لیکنه: عبدالقهار همت
د پښتو ژبې ليکدود تر ډېره د يې ګانو پر ډولونو ولاړ دی.
دا چې د ګرامر له مخې ګړدود سم شي، په سمه توګه د (يې) ګانو ويل خورا ډېر ارزښت لري، او بيا يې د سم لوست لپاره په املا يا ليکنه کې سمون ډېر اړين دی په پښتو ژبه کې دغه پنځه ډوله يې ګانې (ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ) کارېږي چې هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري.
د پښتو (يې) ګانې د عربي د علت توريو او انګرېزۍ د (واول) توريو سره ورته والی لري، چې د يوې کلمې غږيزه بڼه جوړوي. پنځه واړه (يې) ګانې تل ساکنې يا بې حرکته وي، او بڼه يې ترې د مخکيني توري له حرکته ټاکل کېږي. په يوه وینا يا کلمه کې د ځای له مخې (يې) ګانې په دوه ځايونو کې راځي.
اول : دا دوه يې ګانې ( ي ، ې ) کله د کليمې سر کله منځ او يا هم په اخير کې راتلاى شي ،
دويم : دا يېګانې ( ى ، ئ ، ۍ ) هر وخت د کليمې اخير کې راځي ، چې ټولې يېګانې به دلته درته اوس په لنډ او واضح ډول تشريح کړم .
اول : ( ي ) دې يې ته څرګنده يا معلومه يې ويل کيږي او زياتره وخت کې د جملې منځ او يا هم کله په اخير کې راځي او دا يوه خپلواکه يې ده ، او د هرهغې جملې پاى چې په ( ى ) سره شوى وي د جمعې حالت کې يې بيا دا يې ( ي ) راځي مثال لکه سړى سړي ؛ منګى منګي ، ليونى ليوني او نور
دا يې ( ي )په ځينو نسبتي ستاينومونو كې هم راځي لكه: ځي، راځي، خوري، نه خوري،مري، وړي، بولي، ولي او نور…
– په ځينو مفردو كسبي نومونو كې هم كاريږي. لكه:موچي، دوبي، توپچي، تبله چي، ربابي، كبابي او نور…
دويم : اوږده يا ښځينه يې ( ې )
دا يې د استعمال له لحاظه کله د کليمې منځ او کله هم اخير کې راځي ، او هره هغه کليمه چې اخير يې په هې ( ه ) سره ختم شي د جمعې په حالت کې اوږده يې ( ې ) راځي مثال لکه ښځه د جمعې حالت يې ښځې راځي ، مڼه مڼې ، ونه ونې زرکه زرکې او داسې نور .
دريم : نرمه يا نارينه ( ى)
د ځای د استعمال له مخې تل د کلمې په پای کې وي ، او د کلمې د ډول له پلوه بيا په نارينه نومونو، صفتونو او فعلونو کې وي چې مثالونه يې په لاندې ډول دي .
نارينه نوم : سړى ، سپى ، غوايى منګى او نور
صفت : ښاغلى ، توريالى ، منلى ،پوروړى او نور
فعل : راغلى ، تللى ،شوى او نور .
څلورم : د لکۍ لرونکې (ۍ)
تل يې مخکينی توری زورکی لري او د ښځينه نومونو په پای کې راځي مثال لکه ملالۍ ، ګلالۍ ، ږلۍ ، مرغۍ او نور
ځينو هغو نسبتي ستاينومونو د اوښتې بڼې لپاره هم راځي چې په (ي) پايته رسيدلي وي: لكه هغه ډيره خوشحالي وكړه (اصلي حالت). هغه له ډيرې خوشحالۍ پر ځان نه پوهېده (اوښتې بڼه). سوكالي دې غواړم. ستاسې د سوكالۍ په هيله او داسې نور..
پنځم : همزه لرونکې ( ئ )
د دې (ئ) غږ ښځينه (ۍ) ته ورته يا دواړه يو ډول غږونه دي، چې تل يې مخکينی تور زورکی لري خو توپير يوازې کلمه کې دی. همزه لرونکې (ئ) د جمع حالت کې ډېر وخت د امر يا غوښتنې فعل او تل په پای کې راځي مثال لکه ووځئ، وليکئ، وخورئ، مه راځئ، مه ليکئ او نور .