ژباړه: عطا محمد میاخېل
ستاسو په اند د پلي مزل له پاره تر ټولو غوره وخت کوم یو دی، سهار، غرمه، مازدیګر یا شپه ؟ د پلي تګ له پاره تر ټولو غوره وخت هر وخت دی، چې تاسو ترجیح ورکوئ او پکې د هوساینې او آرامتیا احساس کوئ؛ د بېلګې په توګه احساس کوئ، چې د سهار له مخې د دې کار د ترسره کېدو له پاره ډېره زیاته انرژي لرئ، نو له دې کبله سهار د تاسو د پلي مزل له پاره تر ټولو غوره وخت دی .
د سهار له خوا پلی مزل :
د سهار له خوا پلی مزل مناسب دی، ځکه که چېرې د پلي تګ له ورزش څخه بېرته خپل کورته را وګرځئ، کولای شئ منډې ووهئ، ترڅو د بدن غوړ او خوله مو له منځه لاړه شي، یا که چېرې دنده لرئ، تر خپل کار ځایه د پلي تګ له پاره یو وخت ځانګړی کړئ، په خوشاله روحیه به په خپل کار باندې حاضر شئ او خپله ورځ به په ډېرې آرامتیا سره پیل کړئ . همدارنګه د پلي مزل وروسته د لوږې له امله، چې کوم سبا ناری خورئ، نو ستاسو په بدن باندې په بشپړه توګه مثبته اغېزه کوي . سبا ناری یوه له خوړنیزو ژمنو څخه ده، چې په خوړولو یې ډېر ټینګار کېږي، ځکه چې ستاسو د تازه کېدو لامل کېږي . که چېرې تاسو د هغو کسانو له ډلې څخه یاستئ، چې ترڅو سبا ناری ونه خوري، هېڅ کار نه شي ترسره کولای، حتی د سهار له مخې پلی مزل هم نه شي کولای، نو تاسو ته سپارښتنه کوو، چې له پلي مزل څخه نیم ساعت مخکې سبا ناری وخورئ او وروسته له دې د پلي تګ ورزش ته چمتو شئ .
د سهار له مخې پلی مزل کول، ستاسو په خوب او سلامتۍ کې هېڅ ډول بې نظمي نه را منځته کوي، ځکه چې تاسو له را ویښېدلو وروسته ورزش پیل کړی او خوب مو پوره شوی دی، مګر که چېرې له خوب څخه مخکې پلی تګ وکړئ، نو ښایي ونه توانېږئ، چې په آرامه ویده شئ او په خوب کې به مو ستونزه را منځته شي، ځکه د شپې له مخې د استراحت پرمهال باید د زړه ریتم مو آرامه وي، ترڅو وتوانیږي، یو ځل بیا خپله آرامتیا تر لاسه کړي او که چېرې تاسو ډېر زیات پلی مزل وکړئ، زړه مو ښه استراحت نه دی کړی، د هغې ورځې په سبا ستړی دی، په دې ځای کې چې مهم ټکی شتون لري، هغه داده چې ستاسو پلی مزل نباید ډېر اوږد وي، چې ستړي شئ او د بل ځل له پاره انګېزه ونه لرئ .
د غرمې له خوا پلی مزل :
د غرمې له خوا پلی تګ تر ټولو مناسب شرایط لري، ځکه نه تاسو له خوبه را ویښ شوي یاستئ، چې ستړي واوسئ او نه هم له دې فعالیت وروسته د استراحت کولو هوډ لرئ، بلکې د هغو کارونو له پاره، چې غواړئ د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، ډېره زیاته انرژي لرئ . په دې وخت کې کولای شئ، چې چټک پلی مزل ولرئ، ځکه بدن مو په ګړندي ډول کالوري له لاسه ورکوي .
د شپې له خوا پلی مزل :
هغه اضافي کالوريانې، چې د ورځې له مخې مو ترلاسه کړي دي، په ډېرې آسانۍ کولای شئ د شپې له خوا د پلي مزل په کولو سره یې له منځه یوسئ . هغه ستونزه چې د شپې پلی تګ یې لري، د افرادو همت دی، ځکه د ورځې په اوږدو کې افراد ستړي کېږي او د شپې له خوا د پلي مزل له پاره نوره انرژي نه لري او ښایي له یوې مودې وروسته له دې کاره پښېمانه شي . لکه څنګه چې مخکې یې یادونه وشوه، د پلي مزل او د خوب د وخت ترمنځ باید واټن شتون ولري، که چېرې د پلي مزل او خوب ترمنځ واټن شتون ونه لري، کېدای شي په خوب کې مو بې نظمي را منځته کړي .
د پلي مزل د ګټو په اړه په زړه پورې ټکي :
ـــ پوهانو په خپلو سروې ګانو موندلي، چې پلی مزل او د سپکو ورزشونو ترسره کول، کولای شي په ډېر عمره افرادو کې د حافظې وړتیا زیاته کړي .
ـــ متخصصین د پلي مزل د ګټو په اړه وایي : په اوونۍ کې درې ځله د ۴۰ دقیقو له پاره په کراره پلی مزل کولای شي په ماغزو کې د هیپوکامپ د غدې کچه لوړه کړي، چې یاده غده په ماغزو کې د حافظې او خاطراتو یوه برخه په خپل کنټرول کې لري او د ذهن فعالیت حتی د عمر په ډېرېدو کې هم ښه کوي .
ـــ روغتیا پالان وایي : لږ تر لږه د ورځې ۳۰ دقیقې پلی مزل کول د سرطان له امله د مرګ د خطر کچه راټیټوي .
ـــ سروې ګانو ښودلې، چې پلی مزل کول د شریاني او د زړه ناروغۍ او دغه راز د مغزي او د زړه سکتې په مخنیوي کې اغېزمن رول لوبوي .
ـــ د پلي مزل کولو پرمهال د پلي تګ له مناسبو او ځانګړو بوټونو څخه ګټه واخلئ .
ـــ د امیندوارۍ په دوره کې پلی مزل کول او د ورزشي فعالیتونو ترسره کول د ژور خپګان په را کمولو کې اغېزمن رول لري، مګر سپارښتنه کېږي، چې په یاده دوره کې له سختو او درندو ورزشونو څخه باید ډډه وشي .
ـــ د پلي مزل چټکتیا باید په هغه کچه وي، چې فرد پکې خولې شي .
ـــ پلی مزل باید لږ تر لږه د ۱۰ قیقو له پاره په پرله پسې ډول تر سره شي . له دوستانو سره قدم وهل، د پلورنځیو د لیک دړو ننداره کول، نه شو کولای چې د پلی مزل برخه وګڼو .
ـــ که چېرې د ورزشي فعالیتونو د ترسره کولو مخینه نه لرئ، نو غوره ده، چې په لومړیو ورځو کې د ۵ تر ۱۰ دقیقو چټګ پلي تګ سره، پلی مزل پیل کړئ او ورو ـــ ورو د ۶ اوونیو په لړ کې هغه ۳۰ دقیقو ته ورسوئ .
ـــ د سهار له خوا پلی مزل داسې دی، چې د مزل کولو پرمهال باید ملا هواره او خېټه دننه خواته وي او لاسونه له یو بل سره مخالف لوري ته، وړاندې او وروسته حرکت وکړي .