• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د پولیسو سپارښتنې هغه کورنیو ته چې اولاد لري

Home اروا پوهنهد پولیسو سپارښتنې هغه کورنیو ته چې اولاد لري

د پولیسو سپارښتنې هغه کورنیو ته چې اولاد لري

ژباړه او راټولونه: نورالدین احمدزی

ددې په خاطر چې اولادونه مو د هغه خطراتو نه چې دوی ته مواجه دي بچ شې دغه سپارښتنې مو اولادونو ته وکړﺉ!
ستاسو د اولادونو د حفاظت په موخه هغوي ته همیشه دا توصیه وکړﺉ چې په اسلامې او ملي لباس کې وګرځي. او اسلامې او اخلاقې ارزښتونو ته ډیره توجه وکړﺉ. په دغه لیکنه کې یو شمیر موارد دي چې باید والدین ورته پاملرنه وکړﺉ.
پولیس تاسو ته توصیه کوﺉ چې خپلو اولادونو ته دا ور زده کړﺉ:
١- نوم، عمر، د تیلیفون شماره، د اوسیدو ځای، د ښار نوم او داسې نور ور زده کړﺉ.
٢- که چیرته ستاسو ماشوم په ذهنې ډول وروسته پاتې وي. نو تاسو ورته نوم، ادرس، تیلیفون شماره…… په يو کاغذ کې ولیکې او په يو سم ځای کې يې ورته کيږدﺉ.
٣- ماشوم ته مو ور زده کړﺉ چې تاسو ته باید ووایې چې څه وخت؟ او چیرته ځي؟ او ستاسو له اجازې پرته د چا کور ته لاړ نه شي.
٤- د اضطراری حالاتو په وخت کې تاسو یا ستاسو خپلوانو ته، او د اور وژنې ټیم سره څنګه تماس ونیسي.
٥- کله چې په کور کې یوازي وي، سوالګر او فقیران کور ته را دعوت نه کړﺉ، او حتا دروازه هم ورته خلاصه نه کړﺉ.
٦- هره ورځ مو اولادونو ته په ځیر سره وګورﺉ چې څه ډول؟ او کوم رنګ لباس اغوندي.
٧- کله چې تیلفیون ته ځواب ورکوي باید هیڅ وخت داسې ونه وایې چې په کور کې یوازې دي.
٨- هیڅ کله نا پیژنده اشخاصو سره په موټر کې ولاړ نه شﺉ.
٩-ماشوم ته مو ور زده کړﺉ چې هیڅ ځاي ته تنها لاړ نشﺉ، همیشه له خپلو ملګرو سره لوبه وکړﺉ او ناپیژنده کسانو سره د لوبې کولو دعوت (بلنه) قبوله نه کړﺉ.
١٠- خپلو اولادونو ته مو ور زده کړﺉ چې کله له هغوي څخه غټ خلک له هغوي نه د غلط او یا بد کار کولو غوښتنه کوي نو دوي دې ورته په <> ځواب ورکړﺉ.
١١-ماشوم ته مو ور زده کړﺉ که په عمومي ځایونو کې له تاسو څخه ورک شي، نو فورا انتظامې اشخاصو ته ځان ورسوي.
١٢-له مسکینانو او فقیرانو څخه تحفه قبوله نه کړﺉ.
١٣-ماشوم ته مو ور زده کړﺉ که چا له تاسو څخه دا غوښتنه وکړه چې دا راز له ځان سره وساته،نو فورا باید تاسو ته ووايې.
١٤- همیشه په داسې ځایونو کې چې له کوره لرې، خالې او ترک شوي وي لوبې ونه کړﺉ.
١٥- خپلو ماشومانو ته دا ور وښايې چې هر چا ته باید خپلې پيسې، طلا او سامان الات ور ښکاره نه کړﺉ.
١٦- د مکاتبو مشرانو (مدیر،استاذ…)سره ستاسو د ماشوم د رسیدو او نه رسیدو په اړه تماس ونيسﺉ، او خپله شماره مو په مکتب کې ورکړﺉ تر څو په اضطراری حالاتو کې له تاسو سره تماس ونیسﺉ.
١٧- د خپلو ماشومانو غټ( له هغه څخه په عمر کې ستر) دوستان ښه وپيژنﺉ.
١٨- خپلو ماشومانو ته ور زده کړﺉ چې پولیس ستاسو دوستان دﺉ، او د ضرورت په وخت کې او یا چې کله ورک شوي وي نو پولیسو ته مراجعه وکړﺉ.
١٩- په پارکونو او تفریح ځایونو کې خپل ماشومان يوازي مه پريږدﺉ.
٢٠- موټر ته د ختلو پر مهال مو اول ماشومان او بیا خپله سپاره شﺉ، او د کوزیدلو پر مهال مو اول ماشومان او بیا خپله کوز شﺉ.
دا هغه څو مهمې سپارښتنې دي چې باید هغه والدین چې اولادونه لري، خپلو ماشومانو ته ور زده کړﺉ. تر څو د خطرناکو پیښو څخه چې دوی ته متوجه دي په امن کې شې.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د جورج برنارد شاو پنځوس خوږې خبرې

د جورج برنارد شاو پنځوس خوږې خبرې

Feb 28, 2016

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ له[...]

سمیة بنت خیاط رضی الله عنها

سمیة بنت خیاط رضی الله عنها

Dec 4, 2015

لیکنه:عبدالحق ثاقب هزارناوی د سختو عذابونو او شکنجو له امله[...]

پر انساني روغتیا د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو ناوړه اغیزې

پر انساني روغتیا د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو ناوړه اغیزې

May 19, 2015

پر انساني روغتیا د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو ناوړه اغیزې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022