• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – دوهمه برخه

Home انجينیريد پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – دوهمه برخه
د پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – دوهمه برخه

د پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – دوهمه برخه

دوهمه برخه

ليکنه: محمود سعيد

 د پله د لوړوالي ټاکنه – Determining of  Height for Bridges 

 د پله د لوړوالي په ټاکنه کې جوړښتيز او اقتصادي محدوديتونه، د پله دواړو لوريو ته د سړک ډول او تګلوری، د کيښتيو د تېرېدلو لارې او د اوبو د تېرېدلو څومره‌والی په پام کې نيول کيږي. د اوبو د تېرېدولو څومره‌والی هغه تر ټولو ډېر جريان دی چې له پله څخه په آسانۍ تېريږي. دا جريان د پله دغوڅې (مقطع) په څرنګوالي، د تکيو او ستنو په ډول، د سيند د مجرا په تنګوالي او د پله په لوړوالي پورې اړه لري. د سېلابي اوبو د تېرېدنې د کچې ټاکنه د پله د اوږدوالي، د ستنو د شکل او لوړوالي له مالولو سره محاسبه کيږي

د لوړوالي د ټاکلو پر مهال بايد د ستنو او بنسټ څرنګوالي او د سيند د بستر ډول ته پاملرنه وشي او د سېلابي اوبو په وسيله رامنځته کېدونکي احتمالي ګردابونه په پام کې ونيول شي. ګردابونه د سيند د بستر د  مينځلو د پروسې د تېزېدو لامل کيږي او د پلونو لپاره ستر ګواښ رامنځته کولی شي.

 له پله څخه دنديزي غوښتنې – Functional Requirements

د سرک له هندسي مسير څخه پرته، پلونه د يوه سرک دوې برخې سره نښلوي خو له دې سره سره بايد پل د اوس او راتلونکو غوښتنو ځواب ويونکی وي. د پله پر سر د کرښو شمېر، د ترافيکو حجم، پلې او د بایسکېلونو لپاره لارې، په منځ کې جلا کوونکی خط، د سطحي اوبو تویول او داسې نور بايد د ډيزاين پر مهال په پام کې ونيول شي تر څو په راتلونکي کې له شونو پېښدونکو ستونزو مخنيوی وشي.

په معاصره انجينيرۍ کې پله ته يوازې د تېرېدو د وسيلې نه بلکې د ډېرو دندو تر سره کوونکې وسيلې په سترګه کتل کيږي. اوس مهال ورو، ورو پخوانۍ کلاسيک ليدلوری بدليږي او پلونه د خپلې اصلي دندې تر څنګ د نورو سترو هدفونو لپاره هم پکاريږي. ځينې پلونه خپله هم هدف ګڼل کيږي او د سیلانيانو د راکښلو، د فرهنګي حوزو د نښلولو او د انرژۍ د توليد په شان د نورو څنګيزو دندو تر سره کوونکي دي.

په جرمني کې د راکوتز لرغونی پل

په جرمني کې د راکوتز لرغونی پل

د جريان لارښوونه – Flow Direction

د سيندونو په اوږدو او همدا شان په عرضي غوڅو کې نامنظموالی د سيندونو د بېلارې کېدو لامل کيږي. دا کار د پلونو د جوړولو او له هغو څخه د جريانونو د تېرولو لپاره ستونزې جوړوي او بايد د مخنيوي لپاره يې د پله په لوړه خوا کې په يو ډول جريان ته په مصنوعي ډول لارښوونه وشي تر څو له پله څخه د تېرېدو پر مهال ستونزې جوړې نه کړي. د دې لارښوونې لپاره ډېر مهال اوږده دېوالونه جوړيږي چې د جريان د لارښوونکو په نوم ياديږي.

ډېر مهال پلونه د سيندونو په تګلوري داسې رامنځته کيږي چې د دې دېوالونو اوږدوالی او ډول مخکې له مخکې نشي ښوول کېدای خو د پله ارزښت ته په کتنې او د سيمې له جوړښت سره سم د هغوی له فزيکي او هندسي جوړو شوو موډلونو ګټه اخستل کېدای شي.

د پله د ډيزاين پر مهال ګڼ پېچلي هايدروليکي عوامل په پام کې نيول کيږي تر څو د تېرېدونکو اوبو ظرفيت، د اغېنزناکو قوو پر وړاندې د ستنو او تکيو کلکوالی او د ځمکې مينځلو احتمالي کچه تر لاسه شي. همدا شان د پله طراحي د سيند د هندسي جوړښت سره مخامخ اړيکه لري او کېدای شي د پله د ډول د څرنګوالي او بارونو د بدلون لامل شي.

ښکلا پېژندنه – Aesthetic

ښايي پوهېږئ به چې انجينیران بايد نوښتګر او ښکلا پېژندونکي وي. په ټولو ودانيو کې ښکلا او د بېرونۍ څېرې په زړه پورې ډول له مهمو غوښتنو څخه دی. دا غوښتنه په پلونو کې هم پلې کېدونکې ده او د ډيزاين پر مهال د نورو اړوندو غوښتنو تر څنګ بايد په پام کې ونيول شي.

پلونه هم د نورو ودانيو په شان يوازې د دوو ځايونو تر منځ د تړلو وسيله نه بلکې د ټولنې د معيارونو، فکر، ځواک، ذوق، نبوغ، نوښت او د انسان د زوړتيا ژور غبرګون دی.

په جنوبي کوريا کې د بانفو پل

په جنوبي کوريا کې د بانفو پل

پلونه بايد خلکو ته ښه احساس ورکړي او د اجزاوو تر منځ يې وړ تناسب شتون ولري. همدا شان د پله د طرحې پر مهال بايد د سيمې چاپېژيال په پام کې ونيول شي؛ د چاپېرېال له غوښتنو او جوړښت سره سم جوړ شي.

 

اقتصادي غوښتې او آسانه ساتنه/څارنه – Economics and Easy Maintains

د اقتصادي پرتلې لپاره د پله د جوړېدنې او بيا د ټول وخت د ساتنې او څارنې لپاره د دقيقو شمېرو پيدا کول ستونزمن دي خو په عمومي ډول ویلای شو چې هغه پلونه چې د وړو وايو لرونکي او ګاډرونو تر منځ د ډېر واټن لرونکي دي؛ تر نورو اقتصادي دي. التبه دا خبره په بېلابېلو هېوادونو او سيمو کې توپير مومي. همدا شان د فولادي جوړښتونو په پرتله د کانکرېټي ودانيو او جوړښتونو د ساتنې او څارنې لګښت کم دی؛ ځکه نو بايد د سيمې او تخنيکي آسانتياوو په پام کې نيولو سره د پله د جوړولو لپاره څو بېلابېلې بڼې جوړې شي او په اوږده مهال کې د ساتنې او څارنې له لګښتونو سره يو ځای يو له بل سره پرتله شي.

 

جوړولو او ځای پر ځای کولو ته پاملرنه – Construction and Erection Consideration

د پلونو د ډول ټاکنه د سيمې د او تخنيکي غوښتنو د ځانګړنو په پام کې نيولو سره د جوړولو او نصبولو سره اړه لري. د پلونو د جوړولو لپاره وخت ډېر مهم دی. په عمومي ډول د سترو پلونو د مخکې جوړوو شوو عناصرو لېږدول ډېر ستونزمن دي. دا کړنه په وړو کانکرېټي پلونو کې ګټوره ده. د ځای پر ځای جوړولو (Cast-in Place) پر مهال بيا د وخت ستونزه شته او د کانکرېټو تر کلکېدلو پورې د تېرېدو، راتېرېدو او نورې اړوند ستونزې پر ځای پاته کيږي.

لانګ‌کاوي پل - ماليزيا

لانګ‌کاوي پل – ماليزيا

که چېرې وړ ودانيز توکي، تخنيکي آسانتياوې او ماهر کارګر وموندل شي نو مخکې کش شوي کانکرېټي (Pre Stressed) ګاډرونه د نيمه اوږدو پلونو لپاره وړ دي خو که لېږد او نصبول يې ستونزمن وي نو بيا د فولادي ګاډرونو کارول وړ کړنه ده. په هر حال د پله ډيزاينر بايد د سيمې د پله جوړونې له شاليد، تجربو او اقتصادي ځانګړنو سره بلد وي تر څو د څو بېلګو په جوړولو د هغوی له منځه وړ هغه غوره کړای شي.

نور بيا…

سرچينې:

LRFD Bridge Design Manual

ديزاين پلها در شاهراها، پوهنوال محمد نذير نجابي

www.aboutcivil.org

www.wikipedia.org

 

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ:
د پلونو د ډيزاين او جوړونې لپاره لومړني معيارونه – لومړۍ برخه

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د انشټاين معما

د انشټاين معما

Jun 25, 2015

کلونه کيږي چې دا په زړه پورې ذهني ازموينه د[...]

د ژوند په اړه د البرټ انشټين نهه لارښوونې

د ژوند په اړه د البرټ انشټين نهه لارښوونې

Nov 1, 2015

د ژوند په اړه د البرټ انشټين نهه لارښوونې: پلټنه[...]

بريلويان څوک دي؟

بريلويان څوک دي؟

May 18, 2015

بریلویت پیژندنه: بریلویان یوه صوفي ډوله ډله ده چې په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022