– ليكنه: علامه حبيبي
– ژباړه: مجيب اميري
زموږ سپېڅلې او ملي ژبه پښتو د تاريخي څېړنو او ژبپوهنې له پلوه يوه لرغونې او پخوانۍ آرايي ژبه ده، چې د آريايانو په آر او حقيقي وطن كې تر اوسه پورې ژوندۍ پاتې ده او د نورو ژبو د تيري او واكمنۍ سره_ سره يې په متمادي پيړيو كې د پښتونخوا په غرونو كې خپل ژوند ساتلى دى.
هغه لرغوني ژبني آثار، چې له اسلام څخه څو زره كاله وړاندې راغلي، لكه اوستا Avesta اورګويدا موږ ته راښيي، چې د ذكر شوې لرغونې ژبې ځينې وييونه ” كليمې ” تر اوسه پورې په پښتو كې ژوندي دي او له اسلام څخه ترمخه پېړيو كې زموږ د ژبې تاريخي لرغونتوب ډاګيزوي.
كه څه هم په دې برخه كې كابل مجلې ډېر ځله ګټورې ليكنې خپرې كړې دي او پښتونو پوهانو په دې اړه خپلې ځينې ګټورې څېړنې او پلټنې خپرې كړې دي؛ خو لا نور هم په دې برخه كې ډېرو څېړنو او ځيرنو ته اړتيا شته. پر دې بنسټ غواړم دلته ددې لپاره، چې د خبرو سريزه په ښه توګه وړاندې كړم؛ د پښتو د درو كلمو په اړوند ځېړنه كوم؛ څو چې تر اسلام وړاندې زموږ د ژبې لرغونتوب ښه ترا زباد شي او له هغه وروسته اصلي مطلب ته، چې د پښتو زركلن عمر دى راګرځم.
په اوستا كې، چې د باختري آريايانو زوړ كتاب دى، د آريايانو استوګنځى ” آرياناويجه ” راوړل شوى، چې مانايې د نجيبانو ځمكه ده. ( ۱ )
داكليمه زموږ په ملي ژبه كې اوس هم ژوندۍ ده او كارول كېږي، كندهاريان وايي: ” احمد محمود د خداى پر اويجه نه پرېږدي ” او په دې توګه ” اويجه ” اوس هم په پښتو كې د ځمكې ” سرزمين ” په مانا كارول كېږي، چې پرته له شك څخه هماغه آريايي كلمه او عمر يې هم زر كاله وړاندې له اسلام څخه اټكولاى شو. همدارنګه د ” خشتاوي ” كليمه هم په اوستا كې راغلې ده ( ۲ ) . چې آلماني ختيځ پوه دوكتور جيګر هغه په ” غښتيلي ” ژباړلې ده ( ۳).
داكلمه په پښتو كې اوس هم په همدې مانا او جاج سره ژوندۍ ده. په پښتو كې د ” غ” او ” خ ” اوړون “ابدال ” ډېر زيات دى؛ لكه: د وخښ او دوغښ، واخيستل، واغستل، شين طبعاً پر ” ښ ” اوړي.
ښايي زموږ ملي پالوانانو څخه د يو تن نوم ” غرغښت ” هم په اصل كې ” غوره غښتلى ” يانې ” نيرومند برګزيده ” يا غر غښتلى ” نيرومند كوهسار ” وي او وروسته يې اوړون موندلاى وي.
د هندي آريايانو په ژبه كې هم ځينې كلمې له پښتو سره ګډې او ورته دي، چې له هغو څخه څلور طبقې يې مشهور نومونه دي، چې د هندي آريايانو پخواني اسلاف ورته قايل ول او هغه له ” برهمن، كشتري، وېش، شودر ” څخه عبارت دي، چې له لرغونو زمانو څخه دا وېشنه په هند كې شتون لري ( ۴).
لكه څنګه، چې ځينې خلك ګروهمن دي، چې دا څلور نومونه ټول پښتو دي او د وخت په تېرېدو سره اوړون او بدلون وركې راغلى دى ! هغه هم په دې شرحه:
برهمن: بر، په پښتو كې لوړ او عالي ته وايي د لوړوالي او غلبې په مانا دى، چې له هغه څخه يې بريالى جوړ كړى دى؛ يانې كامياب او د لوړوالي درلودونكى.
كه د بري له كلمې سره د ” من ” نسبتي وييكى راوړو ” بريمن ” ترې جوړېږي؛ يانې لوړ مرتبه او لوړوالى؛ ” هــ، و، ى ” يو له بل سره ډېر بدلېږي، لكه هېواد_ يواد.
دا طبقه په هندي آريايانو كې د لوړو مرتبو درلودونكې وه، چې روحاني چارو ورسره تړاو درلود او ممتاز ترينې طبقې ګڼل كېدلې. ( ۵ )
كشتري: په پخوانيو آريايانو كې د دې طبقې دنده سپاهي ګري او عسكري چارې وې او دا د برهمنيانو د برياليتوب او لوړوالي وسيله وه او د امتيازاتو له پلوه په دويمه درجه كې راتلله. ( ۶ )
دا كلمه په پښتو كې دوې ريښې لري كښ له كښل څخه، چې مصدر دى د كشيدن او آختن په مانا اخيستل شوى او تري ( ت ) په پېښ سره د تره جمع ده، چې په اوسني ليكدود كې د لومړي حركت په څرګندولو سره هغه په واو ” توره ” سره ليكي. ويل كېږي په پخوانۍ پښتو كې د عسكر د نوم لپاره له دې دوو ريښو څخه كار اخيستل كېده او د كښتري مانا ” اشخاص شمشير آمخته ” وه، چې له عسكر او ساتونكي څخه عبارت ده. د دې مطلب د زباد لپاره موږ يو بل علمي او ادبي سند هم لرو، چې د پښتو ژبې يو له لرغونو منثور ادبي آثارو څخه ” خير البيان “، چې زرم هجري كال شاوخواكې د يو افغان نابغه ” بايزيد ” له خوا ليكل شوى او د هغه قلمي نسخه يې سر رېنسن ختيځ پېژندونكي په لاس راوړې او نوماندختيځ پېژندونكي مارګستيرن د دې ګران بيې نسخې په څنډو كې د هند د عتيقه آثارو مجلې كې شرحې ليكلي او ددې نسخې ډېرى نمونې يې په لاتيني تورو سره چاپ كړې دي. عيناً همدا كلمه ده د ” تور كښ ” په توګه اوښتې ” مقلوبه ” راغلې، چې موږ هغه جمله عيناً دلته راوړو: ” مشغول دي ډېر آدميان ځينې په كرلو په بازار ګانى باندي يا په پوند ګلى يا په توركښ باندي، ځينې په نورو چارو مشغوللي كا آدميان. (۷). ”
دلته هم د خير البيان ليكوال، چې د فكر او فلسفې له غښتلو افغاني نابغه ګانو څخه دى، انساني دندې كرنه، سوداګري، عسكريتوب او نور بيانوي او عسكريت ” توركـښ ” بولي او له دې څخه جوتېږي، چې دا پخوانۍ آريايي كلمه تر زرم هجري پورې ژوندۍ وه او پخوانۍ بڼه يې هماغه ” كښتري ” اساطيري ده.
وېش: دا كلمه زموږ په اوسنۍ ژبه كې ” ويښ ” ده، چې د بيدار او هوښيار په مانا ده او په پخوانيو آريايانو كې د دې طبقې دنده كرل او زراعت او د حيواناتو د چوپړ او نور وه. منو شاستر ددې طبقې دندې داسې ګڼلي دي: ” وېش بايد له واده وروسته كار وكړي؛ د خپلو څاريو ساتنه وكړي، د تخم دشيندلو او كرلو آرونه ” اصول ” زده كړي؛ ښه ځمكه وپېژني او همدا شان د مزد، مكايل، ميزان او پلورنې او پېردونې آرونه دوى ته ښه معلوم دي. ( ۸ ).
په ټولنه كې مهم خدمتون، چې دغې طبقې ته سپارل شوي هر ګوره د بيدارۍ او هوښيارۍ په پار دي، چې د ” ويښ ” كلمه له همدې امله په دغه ډول اطلاق شوې وي.
شودر: د هند هغه اوسېدونكي، چې تر آريايانو وړاندې يې په هند كې استوګنه كوله، شودر بلل شوي دي. دا ډله تر څلورو نورو هغو ټيټه ګڼل كېدله او تر ټولو ټيټې او خرابې دندې دغې ډلې ته سپارل كېدلې.
په پښتو كې تر اوسه د ” سوډر ” كلمه موجوده او ژوندۍ ده، چې پر ناحقه بې عقل او ټيټ سړي باندې اطلاق كېږي، چې هېڅ ډول عقل، هوش او لياقت ونه لري.
سربېره پر يادو شويو كلمو نورې كلمې هم شته، چې ددې ژبې په تاريخي لرغونتوب دلالت كوي او د آريايي لرغونو ژبو سره يې تړاو ښيي. د بېلګې په توګه ” ډېوه ” چراغ ته وايو، چې مركزي آريايانو رڼا او روښنايۍ ته ” ډيف ” ويل. په سانسكريت كې ډيفاس، ډيواس او ډيوا د لمر او روښنايۍ په مانا دي، آسمان ته يې هم په دې نژدېوالي ” تقريب ” سره ډيوس ويل. يوناني زيوس، د لاتيني ډووس، ډيوفيس، جيوفيس او جوبتر، د پخواني آلمان ذيو، د اسلاو ډيواس، ايټالوي ډيو، پرتګالي او هسپانوي ډيوس هم له يوې ريښې څخه دي او ريښه يې اوس زموږ په ملي ژبه كې شته او ژوندۍ ده، چې د پښتو تر ګردو لوى لرغونى سند او اصالت ګڼل كېږي.
تر دې ځايه مو په لنډه توګه د ژبې د تاريخي لرغونتوب په اړوند ځينې بېلګې وړاندې كړې؛ خو دا بحث ډېر اوږد او پراخ دى، چې بشپړې څېړنې يې د ژبې تاريخ او ژبپوهنې دنده ده، دلته يواځې څو بېلګې په لنډه توګه سره راوړل شوې د دې مقالې سريزه جوړه كړي، اوس آرې موخې ” اصلي مطلب ” ته راځو، چې هغه د پښتو ادب زر كلن عمر دى.
په پښتو ادبياتو كې تر دې مهاله لاس وهنه نه ده شوې او د پښتونخوا د غرونو په كونجونو او زاويو كې مهاجر پراته دي، تر دې چې ځينې مدقق ختيځ پوهان په دې بريالي شوي دي، چې زموږ د ژبې ادبي آثار پيدا، چاپ او خپاره كړي دي؛ خو د هغوى ادبي څېړنې سره له دې، چې ډېرې ګران بيې او ارزښمنې دي، بشپړې او پوره نه دي؛ بلكې دهغوى د نابلدتيا له امله ډېرې نيمګړې دي.
ختيځ پېژندونكى او انګليسي پښتو پوهان، لكه مسټر راورټي او پادرې هيوز او نوماند ختيځ پوه فرانسوي ډارمستتر هر يو پر خپل وار سره د پښتو ژبې ادب، شعر او تاريخ ګوښي كونجونه راسپړلي او ګټور د غنيمت وړ آثار يې پرېښي دي؛ خو څرنګه، چې يو له هغو څخه هم زموږ هېواد ته نه دي راغلي؛ لاجرم په پوره توګه تاريخي او ادبي معلومات يې په لاس نه دي راوړي او په پښتو كې د هغوى پلټنې نيمګړې محصورې پاتې دي. په هغو معلوماتو سره، چې د اټك او سيند د سيندونو پر غاړه يې لاس ته راوړي دي؛ توانېدلي دي، له هغو څېړنو څخه، چې ختيځ پېژندونكو په پښتو ادب كې كړې دي؛ موږ همدومره پوهېږو، چې زموږ د ژبې ادبيات له زرم هجري څخه پېلېږي او له دې پرته ” 350″ كاله زموږ ملي ژبه ادبي عمر نه لري او هم يې د هغه وخت آثار ختيځ پېژندونكو لاس ته ورغلي دي.
خو زه خپلو هېوادوالو او هم ژبيو ته ډاډ وركوم، چې زموږ ملي ژبه لكه كوم، چې تر دې مهاله تشخيص شوى، تر دې ډېر اوږد ادبي عمر لري او د هېواد په دننه كې له دې لرغونې ژبې څخه ډېر آثار لاس ته راځي، چې ادبي عمر يې تر زرو كلونو وړاندې؛ بلكې د اسلام د پيل نژدېكت ته رسېږي.
د دې موخې لپاره، چې موږ د ژبې ادبي آثار او زړې ليكنې ومومو؛ هر ګوره ډېرو پلټنو او پرله پسې څېړنو ته اړتيا شته؛ خو تر اوسه پورې مې، چې د منفردې څېړنې او پلټنې په اثر څه پيدا كړي او ليكلي دي هم نفسي او ګران بيه آثار دي.
يو وخت يو موجوده اروپايي ختيځ پېژندونكي په يوه علمي مجله كې ليكلي وو، چې د مېجر راورټي له ليكنو څخه جوتېږي، چې پښتو ژبې د زرم هجري كال تر مخه وختونو شاوخواكې يو ډول ادبي يو والى درلود او په ليكنو او لوستلو ” تحرير او تقرير ” كې يې ځانګړى او ټاكلى سبك درلود.
له هغو آثارو څخه، چې به ما په پښتو ژبه كې له كندهار، ننګرهار او د پښتونخوا د پاكې ځمكې له نورو برخو څخه لاس ته راوړي، دا موخه ” مقصد ” په بشپړه توګه ډاګيز شوى او د ژبې او ادب سبك اويووالى يې په پخوانيو زمانو كې په زباد رسولاى دى.
دبېلګې په توګه يو اثر، چې د ” ۴۰۰ هــ ” په شاوخواكې د كندهار په نواح كې ليكل شوى؛ له يو كتاب سره، چې د ” ۱۰۰ هــ ” شاوخواكې د شنوار په غرونو كې ليكل شوى، دواړه د يو واحد او متحدسبك لرونكي دي او د پښتو لرغونى ادبي يو والى ډاګيزوي.
د وروستنيو كشفياتو او پلټنو سره سم، چې ماسرته رسولي او هغه آثار، چې لاس ته مې راوړي دي؛ د پښتو ژبې ادبي عمر له زور كلونو څخه تېرى كوي، چې له ” ۳۰۰ هـ ” وروسته مو د وضعې شعري او ادبي آثار موندلي دي.
تر ګردو مهم اثر، چې په دې برخه كې يې زما سره مرسته كړې هغه د يونفيس او ګرانبيه كتاب څو پاڼې دي، چې په غالب ګومان د ” تذكرة الاوليا ء ” په نامه د سلېمان بن بارك قوم ماكو صابزي له خوا له ” ۶۱۲ هـ ” څخه وروسته د كندهار په ارغستان كې ليكل شوى دى او دغه سړي سربېره پر دې، چې په پښتو نثر يې يو مهم تل پاتې اثر په پوره متانت او رشاقت سره وليكه، زموږ د لويو نېكونو، چې په خلكو كې د لوړ منزلت خښتنان دي. د شعرونو پياوړې نمونې يې هم په كې ليكلي او پښتو ادب ته ډېر لوى خدمت كړاى دى.
سلېمان يو ګرځندوى ” سياح ” نړۍ وال شخصيت و، هغه د خپل كتاب په سريزه كې فرمايي: چې سلېمان ” د كسي غره ” كې د ځينو نوماندو ملي خلكو پر زيارت مشرف او وروسته له دغه سفر څخه، چې تر ” ۶۱۲ هـ ” دمخه واقع شو، د لويو_ روحاني پښتنو خلكو د حال شرح او د شعرونو نمونې يې وليكې او د څو تنو پخوانيو لويو پښتنو شاعرانو شعرونه يې راوړي دي، چې له هغې جملې څخه يو هم د پښتنو د تاريخ لوى پالوان ” بيټ نېكه ” دى، چې د سلېمان ماكو له روايت سره سم او همدارنګه د ټولو افغاني تاريخ ليكونو او ملي دودونو په تاييد سره د غرښت او سړبن ورور ښوول شوى او ژونديې له ” ۳۰۰ هـ څخه تر ۴۰۰ هــ ” پورې په زباد رسېدلاى او هم د پښتنو پخواني تاريح ليكونكي، لكه نعمت الله هروي او خانجهان لودي پر ” ۱۰۱۸ هــ ” كال په مخزن الافغاني كې ددغه ملي او لوى مړي پر ژوندانه شرحه ليكلې، چې: د دغو دواړو يادو يادو شويو كتابونو ليكوال سره له دې، چې د دوى د ليكنو ترمنځ څلور پېړۍ تېرې شوې؛ په دې اړه له يو بل سره متفق او همغږي دي.
سلېمان ماكو په خپل كتاب كې د بيټ نيكه د ورور اسماعيل سړبني د ګرانبيه شعرونو نمونې هم راوړي دي او ملكيار غرشين، چې دسلطان شهاب الدين غوري معاصر و او په ” ۵۷۱ هـ ” د ملتان په تېري كې له نوموړي شاهنشاه سره ملګرى و، هم يو له پښتنو شاعرانو څخه بولي او دهغه يوه بديع حماسي بېلګه يې راوړې ده، سربېره پر دې سلېمان ماكو نوماندو اسلامپوه قطب الدين بختيا د پښتنو شاعرانو له ډلې څخه ګڼلى دى او د هغه يوه عشقي زړه پارونكي نغمه يې راوړې ده، چې د مخزن اسلامي ليكونكي هم په دې اړه، چې دغه نوماند عارف يو له افغانى لويو پوهانو څخه دى، له سلېمان سره همغږي دي او ددغه لوى خداى ﷻ پېژندونكي مړينه د مخزن اسلامي په اتفاق د ابوالفضل اكبري د آيين او محبرالواصلين د “۶۳۳ هــ ” د ربيع الاول ” ۱۴ ” مه ښوولې ده، چې فرشتې ” ۶۳۴ هـ ” ليكلې او د افغاني تاريخ ليكوونكو له رواياتو څخه؛ په ځانګړي توګه سليمان ماكو، چې معاصر يې و، جوتېږي قطب الدين افغان سره له دې، چې د عرفان تصوف له نړۍ والو مشاهيرو څخه دى د پښتنو د لرغونو شاعرانو له ډلې څخه هم دى، چې د شعرونو له جملې څخه يې يوه عشقي ترانه سلېمان ماكو په مرسته او بركت تر اوسه خوندي ساتل شوې او له نېكه مرغه زموږ لاس ته راغلې ده.
د پښتو ژبې د پخوانيو لومړنيو شاعرانو څخه نور ټايمني د غوريانو معاصر، غزنوي د غزنويانو معاصر، اكبر زمينداوري د تېمور لنګ معاصر، شيخ عيسىٰ مشواڼى د شېر شاه سوري معاصر، ملاالف هوتك له ” ۹۵۰ هــ ” څخه وروسته زېږېدلاى دى. ميرزا خان انصاري، چې له ” ۹۵۰ هــ ” وروسته زېږېدلاى دولت لواڼى، چې له ” ۹۵۰ هــ ” وروسته زېږېدلاى او نور دي. چې د پښتو د شاعراونو او نثر ليكوونكو تذكرې، چې په پښتو ټولنه كې ليكل شوې دي او په نژديو كې به چاپ او خپرې شي، د هغوى بشپړه شرحه ليكل شوې ده او د پښتو ژبې درانه لوستوال او مينه وال دې د هغو چاپ او خپراوي ته په تمه پاتې شي.
له پورتنۍ شرحې سره سم، چې په پورته كرښو كې وليكول شوه؛ سربېره پر دې، چې د پښتو ژبې اړيكې يې د آريايي پخوانۍ ژبې سره زباد كړي دي او زموږ ملي ژبه نژدې د مركزي آريايي ژبې مور ګڼل كېږي.
له اسلام څخه وروسته؛ په ځانګړي توګه په دې وروستيو كې زرو كولونو كې په ليكلو او تاريخي اسنادو سره ددغې ژبې ادبي عمر هم پيل او زباتېږي او كه چېرې منظمې علمي پلټنې او څېړنې ترسره شي او د دغو غرونو په كونج او څنډو كې دقيقې پلټنې وشي، يقين دى، چې سربېره پر دې زموږ پر شته معلوماتو؛ نور نفيسي آثار هم لاس ته راشي، چې زموږ د ژبې تاريخي عمر موصوصتر او پراخه كړي.
په دغه مقاله كې ما يواځې د خپلو ادبي پلټنو لنډيز وليكه؛ د موضوع تفصيل دې درانه لوستوال د شاعرانو د تاريخي پرتلنې سره، چې په دې ورځو كې ترتيب او ليكل شوي دي؛ تر خپراوي وروسته ولولي او هغه څوك، چې د معلوماتو د نه لرلو له امله زموږ د ژبې ادبي عمر له دوو درو كلونو څخه زيات نه بولي؛ ددې كتاب په لوستلو سره به پوه شي، چې پښتو ژبه پوره زركلن ادبي عمر لري او ښايي راتلونكې څېړنې او پلټنې يې له دې څخه نور_ نور هم زيات زباد كړي. ( ۹ ).
اخځليكونه
۱- تمدن آريانهاى خاورى، دوكتور ويلهم جيگر آلمانى _ ج ۱ ص ۶۶_ ۷۴ و ايران قديم ج ۱ ص ۱۱.
۲- يشب اوستا باب ۱۳ _ فقره ۳۷_۳۸.
۳- تمدن آريانهاى خاورى، دوكتور جيگر آلمانى ج ۱ _ ص ۱۸۲.
۴- منو شاستر باب اول ص ۳۱.
۵- تمدن هند گومتاو لوبون ص ۲۱۵.
۶- منو شاستر، ۹_ ۳۲۲.
۷- مجله آثار عتيقه هند ج ۱۱ ص ۵۷۰ طبع بمبي.
۸- منو شاستر باب ۲_ ۹
۹- مجله كابل، سال ۱۹، شماره ۱۲ ص ۱_ ۴.
[review]