لیکنه: عبدالقدیر مطفي
د پښتونخوا په پښتنو د پنجابیانو د ظلم او بربریت انتها روانه ده ، پښتونخوا او بلوچستان هغه مقبوضه سیمې دي، چې په طبعي زیرمو ېې پنجاب په ډېرې بې رحمۍ سره خپل واک قایمه کړي. د پښتون او بلوچ د حق خوړلو کې ماهره پنجاب اوس د کالا باغ ډيم نه وروسته په پښتونخوا یوه بله حمله وکړه. پنجاب غواړي د ګوادر کاشغر لاره ځانته تاوه کړي.
د چین هیواد لخوا د ملیاردونو ډالرو دا پروژه چې په ۲۰۳۰ کاله پورې به دوام ولري، کاشغر به له ګوادر سره نږدې کړي او دا لارې به ترمینځنۍ آسیا پورې غزیږي. دا لاره به ستر اقتصادي او ټولنیز فرصتونه برابر کړي تجارتونه به قایمه شي او فرصتونه به پیدا شي ترڅو پښتانه او بلوچان ترې په کافي اندازه تر راتلونکي کلونو کلونو لپاره ګټه پورته کړي.
دا لاره به په اقتصادي لحاظ ډيره ارزانه او د کمې فاصلې لاره وي، چې میلونونو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او زیات شمیر عامه ولس به ترې ګټه پورته کړي خو په ډيرې خواشینۍ سره له دې ستر اقتصادي فرصت نه پنجابیان غواړي، چې پښتانه محرومه کړي، خو د دي محرومیت سره سره اوس هم دپښتونخوا اکثره سیاسي رهبران په یو خوله ندي، چې دوي تل پداسې مسایلو کې اختلافات لري او د دې اختلافاتو نه پنجابیان ګټه اخلي، خو پدې ورستیو کې د پنجاب د دې عمل په خلاف خوشبختانه پښتنو، سندیانو او بلوچانو غبرګونونه وښوده، دا په تاریخي لحاظ د پرله پسې ظلم دی چې پنجاب ېې د پښتنو او بلوڅو سره کوي لکه څرنګه چې د پنجاب کالا باغ ډيم په موقف نورې صوبې خپه وي دغه شان د کالا باغ ډيم وروسته د ګوادر کاشغر پښتونخوا لارې په پنجاب را تاوولو په منصوبه احتجاج کوي، خو تراوسه پورې غوڅ بنیادي پرمختګ ندی شوی اوس هم پنجاب فکر کوي، چې د دې لارې د اړولو لپاره هر ممکنه هڅه او کوښښ وکړي.
پنجاب په سیاسي لحاظ تل هڅه کوي، چي دپنجاب د صوبې لپاره د پښتونخوا ، بلوچستان او سندیانو حق وخوري د پښتون بلوچ د میوو، ابو، خاورې ستراتیژيک موقعیت او تجارتي فرصتونو ګازو، تیلو او نورو طبیعي زیرمو ګټه اخیستل د پنجاب کاروبار ګرځيدلی دی دوي دا کار په ډير مهارت سره کوي له دوي سره پدې کار کې ځينې وخت دهمدې درې محکومو صوبو قام پرستانو د خپل ذاتي مفاداتو لپاره مرسته کوي.
همدا مهال د لاهور او پنجاب په بېلا بېلو برخو کې د پرمختللې ټکنالوژۍ سربیره د ژوند ټول ابتدايي اسانتیاوې موجودې دي سوي ګیس چې د بلوچستان یو ستره سرمایه ده په بلوچستان کې ترې ګټه نه اخیستل کیږي مګر همدا ګیس په ټول پنجاب کې هر کور ته رسیږي. پنجاب د دي مسایلو په هکله سیاسي برخورد کوي دا ستره جفا ده چې منابع دې د یو چا او ګټه دې ترې بل څوک اخلي په ورته وخت کې پنجاب تل د کالا باغ ډيم پروژې ته سیاسي مسلې رنګ ورکړی او دوي د دې کار په مټ کولی شي چې د پښتنو او بلوچانو حق په ډير اسانه وخوري ، د پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ او د پښتون او بلوچ وژنې دا پروسه له کلونو راهسې پیل شوې ده د پښتونخوا ورستۍ نا امنۍ او د پښتون بلوچ په کور اور بلول هم پنجاب د خپلو سیاسي شومو موخو لپاره کوي . دوي پښتونخوا پدې خاطر نا امنه کړ، چې له منابعو ېې په اسانه ګټه پورته کړي.
د دې لارې د تاوولو سره د پښتنو سره ستر ظلم کیږي په میلونو پښتانه او بلوچان به د دې اقتصادي فرصت نه بې برښې شي جنګ به د دې دواړو په کورنو وي مګر پرمختللی اقتصادي پرمختګ به پنجاب کې کیږي اوس د پښتنو شعور او فکر څوک پدې مسله روښانه کړي که موږ چیرې د پښتونخوا د قام پرستو خبره کوو نو هغه هم ښکاره خبره ده چې د دي قام پرستو په مینځ کې هیڅ یووالۍ نه تر سترګو کیږي که چېرې په منظمه توګه د دې مسلې په اړه منظمه مبارزه وشي زه فکر نه کوم چې پنجاب به خپلو شومو موخو ته په اسانه ونه رسیږي. پلان خو داسې وو چې ګوادر ته له چين نه دا پروژه د مانسهرې نه حسن ابدال، ډېره اسماعيل خان، ژوب او د بلوچستان د بلوڅو په علاقو تېرېږى چې پدې کار سره به د دې لارې اصلي منفعت پښتون او بلوچ میشته ولسونو ته رسیده په میلونونو بلوچو او پښتنو ته د کار زمینه د برابریدو امکان وو مګر اوس د پنجاب نوې پروژه او د دې لارې د بدلون لپاره نوې لاره څه دا ډول ترتیب کړې چې لاهور ، ملتان ایکسپرېس ، کراچۍ او د کراچۍ نه کوسټل لویه لاره ګودار ته ځي چې پدې لاره کې د پښتنو او بلوڅو علاقې نه راځي.
د دې اولنۍ لارې سره کیدلی شي چې په ډېره اسانه یوه لاره منځنۍ اسیا ته پیدا شي چې په ډېره اسانه بیا کېدای شوه چې پیښور ، لنډي کوتل ، جلال اباد او کابل پورې دا لاره تېره شي او بیا ورسته هغسې د بنو ، میرانشاه د ټل په لاره او په ټوله کې لوی افغانستان پورې د لارې غوځول کېدای شي وروسته بیا د پاړه چنار نه لوګر او وروسته د کابل پورې تګ راتګ کیدای شي کوټه او چمن د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو علاقې به هم کولی شي چې خپلې لنډې لارې ولري او ګټه ترې واخلي. د دې لارو د پراخیدو سره لوی افغانستان هم ستر اقتصادي ګټه ترلاسه کوي او منځنۍ آسیا پورې لنډې او اسانه لارې جوړیدای شي چې پنجاب د دې مخه په ډير تدبیرانه توګه نیسي. د پنجاب لخوا دې اقتصادي مسلې ته په سیاسي سترګه کتلو ترشاه د پنجاب ستر سیاسي استراتيژیک اهداف پراته دي دوي په مستقیمه توګه د بلوچ او پښتون د حق د خوړلو جرات هم پیدا کړي د دې لارې د نوې لارې جوړلو پروژه پنجاب لخوا ځکه وړاندې کیږي چې پدې لاره کې ستر اقتصادي فرصتونه دي او دا فرصتونه پنجاب هیڅکله له لاسه ورکول نه غواړي بل پلو د دې اقتصادي پروژې ګټې لوی افغانستان ته هم په مستقیمه توګه رسیږي مګر دوي د دې کار تر شا خپل شوم اهداف لري.
په عمومي توګه که بحث د دې لارې په ماهیت کوو نه ویلی شو چې Route Corridor ( راوټ کرویدور ) کې شپږ بنیادي مسایل دي چې تر بحث لاندي وي عمومآ Corridor کرویدور په شپږو بنیادي مسایلو سازیږي لمړۍ Motorway موټروی چې د موټرو ستر سړک لاره، دوهم Railway ریل وی د ریل ګاړي، دریم Fibrotic cable د فابریکې کیبلونه، څلورم پکې ازاد تجارتي مرکزونه او پنځم پکې صنعتي زونونه او شپږم پکې صنعتي او تجارتي مرکزونه د دې لارې د اړلو سره اوس خبره داسې ده چې پنجاب د ستر تجارتي فرصتونو سره غواړي پښتون او بلوچ په اقتصادي او معاشي توګه برباد او قتل کړي.
په دې ورستیو کې د پښتونخوا د نیشنلیسټ ګوندونو او په خاص ډول د عوامي نیشنل ګوند غبرګون د دې لارې په هکله جدي وو، که دا لار د پښتونخوا نه په پنجاب تېره شي نو پښتانه به په معاشي ، اقتصادي، او ټولنیزو سربیره په سیاسي لحاظ د استحصال او بربریت ښکار شي. پښتون او بلوچ په کور به تل اور بل وي صنعتي فابریکې او تجارتي پرمختګونه به په پنجاب کې کیږي، مګر بربادي او ټولنیزې بدبختۍ به په محکومو سیمو کې وي د دې لارې اهمیت دومره ډير دی چې که یې په منظمه توګه ورته کار ونشي ممکن پښتانه او بلوچان دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړي.
چین هم د پنجاب ملګرتیا د ځينو مسایلو لپاره کوي یو چین د بلوچستان کنترول غواړي د دې کنترول له لارې دوي د هندوستان د ابو نه په مستقیمه توګه څارنه او لیدنه کولی شي د دې لارې د اهمیت او ارزښت په هکله چې څومره هم خبرې وشي کمې دي خو اوس لپاره لازمه ده چې پښتون او بلوچ ملتپاله ګوندونه په منظمه توګه د دې لارې د اړولو په هکله جدي مبارزه وکړي ترڅو وکولی شي دا لاره په خپل پلان سره د پښتونخوا په خاوره تېره کړي.
فرصت باید له لاسه ورنکړل شي د دې لارې په اړولو سره به پنجاب په مستقیمه توګه وتوانیږي، چې د پښتون او بلوچ د پانګو او منابعو ګټه خپله کړي.
Route Corridor (راوټ کرویدور) بدلول به د دې لارې اهمیت د پښتنو او بلوچو لپاره هیڅ کړي اوس به وګورو چې پښتون نیشنیلسټ ګوندونه دپنجاب نه د دې لارې بدلولو په اړه کوم ډول برخورد سره مخ کیږي او پښتون او بلوچ ملتپاله ګوندونه دا لاره بیرته د پښتونخوا په لاره تېرولو کې څومره کامیابه کیږي.
ومن الله توفیق