دا سمه ده چې ورزش کول روغتیا ته ګټه لري، خو خلک دومره بوخت دي چې په منظم ډول ورزش کولو ته وخت نه مومي. د همدې لپاره غوره لاره دا ده چې پلی مزل وشي.
پلی مزل ساده او اسانه فعالیت دی خو روغتيا ته ډېره ګټه لري او د ګڼو ناروغيو مخه نيسي.
که مو له کاره زړه تنګېږي، نو د څو دقیقو لپاره پلی مزل وکړئ. که هره ورځ ۱۵ دقيقې پلی تګ وشي، نو منفي احساسات وجود ته لاره نه شي موندلی. د پلي ګرځېدو پر مهال انسانان د ستونزو پر هواري فکر کوي او غوره حللارې مومي.
د پلي تګ پر مهال د انسان ذهن په استراحت پیل کوي او دغه راز د دې سبب کيږي چې د کارونو د ترسره کولو لپاره نوې او اسانه لارې وموندل شي. د پلي تګ بله ښېګڼه دا ده چې د ګرځېدو پر مهال بهر له بېلابېلو خلکو سره مخ کېږی، له هغوی سره پېژنی او ښايي داسې څوک ومومی چې يوه ورځ مو لويه ستونزه در هواره کړي. مطلب دا چې د پلي ګرځېدو پر مهال ښايي داسې څوک وپېژنی چې د موخو او یا کاروبار له اړخه ور سره ډېر نږدېوالی ولری، همدا د موخو او کاروبار نږدېوالی ښايي دواړو ته ګټه وکړي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي دلته هر څه مثبت دي نن زه،[...]
ځوان په رستورانت کې د برګر په خوړلو بوخت و،[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي تازه مېوه خپل بېل خوند او رنګ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی