پيسې په بېلابېلو او رنګارنګ شکلونو او قسمونو تعريف شويدي او هر عالم نظر په دندو، اشکالو، مشخصاتو او د هغه تاثيراتو او اغېزو سره پيسې تعريف کړيدي، د يو لرغوني او پخواني تعريف پر بنسټ: پيسې هغه متاع (شی/څيز) دى، چې جنسي تبادله لهمنځه وړي، ځينې وروستي عالمان پيسې هغه «متاع» ګڼي، چې د هغه خاوند/څښتن ته قدرت ورکوي، چې ځان له پور څخه په وخت خلاصوي او د خرڅولو او پېردلو (خريد او فروش) په معاملو کې ازادي ولري، ځينې نور (د پيسو د پېژندنې اسانه لاره) د هغې دندې ته متوجه کړيدي او د پيسوتعريف يې د هغې دندې پورې اړوند کړيدي، هرجنس چې وکولاى شي د (تبادلې ، د زېرمې، د حسابي واحد ارزښت او د پور د ادا کولو وسيلې) دندې سرته ورسوي؛ پيسې ګڼل کېږي.
د پيسو تاريخچه:دا روښانه ده، چې په تېرو تاريخي وختونو کې پيسې د نن ورځې پهشکل شتون نهدرلود او هم په هغه وخت کې بېل شيان د پيسو پهتوګه ګڼل شوي او د وخت په تېرېدو سره پيسې د هغوى ځاى نيولى دى، د راکړې او ورکړې پرمختګ په اثر د انساني تمدن په لومړيو وختونو کې د تبادلې وسيلې دپاره ضرورت احساس شو او له حيواناتو څخه د تبادلې د وسيلې په توګه په راکړه_ ورکړه کې استفاده کېدله، د لومړيو پېړيو په وروستيو کې او د منځنېو پېړيو په لومړيو کې فلزات (خصوصاً سره زر او سپين زر) د تبادلې د وسيلې په توګه تر استفادې لاندې واقع شول، په ځينو ټولنو کې؛ لکه: افريقا او د بحرالکاهل جزيرې صدف، د مرغۍ بڼکې د تبادلې وسيله وه او تردې وروستيوسلو کلونو د تبادلې د وسيلې په توگه ترې استفاده کېدله؛ مگر انسانان د پوهې او معلوماتو په واسطه وپوهېدل، چې ددې بېلا_ بېلو پيسو له ډلې څخه؛ لکه: حيوانات، تنباکو، کاڼي او نور سره زر او سپين زر، راکړې_ ورکړې دپاره د ښه مشخصاتو او معيارونو لرونکي وي؛ يا په بل عبارت: دغه دوه فلزه د پيسو(پول) دندې په ښه توگه سرته رسولى شي.
دغه فلزات د خپل کېمياوي خواصوپه اساس، چې په طبيعت کې په آزاده توگه شتون لري او د هغوى د فزيکي خواصو په اساس؛ لکه ځلېدنې او د ورق کېدو قابليت او داسې نور د عامو خلکو د خوښې سبب وگرځېدل، پورته يادې شوې طبعي ځانگړې، اغېزمنې اقتصادي پايلې هم له ځانه پر ځاى درلودې او ددې فلزاتو لوړتيا نسبت نورومالونو او شيانو ته برجسته کړي، په حمل او نقل کې اسانتياوې د سروزرو او سپين زرو دايمي پايښت او پاتې کېدل د سروزرو او سپين زرو مشابهت او همدارنگه په ټولو هېوادونو کې ددې فلزاتو د وېش قابليت او نجيبه فلزاتو د پېژندنې وضاحت او نور ددې فلزاتو ښېګنې او خصوصيات د پيسې په توگه قوت وباښه او د نړۍ ډېر پخوانيو هېوادونو سره زر او سپين زر د پيسو په شکل راکړه او ورکړه کې استعمال کړل او وروسته د سروزرو او سپينوزرو مسکو کې د پيسې په حيث رواج وموند، له دې وروسته بانګنوټونه د سروزرو او سپينوزرو پرځاى جريان کې ولوېدل او د تعويض قابليت يې د سروزرو په مقابل کې درلود، فلزي او کاغذي پيسې دواړه د مبادلې په جريان کې د استعمال وړ ګرځېدلي، پيسې نه يواځې د فلزي او يا په کاغذي شکل شتون لري؛ بلکې د هغه په څنګ کې ليکلې پيسې(چک، بيمه لرونکي اسناد) هم په جريان کې د پيسو په حجم اواندازه ډېر نقش لري.
د پيسوگټې او اهميت: د يو شي ارزښت تر دې پورې ځانګړى کېږي، چې د هغه د استعمال په پايله کې د افرادو لپاره انفرادي گټه او بالاخره ملي اقتصاد ته څه گټه لري، د اشخاصو لپاره د پيسو شته والى په بېلا بېلو سيمو کې گټور دى.
۱ – د پيسو د شتوالي په صورت کې اشخاص د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر د انتخاب له ازادۍ څخه گټه اخيستلى شي او د اشخاصو ترمنځ ضرورتونو د نه مطابقت مشکل حلېږي.
۲ – د پيسو په مرسته اشخاص د خپلو ضرورتونو له قېمتونو څخه اگاهي پيدا کوي او د خپلو عايداتو په نظر کې نيولو سره په داسې توگه ضروري څيزونه لاس ته راوړي، چې د زيات ډاډ لامل وگرځي او له بلې خوا د وسايلو د محدودوالي په اساس د قېمتونو د اگاهۍ په صورت کې انسانان د خپل ضرورتونو درجه بندي او وروسته د هغې د رفعې لپاره اقدام کوي.
۳ – د ناڅاپي ضرورتونو د تغير په خاطرخلک ذخيره کوي، د پيسو يوعمده خصوصيات د نامعلومې مودې لپاره د هغې ذخيره کول دي، چې کوم مصرف په دې صورت کې نه راځي؛ بلکې د اضافه عايد د لاس ته راوړلو وسيله هم گرځېدلې.
۴ – پيسې د اقتصادي انکشاف سبب گرځي، د جنسي تبادلې په صورت کې د اشخاصو د ضرورتونو نه مطابقت يو عمده مشکل وۀ، چې د پيسو په منځته کېدو سره حل او د کاروبار وېش سبب وگرځېد اوپه خپله د کار وېش د اقتصادي پر مختگ لپاره وسايل برابر وي.
۵ – کله چې پيسې د تبادلې د آلې په توگه استعمال شي؛ نو د ملکونو ترمنځ هم د اجناسو په تبادله کې اسانتيا رامنځته کېږي، يو ملک هغه اجناس چې خپله يې نلري، د پيسو په بدل کې د نړۍ له هرگوټ څخه راغوښتلى شي؛ نو ويلى شو، چې پيسو نړۍوال سوداګري ته هم ترقي ورکوي.
۶ – د ارزښتونو ذخيره او د اندازه گيرۍ د وسيلې په توگه پيسې ددې سبب شوي، چې اشخاص خپل اضافي اجناس د پيسوپه شکل ذخيره کړي.
۷ – د پيسو په صورت کې اشخاص له خپلو عايداتو څخه يوه برخه د توليدي هدفونوپه منظور جدا کوي او په دې توگه د پانگې اچونې په زياتوالي سره دولت د پيدايښت اندازه زياتېږي، چې د کاروبارد ساحې د پراختيا او د خلکو د ژوند د سطحې د لوړوالي سبب گرځي.
۸ – د پيسو په مرسته د پورونو په جريان کې ډېره اساني رامنځته شوې، که اشخاص د محدودو وسايلو په مرسته خپل ضرورتونه نه شي رفع کولى؛ نو د پيسو په شکل د پور اخيستلو په پايله کې خپل ضرورت رفع کولى شي؛ همدارنگه کېداى شي په ټولنه کې ذهين اشخاص شتون ولري، چې د پانگې د نشتوالي له امله د هغوى استعداد څخه گټه نه اخيستل کېږي، چې د پيسو په رامنځته کېدوسره دې ډول اشخاصوته د پانگې د برابرولو او کاروبارڅخه د گټې پورته کولو امکانات برابرېږي.
د پيسو ځانګړنې:
عام اعتبار او قبوليت: خلک يو شى هغه وخت قبلوي، چې هغه نوروته هم هغه شان د منلو وړ وي او د متبادل مقصد لپاره د استمعال وړ وي، د يو شي لپاره عام اعتبار د هغه په خپل قېمت يا حکومت په سرپرستۍ او ضمانت حاصلېږي .
ثبات او ټينګښت: هغه شى، چې د پيسو په ځاى استعمالېږي؛ بايد مستحکم او ټينګ واوسي؛ په دې مانا د هغې د خرابېدلو په مورد کې تشوېش موجود نه وي، چې د زړېدو او يا وېشلوسره خپل ارزښت دلاسه ور نه کړي.
د انتقال قابليت: هغه شي، چې د پيسو په ځاى کارول کېږي؛ بايد د انتقال امکانات يې اسانه او په لږحجم سره د زيات ارزښت څښتنن وي.
د وېش قابليت: هغه شى، چې د پيسو لپاره کارول کېږي، چې په کوچنيو برخو باندې د تقسيم قابليت ولري؛ تر هغې پورې، چې په مرسته کې د لږ ارزښت لرونکي شيان واخيستل شي.
د ارزښت ټينګوالى: هغه شى، چې د پيسو په ځاى استعمالېږي؛ بايد په ارزښت کې يې ټينګوالى وي؛ ځکه د هغې ارزښت کې د تغيراتوپه اساس د نورو شيانو ارزښت سم نه شي اندازه کېدلى او د داسې شي ارزښت د ذخيره کولو اوتاديې د وسيلې په توگه نه شي استعمالېدلى.
يوشانوالى: په دې مانا کوم شى، چې د پيسو په ځاى دنده سرته رسوي؛ په کوچنيو زرو د وېشلو په صورت کې ټولې زرې يوشان اوصاف ولري او په ارزښت کې يې کموالى را نه شي.
د پېژندلو وړ وي: هغه شى چې د پيسو په ځاى کاورل کېږي؛ بايده دي، چې په اسانۍ سره وپېژندل شي، که نه وي؛ نو د تشخيص لپاره يې وسايلو ته اړتيا ده او ستونزې رامنځته کوي.
نرموالى ولري: هغه شى چې د پيسو په ځاى استعمالېږي؛ بايد نرم وي، چې په وړو سيکو بدلې او نښان پرې ثبت کړاى شي.
کميافته وي: کموالى د يو شي ارزښت د استحکام سبب گرځي، مثلاً د اوبو تبادلوي ارزښت صفرسره برابردى.
افاده اوذاتي ارزښت ولري: د پورتنيوخواصوپه نظرکې نيولو سره نتيجه اخيستل کېږي، چې طلا اونقره د نورو ټولو اجناسوپه نسبت دا صفتونه په ځان کې لري او په دې اساس په نړيواله سطحه هغوى ته د پيسو مقام حاصل وي، بايد علاوه کړوچې د منظم پلان او کنترول په صورت کې کاغذي پيسې هم د ذکرشوصفتونو لرونکي دي.
د پيسو دندې:
د تبادلي وسيله: هر شى چې وکولاي شي د اجناسو او خداماتو په مقابل کې تاديه او ومنل شي؛ پيسې بلل کېږي، د يو شي منل او قبلول د تبادلې د وسيلې په حيث دوه عامله لري:
لومړى: دا چې پيسې د خلکو په نزد ارزښت لري او هرڅوک غواړي، چې هغه د خپلو شيانو (اجناسو ) اوخداماتو په مقابل کې لاسته راوړي.
دويم: که ټکس ذاتي ارزښت هم و نه لري؛ لکه:(کاغذي بانګنوټونه) د عام قبولي قابليت په تبادله کې لري، چې حکومت هغه قانوناً رواج کړي دي او د قانوني پيسې (پول)په توګه پيژندل کېږي، قانوني مروجې پيسې(Legal tender)د خپل د تبادلي قابليت قدرت د حکومت توان مندي اواقتدارڅخه ترلاسه کوي او په هرځاى او هر وخت کې دغه کاغذي پيسې د اجناسو او خدماتو د پېردلو او لاسته راوړلو لپاره پکار وړي او جنسي مبادلې ته ضرورت نه احساسېږي.
د ارزښت د ذخيرې وسيله: د پيسو د لومړني وظيفي په پام کې لرلو سره؛ يعنې د عام قبولي قابليت څخه د هغه دويمه وظيفه نشات کوي، پيسې کولاي شي؛ په مختلفو وختونو کې راکړه او ورکړه کې ترېنه استفاده وشي، ددې امکان د درک وړ ده، چې پيسې کولاى شي؛ په وروستي وخت کې د استفادې وړ وګرځي او په معاملو کې کار ورځينې واخستل شي، که پيسې د وخت په تېرېدو سره خپل د خريد له لاسه ورکړي؛ د هغه لرونکي کوښښ کوي، چې شيان او اجناس ته د امکان په صورت کې ډېر ژر تقاضا وکړي.
اويا د جنس په جنس معامله په دې وخت کې د توجو وړ وګرځي، ځينې وخت امکان لري، چې د پيسې ذاتي ارزښت د هغه ذاتي ارزښت په نسبت د وخت په تېرېدو سره زيات شي، په اوسنيو شرايطو کې پيسې د ارزښت د ذخيرې په توګه هغه وخت خپله دنده په ښه توګه اجرا کولاى شي، چې مقدار يې کنترول شي او دويم د هغه استقرار باندې اعتماد ولري، د پيسو استقرار د موازنې په ايجادولوسره په يو ملي اقتصاد کې د اقتصادي دوران په دننه کې د پيسو د حجم او اندازې تر منځ ممکنه دي.
حسابي واحد: د پيسو دا دنده په دې مانا ده، چې د هغه په اساس د نورو اجنا سو ارزښت مقايسه کېږي؛ يعنې پيسې د نورو شيانو او اجناسو د ارزښت د ټاکلو د وسيلې په حيث عمل کوي، دا يو حقيقت دى، چې د ټولو شيانو اوخدماتو بيه په پولي معيار تثبيت کېږي او د هغې په واسطه سنجش او مقايسه کېږي، د يو حسابي واحد په شتوالي کې د ارزښتونو مقايسه ناممکنه کېږي او په دې وسيله محاسبه او حسابداري سيستم په ملي اقتصاد کې اسانه کېږي.
د پورونو د ادا کولو وسيله: د خلکو او افرادو مالي تعهدات د پيسو په واسطه تاديه او تصفيه کېږي او ددې دندې په واسطه پيسې د پورونو د تاديې يوه وسيله کېداى شي او هېڅ څوک نشي کولاى د پور په ادا کولو د هغه د منلو څخه انکار وکړي؛ مګر دا واضحه ده، چې د پولي تورم په شرايطو کې پورړى (داين )خساره مند کېږي، د پيسو وظيفه د ارزښت د ذخيرې د وسيلې په عنوان او د هغې په ادا کولو زيانمنه کېږي.
د پيسو د رامنځته کېدو مراحل:د ژوند په ابتدا کې انسانانو په خپلو منځو کې مناسبات درلودل او د ضرورت اجناس يې تبادله کول، چې تبادلي جنسي شکل درلود، د ضرورت د نه مطابقت په نتيجه کې په ساحوي او منطقوي توګه د مختلفواجناسو ته راکړې_ ورکړې د وسيلې په توګه استفاده پيل شوه او د وخت په تېرېدو سره په هغې کې بدلونونه رامنځته شول، چې دا بدلونونه په لاندې مراحلو وېشلى شو:
۱ – د بارترسيستم څخه د جنسي پيسو رامنځته کېدل.
۲ – د جنسي پيسو تبديلېدل؛ په فلزي پيسو.
۳ – د فلزي پيسو نه وروسته د کاغذي پيسو رامځته کېدل.
۴ – د کاغذي پيسو نه وروسته د اعتباري پيسو رامنځته کېدل.
۵ – د جنسي پيسو رامنځته کېدل:په ابتدا کې کله، چې د انسانانو تعداد مخ په زياتېدو شو؛ قبيلې، کلي او قومونه رامنځته شول او خلک په بېلو_ بېلو فعاليتونو بوخت شول؛ نو د هرې منطفې خلکو
مختلف اشيا د تبادلې د وسيلې په توګه استعمالول، چې همدا د جنسي پيسو له رامنځته کېدو څخه نمايندګي کوي، ښکاري قبيلو د پوستکو او تيرونو (غشي) څخه د تبادلې د وسيلې په توګه استفاده کوله، کليوالو خلکو له څارويو څخه د کروندې په پيل کېدو سره خلکو په دې شيانو باندې زراعتي محصولات د تبادلې د وسيلې په توګه استعمالول، جنګي قبيلو کې غلامان د تبادلې د وسيلې په توګه استعمالېدل، په ځينو ځاىو کې اوس هم له غلجاتو څخه په دې منظور کار اخستل کېږي.
۱ – د فلزي پيسو رامنځته کېدل:څرنګه چې پيسو د ډېرو نيمکړتياو لرلو سر ه نه شول کولى، چې د پيسو رول په ښه ډول ولوبوي؛ ځکه اجناس د زيات وخت لپاره د ساتلو قابليت نه لري، ځينې شيان؛ لکه: حيوانات د تقسيم قابليت نه لري او ځينې شيان موسمي شکل لري، چې ددې او نورو نيمکړتياوو په لرلو سره خلک په دې لټه کې شول، چې داسې يوه وسيله رامنځته کړي، چې دا نيمګړتياوې و نه لري، د انسانانو نظر د فلزاتولوري ته شو او د فلزاتو استعمال د تبادلې د وسيلې په توگه پيل شو، چې په عمده توگه د طلا، نقره، اوسپنه او نيکل څخه په دې برخه کې استفاده شوې، ددې تر څنگ د لومړۍ ورځې طلا او نقره د ګاڼو زېوراتوپه خاطرهم استعمالېدلې او د نورو فلزاتو په نسبت زيات د علاقې وړ وو؛ ځکه طلا او نقره د ارزښت د ذخيره کېدلولپاره بهترينه وسيله ده، انساناتوپه اول کې طلا او نقره د خښتو په څېر د پيسو پر ځاى استعمالوله؛ خو د هغې په استعمال کې مشکلات او غلطيو امکانات زيات و، د وخت په تېرېدوسره سکې رامنځته شوې، چې د هغومعياراواندازه په اسانۍ سره سنجول کېده، چې په همدې اساس په اروپا کې لومړى سکې اکاريول رامنځته کړي.
۲ – کاغذي پيسې: د مورخينو په نظر کاغذي پيسې لومړى د نهمې عيسوي پېړۍ په پيل کې په چين کې دود شوې او وروسته په هندوستان کې دود شوي دي، په اروپا کې تر ټولو دمخه د ايټاليې مرکزي بانک کاغذي پيسې خپرې کړې، له دې نه وروسته د انگلستان مرکزي بانک کاغذي پيسې په کار واچولې، د نړۍ په هرگوټ کې دود او خپرې شوې، پيسې د هر هېواد مرکزي بانک پورې اړه لري، سره له دې، چې کاغذي پيسې ډېرې دود (مروج) شوي؛ خو د هغې تر څنګ فلزي پيسې هم په چلښت کې ځاى لري، چې د کوچنيو اړيکو په خاطرترې استفاده کېږي.
۳ – اعتباري پيسې: د کاروبار د پراختيا او د بانکي سيستم د پراختيا په لړ کې د پيسو نوى ډول؛ يعنې اعتباري پيسې رامنځته شوي او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترې استفاده صورت نيسې؛ لکه: چکونه، حوالې او داسې نور… .
د پيسو په رامنځته کېدو سره په مجموعي ډول په اقتصادي سيمه کې د پاملرنې وړ بدلونونه راغلل؛ سوداګري، کرنه او نورو ټولو سيمو کې د پيسو رول څرگند شو.
په اوسنيو شرايطو کې له پيسو څخه پرته له اقتصادي وسايلو څخه په سمه توگه استفاده کول او د اقتصادي نظام درست چلول ناممکن وي.