لیکنه: شرف عثمان عمرخېل
پښتانه څوک دي؟ د کوم ځای دي؟ لومړی چېرته اوسېدل؟ له کوم ځای څخه راغلل؟ او داسې نورې پوښتنې دڅه مودې راپه دېخوا د خلکو تر منځ او هان د پښتو ژبې او نړیوالو پوهانو تر منځ دبحث وړ موضوع ګرځېدلې دي. ډېرو پوهانو چه په هغه كې اروپايي، روسي، انګلیسی،فرانسوي او دپښتنو خپل ليكوالان هم شامل دي، ددې پوښتنې د حل كوښښونه اوپه دې اړه يې ډېرې ليكنې هم كړېدي، خو داسې ځواب يې نه دى پيداكړى چې د خلكو زړه پرې ښاد اوقناعت يې حاصل شي، د پښتنو په اړه د دوي له بېلابېلو نٰٰٰٰظريو او اختلافاطو څخه دغه مسله نوره هم د وراني په لور تللې ده.
دپښتنو دنسل دريشې پلټنه يوه تحقيقي او تاريخي مسله ده، او د تحقيق او معقولو تاريخي شواهدو په رڼا كې ددغې مسلې حل كول پكاردي، دغه معقول شواهد چې د پښتنو په اړه له هر چا او هر ځي څخه لاس ته راغلي وي موږ يې دلته بيانوو.
تر هر څه د مخه باید وویل شي چې د پښتون (Paštūn) کلیمه یوازې د پښتون قوم لپاره کارول کېږی او مجازاً غیرتي سړي، د ننګ او پت خاوند ته هم ویل کېږي، د دې کلیمې د جمعې حالت ته (پښتانه) وایي او دوي له ۵۰ میلونه وګړو څخه زیات دي چې په دوو ملکونو (افغانستان او پاکستان) کې په خورا کچه او سېږي، همدارنګه د هندوستان او ایران تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو ملکونو کې په انفرادي او ډلییز ډول د ژوند شپې او ورځې تېروي.
لومړۍ نظريه:
دپښتنو د نسل په اړه يوه پخوانۍ مشهوره مسله داده چې پښتانه په اصل كې بني اسرايل دي، دا نظريه د لومړي ځل لپاره په مخزن الافغاني كې راغلې ده، چې مولف يې خواجه نعمت الله هروي او د مغولي پاچا جهانګير د دربار منشي ؤ، چې دغه کتاب په ۱۰۲۰ هجري كال كې يې ليكل شوی دی. ددې نه وروسته دافضل خان تاريخ مرصع،.دحافظ رحمت خان خلاصۀ الانساب، صولت الاقغاني، شوكت الافغاني، خورشيد جهان او داسې نورو كتابونو پرته له دې چې د مخزن الافغاني په دغه خبره تحقيق او غور وګړي چې داخْبره صحيحه ده او كه نه. په مستقيم ډول يې ورڅخه رانقل كړېده، او د خپلو كتابونو تاريخي بنياد يې په دغه اساس ايښى دى.
مخزن الافغاني كې راځي چې پښتانه اصلا د حضرت يعقوب(ع) زوى د بن يمين اولاده ده، دپښتنو پخوانى مورث طالوت كڼل كېږي چې نسب يې بن يمين ته رسي، او د اسرايلو يو مشهور پاچا وو، ددې له مرګ څخه وروسته يې كورنۍ د اسرايلو قدرت په لاس كې درلود.وروسته بيا دغه كورنۍ ضعيفه شوه اوبخت النصر په دوي باندى يرغل وكړ او ډېر اسرايل يې ووژل او ظلمونه يې پرې وكړ، په دغه وخت كې يو ډله اسرايل مجبوره شول چې حجاز ته تېښته وكړي او بله ډله يې هم دغور غرونو ته راستانه شول، او ويل كېږي چې دغو دواړو ډلو په خپل منځ كې ښې اړيكې درلودې او يو دبل له احواله خبرېدل.
كله چې داسلام مبارك دين منځ ته راغى نو حضرت خالدبن وليد(رض) اسلام راوړ او يو ليك يې د غور پښتنو ته را واستاوه، دغه مهال دغور دپښتنو مشر قيس نومېده، له يوه ډله كسانوسره حجاز ته لاړ. او د اسلام مبارك دين يې قبول كړ، حضرمحمد(ص) دوي ته ښې دعاګانې وكړې اوپه قيس يې د عبدالرشيد نوم كېښود.
خالدبن وليد دخپلوۍ لپاره خپله لور ساره د قيس عبدالرشيد په نكاح وركړه، كله چې دوي غور ته راغلل نو داسلام دين خپرېدو ته يې پيل وكړ، بلاخره قيس عبدالرشيد په ۴۱ هجري كال د۸۷ كالوپه عمر دكسي په غره كې مړ شو.
همداراز باید وویل شي چې د پښتنو لپاره د افغان کلیمه هم د ځینو خلکو له خوا استعمال شوې ده، که څه هم د افغان کلیمه پخوانۍ ده خو د پښتون کلیمې څخه نه، په لرغونې زمانه کې د پارس خلکو به پښتنو ته ابګان یا افغان ویل او هند خلکو به د بهار ولایت پښتنو اوسېدونکو ته پټان ویل. د افغان کلیمه د لومړي ځل لپاره افغاني لیکوال ابوریحان البیروني پکار وېوړه او بیا په شهنامه فردوسي کې دغه کلیمه راغلې ده. لکه فردوسي چې په یو شعر کې وایي:
که آیم بر افزار که چون پلنګ نــــــــــــــــه دژ ماند نه کهسار
همه مرز افغان به هم برزنــــــم بدین دژ کین آتش اندر زنم
همداراز د پښتو ادب پلار خوشال بابا هم د افغان کلیمه په کار وړي او وايي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
اوس د افغان کلیمه د افغانستان ټولو تبعه(خلکو) ته کارول کېږي، د افغان کلیمه تر۱۸ پېړۍ پورې یوازې د پښتنو لپاره کارول کېده خو د۱۹ پېړۍ څخه را پدېخوا ټولو قومونو ته چې په افغانستان کې اوسېږي، همدا د (افغان ) کلیمه په کار وړل کېږي.
دويمه نظريه:
پښتانه د حضرت ابراهيم (ع) اولاده، ده. تاريخ ليكونكي وايي كله چې بي بي ساره وفات شوله نو ابراهيم (ع) له بي بي قطورې سره نكاح وتړله اوله هغې څخه شپږ ځامن وشول چې په تورات كې يې د دوه ځامنو يقسان او مديان ذكر راغلى دى. دحضرت ابراهيم(ع) له اولادې څخه يو اسحاق (ع) په كور پاتې شو، او د نورو بيبيانو ځامن يې دمشرق (پخوانى باختر ) په لوري ولېږدول، چې موږ همدې پښتونخوا ته پخوانى باختر ويلاى شو.
دريمه نظريه:
د پښتنو په اړه يو بل نظر هم شته چې پښتانه اصلا يوناني النسل دي،په پښتنو ليكوالانو كې ددغې نظريې په اړه ښاغلى عبدالغني خان ډېر كلك معتقد دى، او وايي چې د پښتنو نومونه، دكلو او علاقو نومونه، رسمونه او رواجونه او ددوي دڅېرې خط او خال د يونانيانو سره ډېر شباهت لري، او ځيني خلك په دې باور دي چې پښتانه په اصل كې له تركانو سره نسلي تعلق لري، دغه ډول خبرو او نظريو د پښتنو د نسل مسله يې ډېره پيچيده او ګرانه كړې ده.
څلورمه نظريه:
دانظریه د شلمې او یویستمې پېړۍ ادب پوهانو او تاریخ څېړونکوته تر یوه حده د منلو وړ ښکاري، دپښتون قوم د ارين له قومونو څخه يو قوم دى، چې ددې هيواد اصلي اوسيدونكي دي، دتاريخ بيانونكي وايي چې ټول آريايي قومونه ۴۰۰۰ كاله مخكې له ميلاد څخه دآمو درياب په غاړه اوسېدل، او بيايې باختر(بلخ) ته كډه وكړه او هلته يې يوښكلي ژوند ته ادامه وركړه، وروسته له هغه څخه د نفوس په زياتېدو سره يوه ډله يې دهرات په لوري د فارس خاورې ته لاړه او هلته مېشت شول چې دايراني ارين په نامه يادېږي، او بله ډله يې د هندوكش په لمنو كې خواره شول او ځيني د اباسيند نه پورې وتل او دهندوستان په ځنګلونو كې يې ژوند ته دوام وركړ، چې دې ډلې ته هندې آرين وايي، او دريمه برخي ته مركزي او باختري ارين وايي چې ځاى پرځاى پاتې شول چې زموږ بحث په همدې برخې ده، باختري ارينو ډېرې قبيلې درلودې چې يوه مشهوره قبيله يې د بخت=پكت=پښت په نامه وه.
په ويدا كې چې دهندي ارينو يو مشهور كتاب دى او ۱۴۰۰ كاله پخوا ليكل شوى دى، د اريايانو د لسو قبيلو دجګړو ذكر راغلى چې اتله قبيله يې د پكت او پاچا يې د پكتها په نامه یاد کړي دي.
همدارنګه د يونان لوى مورخ (هيرودوت)۴۸۴ كال مخكې له ميلاد څخه ويلي دي چې د پكتيوس ډېر مېړنى او غښتلى قوم د پكتيكا په مملكت كې اوسيږي.او بطليموس هم چې د يونان جغرافيه دان ؤ، د پښتنو هيواديې پكتين بللى دى. او د اروپا نورو پوهانو لكه (لاسين، ترومپ، ګريسن…..) هم په دې اړه يې نظرونه وركړي دي، او د ويدا( پكهت) د يونان (پكتويس ) يې له موجوده( پښتون) سره پرتله كړي دي او دا خبره يې منلې ده چې پكت، پښت ياهم پكتيوس قوم ۳۵۰۰ كاله دمخه يې ذكر راغلى دى همدا موجوده پښتانه دي، صرف دلهجو د تغيراتو په اساس توپير په كې راغلى دى.
په پای کې باید وویل شي چې د هيڅ قوم شجره او بنسټ په پوره ډول څرګند نه وي،خوبيا وروسته زمانې په تېرېدو سره دپوهانو د تحقيقاتواوڅېړونو او ډېرو كوښښونو په نتجه كې يې بنسټ او اساس څرګنديږي.
پښتانه هم يو له دغو قومونو څخه دى، چې په شجره او بنسټ كې يې ډېر اختلافونه موجود دي، خوبياهم تر سو چې ددغې موضوع اصلي پايله لاس ته راځي، بايد د نورو نظريو په پرتله دا يوه نظريه ومنو چې پښتانه د آرياييانو له قبيلو څخه يو قبيله ده چې ۱۴۰۰ كاله مخكې له ميلاد څخه په پكتيوس او باختر كې اوسېدل او تراوسه لا په همدې سيمه كې یعنی د هندوکش په شاوخوا لمنوکې خپل ژوند ته دوام وركوي.
مونږ بايد په دې باندې اتكا ونه كړو چې همدغه تاريخ دقيق او صحيح دى،بلكه تر خپلې وسې او توان پورې په دې اړه څېړنې او تحقيقونه وكړو او لاس ته راغلې نظريې يو له بله سره پرتله كړو، تر سو وكولاى شو چې يو ښه مستنده او با ثبوته نظريه منځ ته راوړو چې دټولو خلكو يقين پرې حاصل شي.
ځكه چې د پښتون دقوم بنسټ او شجره بايد داسې را ژوندۍ شې لكه څرنګه چې يې دغيرت او مېلمه پالنې نوم په هر ځاى كې ژوندى پاتې دى.