لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د پوښتنو دلاندې تخنيکونو څخه دکار اخيستلو په اساس خپل د ضرورت وړ معلومات په لاس راوړلى شئ ،د دې تخنيکونو په اساس تاسو کولای شئ چې مکالمه پخپله خوښه په مخ بوځئ چې مونږ دلته دوه ډوله پوښتنې لرو.(معلوماتي پوښتنې او تکتيکي پوښتنې )
١- معلوماتي پوښتنې :
دا هغه پوښتنې دي چې د دې پواسطه د يوې موضوع په ارتباط په مختصر او مفصل ډول معلومات ترلاسه کولی شو .او دا هم دوه ډوله ويشل شوې دي .
a – محدوده يا تړلې پوښتنې: دا هغه پوښتنې دي چې جواب يې په هو، نه او يا يو مطلوب انتخآب پورې تړلی وي ،مثلا ايا ډوډۍ خوري ؟ (جواب =هو/نه)
تاسو د سرک په ښی خواته ځئ يا کيڼې خواته . (جواب = ……….).
b- ښکاره يا پرانستې پوښتنې: پرانستې پوښتنې کيدای شي د لنډځواب موندلو لپاره مطرح شي اويا ممکنه ځواب ويلوته پرانستي فضا منځته راوړي
مثلا : تاسو څه وخت کور ته ځئ ؟ يا تاسو دلته دڅه مقصد لپاره راځئ ؟
٢- تکتيکي پوښتنې :
دا هغه پوښتنې دي چې د يو خاص تکتيک په اساس ترسره کيږي او لاندې ډولونه لري .
o مجبورونکې پوښتنې : مثلا ، ايا څوک شته چې کوچي پهلوان سره غيږه ونسي ؟
• وړانديزې پوښتنې : ايا تاسو کولای شئ چې مونږ سره په دفتر کې د ريس په توګه دنده ترسره کړئ ؟
• تائيدي (تصديقي )پوښـتنې :چې مقابل لوري نه غواړي يو مهم حقيقت تصديق کړي، مثلا ايا سيد جمال الدين په افغانستان کي يو ستر شخصيت نه وو ؟
• تکراري پوښتنې :چې محتوا يې بيرته په خپلو الفاظو بيانوو لکه تا سو وايئ چې ……….
• ستاينيزې پوښتنې : مثلا تاسو ډير پوه او هوښيار آمر ياستئ مونږ غواړو له تاسو څخه اداري چارې زده کړو .
• وارخطايي پوښتنې : دا هغه پوښتنې دي چې يو شخص پکې د وارخطايي احساس کوي لکه نن به احمد راشي او تا سو ته به د تختي په وړاندي درس تشريح کړي.
You also might be interested in
ژباړه: ساحل منګل يادونه: جنسي اړيکې هغه څه دي ،چې[...]
لیکنه: نوراحمد عايل دا چې نن سبا په نړۍ کې[...]
ژباړه: محمد یعقوب واحدي امکان ولري یو کس دخپل ملګري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی