصرف کېږي، چې له مخې يي يوازې 9٪ یې بيرته په ګټور حالت بدليږی او پاتې نور یې سمندرونو او دښتو کې پاتې کېږی.
د پلاستيک تجزيه
د پلاستيک تجزيه د هغوي په کيمياوي ترکيب پورې اړه لري مختلف ډولونه يي دمقاومت اوپوليميريزم پر بنسټ شتون لري. چې د پوليميرونو له منځه تلل په چاپيريال او سمندرونو کې اوږد وخت ته ضرورت لري ځکه کوچني ماليکولونه يي په کلک ډول يو د بل دپاسه نښتي وي. چي دا فکټورونه په ځينو چاپيريالونو کې دپلاستيکې خځلو په دوامداره پاتي کېدو کې مرسته کوي وروستي مطالعې داسې ښايي چي د پلاستيک تجزيه او له منځه تګ په سمندرونو کې ډير سريع دي نسبت دې ته چې پلاستيک دلمر وړانګو ياهم دباران په مقابل کې قرار ونيسي او يا دنورو چاپيريالي حالاتو په مقابل کې واقع شي نو دا خپله د دې ښکارندوی ده چې کله پلاستيک په وړو ټوټو په بحرونو کې تجزيه کېږي په سمندرونوکې د زهري موادو په بڼه د سمندرونو په تل کې پاتې کېږي چي سمندري ژوو ته زيان رسوي. د سمندرساتنې ادارې دمختلف ډوله پلاستيکونو د تجزيه کېدو لپاره داسې وړانديز کړی چې دنرمو پياليو پلاستيک به 50 کاله او آن زيات تر سل کلونه وخت ونيسي ، دمشروباتو بوتلونه به 400 کاله وخت ونيسي ، د کار وړ ډايپرونه يا يو بار مصرف پلاستيکې توکې لکه دماشومانو پمپرونه به 450 کاله وخت ونيسي، او د ماهي نيونې جال به 600 کاله وخت ونيسي تر څو تجزيه او له منځه لاړ شي همدارنګه ځينې نور داسې پلاستيکونه هم شته چي ممکن تر 1000کلونو پورې به په د ژوند په چاپېریال کې پاتي شي.
په انسانانو باندې د پلاستیکی ککړتیا اغېزې
دپلاستيک توليد ، استعمال ، او او چاپېریال ته یې غورځول دا دري واړه هغه کړنې دي چي دانسان په صحت ناوړه اغيزي لری بل اړخ ته لکه څرنګه چي وويل شو چي پلاستيک په اوبو هوا خاوره باندې ناوړه اغيزي لري نو په دې خاطر د پلاستيک اغيزې د همدې سرچينو څخه په انسانانو باندې ناوړه غېزه کوی، کله چي پلاستيکې ککړتیاوې له مختلفو سرچينو څخه چاپيريال ته علاوه شي نو دا مواد کولي شی داوبو ،هوا ،اوسيدو ځاي ته ځان ورسوي چي پلاستيکی ککړتیاوې په خپل ترکیب کې مختلف مضره کېمياوي مواد لري.
دغه رازد پلاستيکې ککړتیاوو له امله چې کومې اوبه ککړيږي نو به هغه کې ماهيان هم په ناروغيو اخته کېږي که چيري دغه ماهيان د انسانانو له خوا د تغذيي په منظور استفاده شي انسانان هم اغيزمنوي همدارنکه پلاستيک د سون په نتيجه کې کې هم مضره غازات فضاء ته خپروي چي له دې امله هم انسانانوته مختلفې ناروغي پيښيږي، په پلاستيک کې موجوده کېمياوي مرکبات دي لکه (BisphenolA)، Phthalate،Dioxin، چي دا د انسانانو د تنفسي سيستم او هضمي سيستم تخريب ، دفاعي سيستم کمزوري کول ، بولي تناسلي مجرابنديدل ، شنډتوب ، زړه ، دماغو ،او ځيګرناروغۍ، سرطان، د ماشومانو دودې کموالي ، د حامله ګي په وخت جنين او په مور يي ناوړه تاثيرات، دغدواتو او هورمونو تخريب اود پوستکې تخريش منځ ته راوړي چې Dioxinغوړ خوښوونکې ماده ده چې د حجروي غشا څخه تيريږي او په سايتو پلازم کې د پروتين د ترکیب سره يو ځاي د هستې له لارې DNAسره يو ځاي کېږي سرطان رامنځ ته کوي او هم د شيدو له لاري ماشومانو ته انتقاليږي.
د پلاستيک زیانونه
• په اسانۍ سره نه تجزیه کېږي.
• د پلاستيک د ترکېبي موادو منابع غير قابل تجديد دي.
• دانسانانو په روغیتا باندې ناوړه اغيزې لري.
• دبحري او سطحي اوبو په ايکوسيستم باندي اغيزي کوي او غذايي ځنځير دتخريب سبب ګرځي.
• څومره يی چي د توليد اندازه زياته ده دغه راز د بيا ځلي نوي کولو اندازه يي ډيره کمه ده ځکه ټول ډولونه د پلاستيک د بيا ځلې استعمال وړتيا نه لري.
• که يي حيوانات وخوري هضمولی يې نه شي نو ډول ډول اغېزې پرې واردوي .
• پاکول یې له چاپيريال څخه ډير وخت او مصرف ته اړتيا لري ځکه استعمال يي زيات دي.
• په اسانۍ سره اور اخلي مختلف زهري ګازات (CO,H2S,SO2,NOX,VOC,HCl,CH4) فضاء ته خپروی او د ځمکې کرې د ګرمېدو سبب ګرځی.
• د کم کثافت لرلو له کبله د باد معمولي سرعت سره هم له يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقالېږی چې د چاپېریال د ککړتیا سبب ګرځی.
• کله چې پلاستيک له ۶۵ درجې څخه د لوړې تودخې سره مخ کېږی نو زهري مواد خپروی لکه dioxine, phtalate, bisphenol_A, ethylebenzene.
• په انسانانو کې د سرطان او نورو نارغیو سبب ګرځی.
د پلاستيکی ککړتيا د مخنيوی لارې چارې
• د سوادګریزو توکو د اخيستلو لپاره د ټوټه يي یا کاغذی کڅوړو څخه باید استفاده وشی.
• که سودا په پلاستيکې کڅوړو کې هم وي نو بايد بيا بيا ځلې هماغه پلاستيکې کڅوړي و کارول شي.
• کوښښ وشي چي د بايو پلاستيک تکنالوژي ته پرمختګ ورکړل شي.
• داسي پلاستيکي قوي کڅوړي انتخاب شي چې د بيا ځلې د استعمال وړتیا ولري .
• داوبو پلاستيکې بوتلونه بايد د زيات حرارت او يا هم دلمر وړانګو په مقابل کې واقع نه شي ځکه ددغه پلاستيک ترکېبي مواد د تودوخې له امله اوبه زهري کوي.
• د پلاستيکې پيالو ، کاشوغو او نورو لوښو پر ځای ناشکن يا هم المونيمي لوښي استعمال شي .
• ميندې بايد ماشومانو ته په پلاستيکي بوتلونو کې د ګرمو مايعاتو له ورکولو څخه ډډه وکړي.
• ماشومانو ته دلوبو شيانو تيارولو لپاره لرګين يا اسفنجي سامانونه تهيه شي
• يو بار مصرف لوښو د استعمال کمول.
• کړکېو ته د پلاستيکې پردو له ورکولو څخه ډډه کول ځکه د وړانګو تېريدلو په صورت کې زهري مواد له دغه پلاستيکونو څخه تيتيږي.
• دپلاستيک توليدي فابريکي داسي سيسستم جوړ کړي چي استمعال شوي پلاستيکونه دکمي اجوري په مټ دسيمه اييزو مرستدويانو په واسطه راټول کړي او (recycle) يي کړي.
• د کاغذی کڅوړو تولیدی فابریکو ته وده ورکول.
• دولت او اړونده ادارې باید د پلاستیکی ککړتیاوو په هلکه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی.
درنښت
فیض الله محمدی