ژباړه: رفيع الله آرمان
ځيرنه يا دقت د پنځه ګونو حواسو په واسطه غير ارادي تمرکز ته ويل کيږي. ددې لپاره چې دې دقت په معنې او مفهوم نور هم ښه وپوهيږئ خپل چاپيريال ته وګورئ،کوشش وکړئ ټول هغه څه چې په شنه آسماني رنګ درته ښکاري حافظې ته وسپارئ.
اوس سترګې پټې کړئ هڅه وکړئ هغه څه چې په سپين رنګ کې ليدل کيږي ياسپين رنګ لري، په پادر ولرئ! که څه هم دا کار به لږ ستونزمن وي. اوس نتيجه داده هغه څه چې موږ په ارادي ډول خافظې ته سپارلي پرته له دې چې کومه بله موضو زموږ ذهن وپاشي، دې ته تمرکز وايي.خو دقت بيا په غير ارادي ډول توجه ته وايي .
په پورتني مثال کې چې آبي رنګ مو په خپله خوښه وټاکه زموږ د مطلب او يا سوال مهم جز دی موږ پوهيږو چې هغې ته بايد توجه وکړو. هغه بل سپين رنګ مو چې په ذهن کې ساتلی فکر کو چې دومره مهم نه دی په همدې خاطر مو د توجه ډير فوکس په شنه آسماني رنګ و.
که د سوالونو د حل او يا دمطالعې په وخت کې په همدې مطلب پوه شو ضرور به متوجه اوسيږو او نه ځيرنه يا( بې دقتي) هغه وخت رامنځ ته کيږي چې موږ د يوه مطلب تر څنګ په بې توجويۍ تيريږو، بايد چې دې دقت لپاره خپله غير ارادي توجه پياوړې کړو .
دقت يعنې ټول هغه څه چې لمس کيږي، اوريدل کيږي، او ټول هغه څه چې زموږ د حواسو سره په اړيکه کې دي مهمه نه ده چې موږ يې په اړه فکر کو يا يې نه کوو ، همدا اوس چې موږ يو څه لولو د ټول مطلب تر سترګو تيرول او ليدلو ته دقت وايي.
دا چې ټولې اخيستنې او حافظې ته سپارل د ليدلو ۷۵ سلنه برخه پکې ونډه لري، دليدلو يا باصرې حس ساتلو د تقوي او دقت لپاره تر ټولو ضروري امر دی. د ليدلو دحس د ښه تقويت لپاره دوې لارې وړاندې کوو.
۱ــ په پاکو اوبو دسترګو مينځل:
هره ورځ په يوه لوښي کې پاکې اوبه واچوئ د څو شيبو لپاره پکې سترګې وغړوئ ، داکار د ليدلو دحس له پياوړي کولو نه علاوه د سترګو په روښانه او ښايسته ساتلو کې هم مهمه ونډه لري.
۲ــ د c او a ويټامين لرونکي خواړه وخورئ:
د ګازرو او ليمو يو ګيلاس اوبه څښل به مو سترګې د اوږد وخت لپاره له ضعيفوالي وژغوري، د ليدلواو دقت حس به مو ورسره پياوړی شي .
داوريدلو د حس د تقويې لپاره هڅه وکړئ داسې موسيقي واورئ چې د سازونو د آلو غږونه په آسانۍ سره تشخيص کړئ. او دبويولو حس د غښتلتيا او تقويې لپاره هڅه وکړئ په پټو سترګو د ميوو او غذاوو د پيژندلو توپير وکړئ.د لامسې حس د پياوړي کولو لپاره کوښښ وکړئ د ګوتو دنوکانو په واسطه هغه تشخيص کړئ.
د پنځه ګونو حواسو په واسطه غير ارادي توجه ته دقت وايي:
د تلويزوني خپرونو کتل، سريال کتل او اخبار اوريدل په ټيټ غږ تمرين کړئ، يعنې کله چې تاسو په تلويزون کومه خپرونه ګورئ د هغې غږ دومره ټيټ کړئ چئ د اوريدو وړ نه وي، بيا د ويندوی د شونډو خوځولو ته ځير شئ او دهغه له خوا لوستلې جملې د شونډو دحرکاتو څخه تشخيص کړئ. که څه هم دا کار ډير ستونزمن دی خو پروانه لري ځکه زموږ موخه يوازې د حافظې او د ځيرنې د وړتيا لوړول دي.
اوس د يوې راډيويې خپرونې په اوريدو تمرين وکړئ د خپلې راډيو غږ دومره ټيټ کړئ چئ په مشکله واوريدل شي . اوس د نطاق د خبرو د اوريدلو هڅه وکړئ، ممکن له هرو لسو کلمو څخه يوازې يوه کمله واخيستلی شئ بيا هم دا کار ستونزمن دی خو موخه تمرين کول دي.
د دغه ټولو تمرينونو نتيجه هغه وخت په لاس راوړلی شو چې ادامه ورکړو او صبور و اوسو.
د نه ځيرنې( بې دقتۍ) ډولنه:
يو زده کونکی په دغه دريو مرحلو يا وختونو کې بې دقتي کوي ( د مطالعې پر وخت، په ټولګي کې، او په امتحان کې). اوس په همدغه دريو مرحلو کې د دقت د وړتيا په لوړولو خبرې کوو، خو لمړی بايد په دې وپوهيږو چې ولې دقت نه کوو. اروا پوهان او د مطالعې مينوال په دې باور دي چې نه دقت په دريو وختونو کې صورت نيسي.
۱ــ د بيړې په وخت کې:
هغه زده کړيال چې د سوالونو د حل په وخت کې بيړه لري د دقت او ځيرنې ګراف يې کم دی.
۲ــ د کرښو سره دسترګو سرګرداني او په بيړه بلې کرښې ته تلل:
ګمان کول هغه کرښه چې لوستله مو ورکه کړې مو ده او شا ته مو څو کرښې پسې لټولې دي.
۳ــ د غير ارادي توجه کموالی:
څيړونکو ښودلې ده چې ډيره بې دقتي او نه متوجه والی د امتحان دساده سوالونو په وخت کې منځ ته راځي.
اوس غواړو د ذهني روشونه د نه دقت د ګراف ښکته اندازه وڅيړو.
دآسانه سوالونو پر وړاندې د هوښيارۍ زياتول:
دا لار به د ساده سوالونو د اوريدو په وخت د لارې په نه ورکولو کې پوره مرسته وکړي. خو ډيره ساده لاره ده . ډير وخت به مو د آسانه سوالونو په ليدلو سره جسمي حالت تغير کړی وي او فکر به کوئ چئ دغه مهمه او خطر ناکه موضوع مو بل وخت هم ليدلې او په حلولو کې يې ستونزه نه لرئ. دا ځکه چې په دې وخت کې ډيره بې دقتي درباندې غالبه ده او تاسو يې له يوه خطر سر مخه کړي ياست.
د ټولو جزياتو ستوستل:
د نه دقت يو بل دليل دمطالعې ، او آزموينې په وخت کې دذهن او ستاسو د سترګو د سرعت تر منځ دهمانګی او برابر والي نه شتون دی. د دې ستونزې دحل په خاطر بايد له خط کش نه کار واخلئ. په دغه طريقه کې خپله ګوته دهغې کرښې لاندې چې تاسو يې لولوئ مخ پر وړاندې حرکت ورکړئ او روسره يو ځای مو سترګو ته هم د ګوتې په امتداد حر کت ورکړئ.
مهم ټکي:
که ستاسو د سترګو حرکت د خط کش يا د ګوتو د حرکت سره همانګ نه وي لاندې طريقه وکاروئ.
خپل درسي کتاب هره ورځ پرانيزئ، د پاڼې په سرکې دښی خوا له لمړی جملې پيل وکړئ اوخپلې ګوتې د شروع کړې کرښې سره يو ځای مخ پر وړاندې يوسئ ، هڅه وکړئ چئ سترګې مو ورسره همانګي ولري ، له دې چارې هدف يوازې ستاسو د سترګو همانګ والی د هغه جملې يا کرښې سره دی چې تاسو يې لولئ او د کرښې له لوستلو څخه د زده کړې مطلب نه دی.
په آزموينو کې د سوال پوره لوستل يوه بله ستونزه ده چې موږ ورته توجه نه کوو. په امتحان کې هڅه وکړئ مهمې کلمې ( نشته، او نه لري …) په سواليه باندې نښه کړئ.
پای
You also might be interested in
ژباړه: رفيع الله آرمان موږ هر يوه د ملګري او[...]
لیکنه: رفيع الله آرمان ورکې سکې ژباړه/ رفيع الله آرمان[...]
لیکنه: رفيع الله آرمان په پښتنې ټولنه کې دنورو سيمو[...]