لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
کسیټ یا سیسټ هغه کڅوړه ده چې محتویات یې معمولا اوبلن او مایع مواد جوړوي.
پولي سیسټیک تخمدان د کوچنیو او ډېرو سیسټونو څخه تشکیل شوی.
واجینیسموس (vaginismus) :-
-د واجینا vagina (مهبل) د عضلاتو دردناکه انقباض او contraction ته ویل کیږي.
– د ښځو د ژوند په هر پړاو کې رامنځ ته کیږي.که شدید وي حتی کولی شي د دخول مخنیوی هم وکړي.
* نښې نښانې:-
– د مهبل او مقعد شاوخوا عضلات دومره انقباض کوي چې د نر آلت د جنسي اړیکې په موخه نشي ور د ننه کېدلی همداراز د معاینې په موخه د دیافراګم،سپیکولم او د ټامپون د اېښودو مخنیوی کوي.
* علت: –
په ناغوښتې توګه د عاطفي،رواني او فکری اړخه د نر د آلت د دخول مخنیوی کوي.
Waseema Jalil
او یا هم کېدی شي ډار، اضطراب، سټرس، بده خاطره او کرکه له جنسي اړیکې ولري.
د جنسي پارټنر د پارونې او مینې نشتون یا نابلدي ،مخکې له کورواله د معاشقې نشتون تر څو مهبل نرم او ښووی شي او د آلت دخول ته آماده شي.فزیکي اختلالات (په نادره توګه) ، عفونت، الرژي او حساسیت او یا هم د بکارت پرده که سوری ونلري، د کورواله اولینې تجربې، د مهبل صدمات او مخکیني جنسي اذیت او آزارونه، دا هرڅه د واجینسموس اسباب دي.
– مخنیوی:-
مخکې له دې چې جنسي اړیکې پیل کړئ د حوصلې ( pelvic) معاینه، د مطالعې، ارواه پوهنې مشورې او د خپل ډاکټر له طرفه معلومات تر لاسه کړئ.
– پایلې:-
که چېرې د ارواه پوه یا طبیب له لارې دا چارې و ارزول شي د حل وړ دي.
– اټکلي عوارض:-
په ځان باوري ټيټېدل، له اروایي اړخه ضربه لیدل، بې تفاوتي یا خپل منځي اختلافات د درملنې په نتیجه کې.
– درملنه:-
وروسته له دې چې حوصله یا لګن مو معاینه کړو او پوه شوئ چې کوم اناتومیک یا نور اختلال نلري نو وروسته درملنه د اروایي او عضلاتی انقباض لپاره تر سره کیږي.
د مهبل د پراخولو لپاره یو ډول نرم او ملایم پراخوونکي وسایل چې لاستیکي دي کار اخبستل کیږي.
په اټکلي توګه تاسو باید د میاشتې درې ځله معاینه وکړئ او هره ورځ دوه ځله په کور کې تمرین وکړئ.
مخکې له دې چې تاسو کورواله وکړئ نو د لس پنځلس دقیقو لپاره په تودو اوبو کې کښېنئ.
که سربېره پر درملنې بیا هم مطلوبه پایله تر لاسه نشوه نو باید د اروایي اړخه مشاوره او درملنه واخیستل شي چې ممکن د مېړه/مېرمنې(جنسي پارټنرانو) تر منځ د اړیکو په څرنګوالي او ښه کولو کار وشي او همداراز مخکې له کورواله باید د یو نرموونکي کرېم یا غوړو څخه کار واخیستل شي تر څو دخول اسانه کړي.
درمل:-
د واجینسموس لپاره ځانګړي درمل نشته خو ممکن خوب راوړونکي ورته موقتي توصیه شي.
همداراز په فزیکي فعالیت کې هم کومه ستونزه نشته، ځانګړی د خواړو رژیم هم نشته او که چېرې بیا هم تر درېو اوونیو واجینسموس روغ نشو نو یو ځل بیا خپل ډاکټر ته ورشئ.
د هورمونونو عدم تعادل ممکن د دې سیسټ د تشکیل سبب وګرځي او هکۍ نه آزادېږي.
ستاسو امیندواري هغه وخت د کسیټ تر اغېز لاندې راځي چې میاشتنی عادت سېکل مو له 35 ورځو څخه اوږد شي خو ممکن ځینې وخت تاسو حتی په کال کې درې ځله میاشتنی عادت ولرئ خو بیا هم ستاسو هګۍ آزاده شي او امیندوار شئ.
د پولي سیسټیک تخمدان سره څنګه حمل واخلو؟
د امیندوارۍ د چانس لوړولو لپاره او د هګۍ د آزادولو لپاره حل لارې شتون لري.د وزن کمول ممکن ستاسو سره د مرسته وکړي.د پولي سیسټیک تخمدان لرونکې مېرمنې ډېری د اضافه وزن لرونکې دي او چاغې دي.
?
که ستاسو پولي سیسټیک تخمدان د انسولین په مقابل کې مقاوم نه وي تو تاسو به ممکن چې ډنګر وئ او د وزن کمولو لپاره به مو اړتیا نه وي د مناسب وزن لرل یا د BMI ( Body
mass induction)
د هورمونو په تعادل کې لویه ونډه لري او د انسولین په کمولو او د هګۍ په آزادولو کې مرسته کوي. ( د پولي سیسټیک تخمدان یو ډول داسې دی چې د انسولین په مقابل کې مقاوم دی)
مهمه ستونزه اضافه وزن دی:-
ډېر شواهد ښکاره کوي چې اضافه وزن او چاغښت د پولي سیسټیک تخمدان اصلي متهم دی. اضافه وزن د هورمونونو د توازن ژوبلولو سبب ګرځي او تخمدانونه تر اغېز لاندې راولي. په دې حال سره د وزن کمول او ورزش د وزن او هورمونو په تعادل کې ډېره اړین او حیاتي دي.
د امیندوار کېدو دوایي لارې:-
څېړنې وایي چې د پولي سیسټیک تخمدان لرونکې ډېری مېرمنې د امیندوار کېدو چانس لري. په داسې حالاتو کې کلومفین سیترات او متیفورمین درمل د هګۍ د آزادولو په موخه توصیه کیږي. که چېرې ګونادوتروپین هم سمه ونډه تر سره نکړي نو دا درمل ورکول کیږي خو اټکل یې ډېر دی چې تهمدان ډېر تحریک شي او دا درمل د څوګونو ماشومانو سبب وګرځي او څو دانې هګۍ آزادې شي.
په جراحۍ عملیه کې د لاپراسکوپي څخه کار اخیستل کیږي چې یوه بدیله عملیه ده. د IVF له عملیې څخه هم د امیندوار کېدو په موخه کار اخیستل کیږي.او هم.کېدی شي فالوپین ټیوب یا د رحم نلونه چک شي تر څو انسداد او بندښت موجود نه وي.
څنګه کولی شو خوندي امیندواري ولرو؟
که ورځني خواړه مو روغتیایي او سالم وخورئ او د ورځې په اوږدو کې سالم غذایی رژیم مراعات کړئ چې وزن مو اضافه نشي دا به یو ښه پیل وي.
که تاسو پولي سیسټیک تخمدان لرئ نو تاسو د ډېرو نورو روغتیایي ګواښونو سره هم مخ کېږئ لکه؛ د جنین سقط Abortion ،دیابت، پره اکلامپسیا او د داسې ماشوم زیږول چې وزن یې ډېر وي.
داسې شواهد شته چې د جنین سقط یې تأیید کړی خو لا یې هم دلیل ندی څرګند چې ولې به سقط منځ ته راځي.
PCOS لرونکې مېرمنې د امیندوارۍ په لړ کې د دیابت سره
مخ شي که حه هم اضافه وزن ونلري او ممکن ډنګر به هم وي.
د همدې دلایلو او اختلاطونو په سبب باید د پولی سیسټیک تخمدان امیندوارې مېرمنې تر څارنې لاندې وی.
یاده دې وي چې که پولي سیسټیک تخمدان وروسته له دوایي درملنې بیا عود وکړو، نو باید د جراحۍ بواسطه یې سیستونه له منځه یووړل شي.