نالوستي پښتانه دوې ښېګڼې لري: ۱) ګیله ترې نه کېږي، او ۲) په کرونده، کور، کلي او.. کې ټولو هغه شیانو ته چې دوئ ورسره سر و کار لري، سوچه پښتو نومونه کاروي. خو لوستي پښتانه به څنګه کړې، ځکه دوې بدګڼې لري: ۱) هم ګیله ترې کېږي، او ۲) د علم او پوهې په هر ډګر کې چې دوئ دي، پښتو ته یې شا اړولې ده.
زموږ ادبپوهان، شاعران، کیسه لیکوالان، او نور ماشاء الله ښه همغږي لري، ان ماته خو د دوئ هڅې د افراط تر کچې رسېدلې ښکاري. هند کې ډېر زیات ملګري ما پېژندل، خو یو یې هم شاعر نه ؤ، او نه مې په دریو-څلور کلونو کې چیرته مشاعره ولیده. نه داسې وخت راغی چې د کوم هندي لاس کې مې هندۍ مجله لیدلې وه. خو دلته بیا مشاعرې دي، ادبي بهیرونه دي، مجلې دي، او له بدو سترګو دې په امان وي، نژدي ټول ملګري مې شعر کې ګوتې وهي.
نو دا لومړۍ ډله ده چې هم یې شمیر زیات دی او هم یې هڅې تر ډېر ځایه همغږې دي.
خو یوه بله ډله هم شته چې په (هیڅ) حساب ده. د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې مې ملګري په تحصیل لګیا دي. چې لکچرنوټونه یې وویني، نو اول خو به پاړسو وي، او که بیا کوم یو په پښتو پیدا کړې هم، ټول لغتونه به یې ایراني فارسي وي. تازه-تازه مې یو شمیر فارغ ملګري پوهنتونونو کې په دنده ګمارل شوي دي. د دوئ په لاس لیکلي مواد چې وګورې، خورا ګډوډي وي پکې: پښتو لیکنه یې داسې وي ته به وایې پاړسې جملې یې ژباړلې دي، لغتونه، د جملو ترکیب او نور یې سراسر ګډوډ وي. هغه ورځ مې یو ملګری راغلی ؤ، دی د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې استاد ګمارل شوی دی. غزني کې د اقتصاد پوهنځی نوی پرانیستل شوی. ده ته ما ویل چې یاره تاسي باید زیات کار وکړئ. بیا مې یې درسي مواد وکتل، پښتو خو ول، خو چې نه وای ښه به ؤ…. او همدا خبره مې ده ته هم وکړه.
نو په شعر او کیسه به څه وکړو او تر کومه به پسې ټال یو. ولي په بیلابیلو علومو کې برلاسي کسان نه لرو چې لږ تر لږه یا خو د پوهنتون استاداتو ته روزنه ورکړي او یا د دوئ لیکلي مواد پخپل لاس تصحیح کړي. ممکن د علومو اکاډمي دا کار وکړي او یا بله دولتي او یا نادولتي اداره دې کار ته مټې بډوهي.
که حالات همداسې روان وي، پښتو لیک او په پښتو کې علمي لیکلي مواد به له دومره لویې ګډودۍ سره مخ شي چې بیا به یو دبل په لیک نه پوهېږو. محصلین به د ادب پوهانو او ژبپوهانو په لیک نه پوهېږي، او ادب پوهان به د پوهنتون د استادانو په لیکلو موادو نه پوهېږي. دا داسې یو ګرداب دی چې له تباهي پرته ترې روغ تېرېدل شونی نه اېسي.
یادونه:
لیکنه نژدې یو کال مخکې لیکله شوې، دلته یې بیا ستاسې مخې ته ږدم.