لیکنه: مقتصد ستړی
دپښتو اوسنې ادب ته دلنډکي شعز راتګ په لومړي سر کښې په زړه پورې و چې په لږ وخت کې ډېر مینوال لرل خو په دې ورستیو کښې یي مینوال او پخپله لیکوالان له مایوسي سره مخ دي، په لومړي سر کې مونږ تاسو لیدل چې د لنډکي شعر چې څومره لیکوالان و هغومره یي مینوال درلودل اوس یي د خواله په رسنیو ډیر کسان لیکي مګر مینوال یي ورځ تر بلې کمېږي دا ځکه چې د لنډکي شعر اصلي رنګ او خوند ته پام نه دی شوی.
په دې اړه باید ډیر وویل شي خو دا چې لنډکی شعر ژورې پلټني ته اړتیا لري دومره ووایم چې لږ تر لږه یي لیکونکي په خپلو لنډکي شعرونو کښې نوي خبرې د لنډکي په ژبه تر لوستونکو ورسوي.
زه دلته څو لنډکي شعرونه د مثال په ډول را وړم چې لوستونکو ته په زړه پورې دي:
تاته مې شعر لیکه اوبه مې په نیت پوه شوې
وشرنګېدې
ځمکه مې په نیت پوه شوه
معطره شوه
شمال مې په نیت پوه شو
ناکراره شو
موسم مې په نیت پوه شو
پسرلی شو
ـــــــ ومان ـــــ
دلته شاعر خپل خیال په یوه طبعې انځور کې نغښتی او تر مونږ یي په داسې ډول را رسولی چې په لوستلو یي نه یواځي خوند اخلو بلکه مونږ پکښې د ځان لټون کوو.
( ای ) وجود مې راڅڅیږي له څرمنې
مايې څاڅکو ته تڼاکي لپي ایښي
*** اناهیتا ***
افراط
زه له انسان سره له حده زیاته مینه کوم
نور خو لا څه
زما پخپله پر ځان شک پیدا شي
افراط په مینه کې هم نه دی په کار!!!
*** علم ګل سحر ***
د لنډکي شعرونو مینوال ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، چې له دې سره ځیني لنډکي شعرونه د لنډکي شعرونو اصلي رنګ ته زیان رسولی شي اکثر لکه بیا چې لولم، د لنډکي شعر اصلي خوند یي تر حد زیات خراب او بې خونده کړی دی.
لکه:
نن مې ! دې راکړل شوې تحفه د اور قربانې کړه …
هره شیبه به یې په ټک،ټک ستا دنه شتون پیغور راکاوو.
بیلتون
دا او دې ته ورته مې څو لنډکي شعرونه تر سترګو شوي او لوستي دي.
بی له تا…
هر ساعت هره دقیقه هره ثانیه ستا د نه شتون پیغور راکوي…
خالد
دلته دواړه شعرونه له یوه عنوانه خبرې کوي، مونږ په شعر کې باید یو څه نوي ونغاړو تر څو مو پښتو اوسني شعر او ادب ته ګټه ورسېږي.
ډیر شاعران اوس هم لنډکي شعرونه عادې خبرې بولي مګر لنډکی شعر هغه ژانر دی چې یو شاعر په ډیره اساني سره د زړه خبره تر لوستونکو رسوي.
اوس ډیرې داسې لیکني هم تر سترګو کېږي چې ځیني لوستونکي پرته له دې چې په اصلي خبره ځان پوه کړي، د لنډکي شعر ګومان ورباندې کوي، دلته اوس د ښه او بې خونده لنډکي شعر اصلي زوق له منځه تللی.
لنډکی شعر له مونږ چیرته تللی نه دی هر کله چې مو زړه غوښتل لیکلی یي شئ که یو سړي پخوا لنډکي شعرونه لیکل اوس یي نشي لیکلی، هيڅ بده نه ده ځکه د لیکلو لپاره نورې ډیرې موضوعګانې لرو چې باید په اړه یي یو څه ولیکو یا له کومې بلې ژبې خوږې پښتو ته را وژباړو که هر سړی داسې وکړي نه داچې شعر او لیکنه به یي پیاوړی وي بلکه د وخت په سپمولو کښې به یي لویه لاس ته راوړنه ترسره کړې وي.
په درنښت